شنبه, اپریل 27, 2024
Home+مصنوعي ځیرکتیا څنګه د سېل وړاندوینه کوي؟

مصنوعي ځیرکتیا څنګه د سېل وړاندوینه کوي؟

ژباړه: نوراحمد

سیل يا سيلاب چې تر ټولو عام طبیعي ناورین دی، هر کال شاوخوا 50 ملیارد ډالره اقتصادي زیان رسوي او په ټوله نړۍ کې نږدې 1.5 ملیارد خلک اغیزمن کوي. اوس د ګوګل له خوا پرمصنوعي ذکاوت د سمبال سيسټم له جوړیدو سره د بيړنۍ خبرتيا سیسټمونو د ښه کولو لپاره یو مهم ګام دی ځکه چې دا به هر کال د زرګونو خلکو ژوند ژغوري.

  ګوګل په نړيواله سطحه د سیلاب د وړاندویني لپاره له (machine learning) ټیکنالوژي څخه په استفادې لومړني معلومات يا ډاټا  لکه د سیندونو معلوماتو ثبت، د اوبو د کچې په اړه معلومات، د اوبو د لوړوالي اندازه، سیمه ییز شرایط او نور معلومات ريکارډ او ثبت کوي.

  د دي ماډلونو ارزونه د (ECMWF) يا هم (د منځنۍ کچې-هوا وړاندوینې اروپایی مرکز) سره په همکارۍ ترسره شوې، ګوګل کولای شي دغه وړاندويني د سرچ انجن، نقشې او Android اعلاناتو له لاري کاروونکو ته وړاندي کړي.

 د ګوګل Flood Hub اله تر 7 ورځو دمخه وړاندوینې وړاندې کوي (اوسط ډول وړاندوینه شاوخوا 5 ورځې ده) او له 80 څخه ډیر هیوادونه تر پوښښ لاندې لري. دا معلومات د ټولنو، حکومتونو او نړیوالو سازمانونو لپاره مهم دي چې د زیان منونکو او خطري ساحو خلکو د ساتنې لپاره فعال ګامونه پورته کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب