شنبه, اپریل 27, 2024
Homeسپورتد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هند ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هند ته ماته ورکړه

په دې مسابقه کې، چې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي په لړ کې د هند په کوربه توب وشوه، په لومړۍ نیمايي کې هندي لوبغاړي سونیل چیتري په پینالټي ګول وواهه.

په دوهمه نیمايي کې افغان لوبغاړي رحمت اکبري لوبه مساوي کړه او د شریف محمد په ګول افغانستان دوه پر یو وړاندې شو.

تر دې مخکې د هند او افغانستان لومړۍ مسابقه یو پر یو مساوی شوې وه.

د افغانستان لوبډله، چې اوس څلور امتیازونه لري، په بله مسابقه کې به له قطر سره مخامخ شي.

د افغانستان او قطر مسابقه به د جون په شپږمه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب