داسي څوک چې د ټولنیزژوند او آن ټولي بشري کتلې لپاره، فکر او عمل کوي، هغوی (باید) وستایل شي، ولمانځل شي او لاهم وهڅول شي، د لمرینو لارو؛ لاروي د رڼا د خورولو پرته بله هیله اوتلوسه نه لري، نوځکه خو د دوی دغه ټولیزه هڅه تل جاري اوپه خوځښت اونوښت وي؛ اوس بحث دادی چې ولسونو اوملتونو خپلو دغو فکري_هنري سرخېلانو او خادمانو ته څومره د ودي، غوړېدو او خوځېدو لاري اوچاري برابري کړي دي؟ څومره د دوی د ښونیتونو او معنوي پېرزوینو لازم هرکلی او متناسبه بدرګه سوې ده؟
د ټولنو او ولسونو فِدبک د دوی د معنوي ډالیو په اړه په کوم حالت کې دی، هیلي خوروي او که مایوسي وېشې؟
دا ګیلې او دنګلې نو اوس بیخي زړې، سړې اوبې اثره کلیشې دي چې: (په نورقام کې په ژوندون قدرداني ده_ پښتانه چې کله مړه شي قدردان شي!).
زه به په دې باب؛ د خپلي ترخې تجربې یو اړخ درسره شریک کړم؛ له ښوونځي، ترپوهنتون اوبیا دندي او دفتره؛ ماتل یو مرموز اونامريي منفي خوی حِس کړی چې له بده مرغه حداقل هغه خلک چې په یوې کاري او سره شریکي برنامې کې یوځای اوسې، یو د بل ښه اولازم، درک اودرناوی نه کوي؛ د تشویق اوهڅوني نه شتون او آن یوپر بل د سترګو پټول او روحیه پيکه کول په خپلي ټولي بې رحمۍ اوبې غورۍ روان دي! داولي؟ آیا مونږ ددې لایق اوجوګه نه یو چې په ټوله انساني مینه اوخلوص؛ یو د بل درک، درناوی، معنوي لاسنیوی، هڅه او روحیه ورکول وپالو؟
زه فکر کوم چې دا بدمرغه خوی له دروني دنیا څخه د یو شوم رنځ په توګه منشا اخلي، اوس څه کول پکار دي؟ لومړۍ ددې تابو ماتول اړین دي چې مونږ په دې معترِف سو چې هو؛ دا رنځ له پېړیوپېړیو د انساني کهول سره ملګری اوپایدلی دی؛ نو؛ اوس به يې د علاج لپاره څه کوو دا رواني کین آلوده رنځ به همداسي په پېړيو، پېړیو لاهم په میراثي شکل زمونږ د اوږو پېټۍ وي اوکه يې د درلمني او له منځه وړني تابیه اوسريښته کوو؟
په لومړي قدم ددې رنځ د علاج پیل له ځان راوتلو او نرګیسیت تشخیصولو ارادې تمرین دی؛ بیا به وروسته ددې مرض د علاج او نسبي محوي نورفازونه او پړاونه ترسره کوو؛ ستونزه داده چې د همدې لومړي مصابیت په اول فاز کې مونږ یو بل نه درک کوو، دايي لومړې علامه ده، چې قدم په قدم يې اعراض اوعلایم لانورهم خپل شوم ځان را څرګندوي.
په هرصورت؛ ددې رنځ د یادوني څخه دلته موخه داده چې مونږ که یو اوبل نه درک کوو، نه يي پالو، هڅونه اوقدرونه… نسته دا ټولي بې غورۍ او بې حِسۍ بیاهم ورګرځي د انسان درون اوروان ته!
زه به د یو رښتتني اعتراف په توګه دا ووایم چې دغه مهلک مرض همدا اوس هم ما له درونه کړوي او زوروي مي، اما! په ټولي توجه او قاطعیت ددې ویجاړونکې مرض د مداوا په هڅه اوهاند کې یم.
د علم او هنر د رښتیني کاروان د هر لاروي او خدمتګار په پنځ اوزیار تریوه بریده هم واقف یم او هم يې د لویني اولوریني په ارزښت معترف یم،
بناً دا هوډاوهڅه پالم چې ترخپله وسه يې درک او قدروکړم.
زه به دلته د پښتو د علمي_ هنري جهان دارتي او وزیني غېږي له منځه دا راپورته سوي یو رښتیني ادیب، لیکوال، څېړونکي او خدمتګار یادونه وکړم.
استاد محمد اکبر کرګر یادوم؛ زه استاد کرګر له نیږدې نه پېژنم اونه کومه شخصي اړیکه ور سره لرم؛ ولي؛ له نېکه مرغه دده د غنیمت آثارو اوعلمي_ ادبي شننواو ارزونو له برکته يې په غیر مستقیم ډول هم د درک کولو او هم ددې رښتیني ولسي _ټولیزچوپړ له کبله درناوی اوخاطِر کوم؛ هو؛ استاد ددې برخې په فکري کروندو کې هغه ژمن او ځيرمن کرګر دی؛ چې د پښتو د معاصرپوهنیز_تفکري_هنري بهیر په دې زمانې مقطعې کې یو نوی او خوځښتیز باب او فصل را منځ ته کړی دی، استاد کرګر د پښتو ادبیاتو په دغه نوي پړاوکې خپل ادبي، تخلقي_تحقیقي وجود په خورا لوړه او اخلاصمنده روحیه تثبیت کړ؛ او د خپلو رښتینو هنري هڅو په لړکې يې پر پښتو اوپښتنو خورا د پام وړ نوي فکرونه او اړین مضمونونه وویشل، د بېلګوپه توګه: استاد؛ د خپلو څېړنیزو برنامو په بهیر کې پر پښتنو د ګران اولوی هنرمند غني خان غني هنري شاعرانه دنیا راوسپړل، د (غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را)، تر څېړنیزو سرلیکونو لاندي يې د غني خان خوځنده باغي اوهنري فکر تر پښتنو ور ورساوه، او دوی ته يې د یو مناقشه ای او دیالیتیک بحث په ترڅ کې غني خان مخامخ کړ ترڅو ورته په ډاګه کړي چې ستاسو دا لوی هنرمند شاعر ستاسو له لاسه، ستاسو له غمه اوستاسو لپاره دغسي شاعرانه کریغي چغوي؛ څومره چې د غني خان شاعري د لوی هنرمند سردارعلي ټکر د هنري جلوو په تال کې خوره سوه په همدې پيمانه په علمي او ادبي بزمونوکې د استاد کرګر د تحقیقي کاراو زیار له برکته خلکوته لاروښانه تصویر اوتفسیر سوه، آیا هغو خلکوته چې غني خان او دده شاعري ګرانه اومنلې ده هغوی ته د استاد کرګر ددغه رښتیني رسالت د ترسره کولو په خاطر د نوموړي درک اودرناوی لازم نه دی؟
همداشان استاد کرګر، د (میرزاخان انصاري) د شعرپه نړۍ کې ډېر نوي ژور معنوي موتیفونه را سپړلي اوموندلي دي، کره سپړنه اوڅېړنه يې پرې کړي ده او خپلو لوستونکوته يې د غور او تفکر لازمي زمينې برابري کړي.
په همدې ډول؛ استاد کرګر د (سیندونه اواندونه) په نوم په دوو ټوکونو کې ډېر د ښکلو اومتنوع ادبي_فلسفي_ هنري تحلیلي اوکره کتنیزو بحثونوڅخه ډک وزین کتابونه لري چې آن د نړیوالو ادبي جریانونواوشخصیتونو یاد او شننه پکې سوې ده.
استاد محمداکبرکرګر د داستاني ادبیاتو په برخه کې هم ډېرجذابي او جالبي لنډي کیسي او شننیز بحثونه لري، چې لوستنه او شننه يي خورا ګټوره او خوندوره ده.
پایله، لنډیز او وړاندیز:
د استاد محمداکبر کرګر د رښتیني ادبي خدمت د یاد او قدردانی چاره زمونږ له سويې لوړه خبره ده خو:( داپه یاد د محبت درسره واخله!)، استاد ته دې خدای تعالی (ج) اوږد او خوږ ژوند ورکړي، د پښتو د ادبي، هنري، کلتوري، فلسفي دنیا په شاړي دنیاکې يې ډېر له ماناوو، لفظونواوپيغامونوډک هنري بزغلي کرلي دي، ددې قام د ادب اوفرهنګ درناوی يې کړی او مونږ يې هم په ټول خلوص او پېرزوینه قدراودرناوی کوو.
زه ددغسي لیکنو څخه بل هیڅ نه غواړم؛ فقط موخه اومرام مي د میني اوخلوص خورول او د یو داسي نوي قدردان بهیر را پیلول دي چې په هغه کې د رښتیني لمانځني اولازمي قدروني بیا، بیا دودول او ترسره کول نغښتي وي؛ طبعاً شاعرانه عواطف حساس اونازک دي، اما؛ زه په ایمان سره وایم چې د رښتیني میني او لورانده خلوص داسي جل وهلی تږی یم، چې: (زه به دا څیري ګرېوان چیرته رغومه!)، په هرحال؛ ددې تندي خړوبول په ټوله مینه اوپېرزوینه د ټولو لپاره غواړم.
وړاندیز: زه به دلته د استاد کرګرنه په ټول درناوي یوه عاجزانه هیله هم وکړم؛ هغه داچې که شوني وي، چې تصوفي او ارواحي مسایل د ادبیاتو په تناظرکې لاهم ژور وڅيړي اوپه دې توګه د ادب له روغتونه د روحي ناروغیو د درملني رغنیزي معنوي هڅي وکړي.
موج دریا را به ساحل همنشینی تهمت است
بیقراران نذر منزل کرده اند آرام را
ابوالمعانی بیدل
په دعا اودرناوي
همت عمرزوی