شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د تربت په فدایي برید کې له ۳۰ ډېر پاکستاني...

د بلوچستان د تربت په فدایي برید کې له ۳۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (سې شنبه، د حمل ۷ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچ لېرېشن آرمي) په یوه اعلامیه کې ویلي، د تېرې شپې په فدایي برید کې یې چې څلورو فدایانو ترسره کړ، له ۳۰ څخه ډېر پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان په دغې ستره سمندري اډه (پي اېن اېس صدیق) د بېګاني برید په تړاو، اعلامیه کاږي، دا برید د بلوچ لېبرېشن آرمي مجید غونډ ترسره کړ چې په نتیجه کې یې له دېرشو څخه ډېر پاکستاني پوځي منسوبین ووژل.

اعلامیه وایي چې په برید کې درې الوتکې هم له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان پوځ رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې د خپلو منسوبینو تلفات یوازې یو کس یاد کړی و، خو د عملیاتو اوږدوالي او له سیمې څخه د ځایي خلکو له خوا خپرو شویو ویډیوګانو ته په پام چې برید د سهار تر خواوشا شپږو بجو پورې روان و، درنې چاودنې کېدلې او ډزې سره تبادله کېدلې، ناشونې ښکاري چې یوازې یو سرتېری دې وژل شوی وي.

بلوچ لېرېشن آرمي په خپله اعلامیه کې لیکلي چې دا برید یې د سي پیک پروګرام لاندې د بلوچستان په ساحل باندې د قبضې، د هغوی د شتمنیو د لوټمار او د بلوچانو د نسل وژنې په غبرګون کې ترسره کړ.

یادې ډلې دغه برید د مجید غونډ (مجید بریګېډ) له خوا د پیل شویو زرپهازک عملیاتو د لړۍ پنځمه کړۍ یاده کړې او ویلي دي چې په دې سره د زرپهازک عملیات پای ته ورسېدل.

بلوچ لېبرېشن آرمي د خپلو فدایي کسانو نومونه ایوب مشهور په دودا، خلیف مشهور په اسلمو وجداد مشهور په نعمان او مراد حاصل مشهور په فرهاد یاد کړي او ویلي یې دي چې هغوی تر خپلې وروستۍ مرمۍ پورې وجنګېدل او په وروستیو مرمیو یې خپل ځانونه وویشتل او د شهادت جام یې په سر واړاوه.

د پاکستان پوځ له خوا د خپرو شویو معلوماتو په اساس، د دغه هېواد پوځ چې له ۵۶۰ زرو څخه ډېر منسوبین لري، د ۱۹۴۷ د اګست په میاشت کې د برتانوي جنرال فرانک والټر میزیري په مشرۍ رامنځته شو، او د ۱۹۴۸ د فبرورۍ په ۱۱مه یې د پوځ مشري بل برتانوي جنرال دوګلاس ګراسي ته په لاس ورکړه چې د ۱۹۵۱ پورې یې مشر و.

د پاکستان په پوځ باندې تور دی چې په ۱۹۷۰مو کې یې په بنګله دېش کې د ښځو په عفت تېري وکړل او په ۱۹۷۱ کال کې د هندوستان او بنګله دېش له خوا د ۹۳ زره پاکستاني پوځیانو له تسلیمۍ څخه وروسته هندي او بنګالي پوځیانو ترې پتلونونه واېستل.

بلوچان هم د پاکستان پوځ په خپله سیمه قابض او اشغالګر بولي،‌ او د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي وخت په وخت په خپلو سیمو کې پرې بریدونه کوي. تېره اونۍ د پاکستان د پوځ یوه پخواني جنرال نذیر مومند یوه افغان تلوېزیون سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې که د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ جنګیالیو بریدونه دوام وکړي، په پاکستان کې د چین له خوا روانه پروژه (سي پیک) به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب