شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې ځانمرګی برید؛ ۵ چینایي انجینران وژل شوي

پښتونخوا کې ځانمرګی برید؛ ۵ چینایي انجینران وژل شوي

تاند (۳ شنبه، د حمل ۷ مه) د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتونخوا په شانګله کې د چينايي وګړو پر يوه موټرځانمرګی بريد شوی، چې پر ۵ چینایي انجینرانو سربېره پکې د دوی د یوه موټر چلوونکي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.‏

یوه پولیس مقام محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري اژانس ته ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو کاروان په ‏نښه کړی و. ‏

هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏

په سمدستي ډول مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.‏

 د پښتونخوا په دې او نورو سیمو کې تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان وسله وال فعال دي، خو د ورته پېښو مسوولیت چې چینایي اتباع پکې په نښه کیږي، په نورو سیمو کې ځینې وخت داعش ډله او ځینې وخت هم د بلوچستان ازادي غوښتونکي پر غاړه اخلي.

پاکستان په وروستیو کې د ورته پېښو د زیاتیدو شاهد دی.

دغه هېواد د خپلو نا امنیو ملامتي د طالبانو پر واک لاندې افغانستان اچوي، خو طالب چارواکي یې تورونه بې اساسه ګڼي او وایي د پاکستان د ادعا خلاف د افغانستان خاوره د دوی پر ضد نه کارول کیږي.

2 COMMENTS

  1. زمونږ کشتۍ یې ډوبوله خپل دریاب یې توپاني سو
    روزه مې په خوله ده. خدای دې یې ورځ له دې نه هم بدتره کړي. زمونږ خلک له پنځوسو کالونو راهیسې د انګرېز د دغه منحوس بچي له لاسه د اور په تبۍ ناست دي، زمونږ له خلکو نه ژوند هېر دی.
    ستاسو په خبر کې مې دا برخه خوښه شوه چې د پاکستان تر ولکې لاندې، بلکې داسې یې لیکئ چې د پنجاب تر ولکې لاندې. مرګ په چټلستان

  2. کوهی مه کینه د بل سړي په لار کې
    چیرته ستا به د کوهي په غاړه لار شي
    له بدې ورځي او له پینځوسو کلونو را په دې خوا د پاکستان د پوځ لاسونه زموږ د هیوادوالو په وینو سره دي. زما هم روژه په خوله ده له خدایه غواړم چې د پاکستان نوم نور د تل پاره ورک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب