تاند ( شنبه، د کب ۱۶ ) یو شمېر څېړنې ښیي چې په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري.
د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي چې دین د انسانانو د ارامتیا او ملاتړ سرچینه ده.
نویو څېړنو د مذهبي تجربې او رواني روغتیا ترمينځ پېچلی اړیکه څېړلې ده.
څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې په مذهبي مراسمو کې ګډون، له ګډونوالو سره مرسته کوي چې په ژور خپګان اخته نه شي.
خو برعکس، په دې باور درلودل چې پرښتې له انسانانو څخه ساتنه کوي، په انسانانو کې د ژور خپګان د رامنځته کېدو لامل کېږي.
هغه نارینه چې د پرښتو په ملاتړ او ساتنې باور لري، د دې امکان شته چې په ژور خپګان اخته شي.
څېړونکو د ۱۲۰۰۰ تنکيو ځوانانو په ارزونه، له نوې ځوانۍ څخه تر بوډا توب پورې د مذهبي تجربې او ژور خپګان ترمنځ اړیکې څېړلي.
د معلوماتو له مخې، د څېړنې ګډونوال په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵ کلونو کې، هغه مهال چې دوی په ښوونځيو کې زدکړې کولې د دغې څېړنې لپاره وټاکل شول، دغو ګډونوالو د خپل ژوند په اوږدو کې د دیندارۍ د کچې په اړه، په مذهبي مراسمو کې د ګډون شمېر او په خدايي چارو کې د ګډون لپاره طرحې چمتو کړې.
پایلې دا ښيي چې په مذهبي مراسمو کې په پرله پسې توګه ګډون په ټولو وګړو کې جنسيت ته له پام پرته د ژور خپګان کچه ښکته راولي.
په همدې حال کې هغه نارینه چې د ماورا طبیعيت له لارې او د پرښتو پر ساتنې باور لري، په ژور خپګان د اخته کېدو خطر کچه پکې ډېره لوړه ده.
د راپورونو پر بنسټ، د سړيو په پرتله ډېری ښځې په ژور خپګان اخته کېږي چې په همدې اساس ویل کیږي د ژور خپګان او الهي هدایت ترمنځ اړیکه په سړيو کې د ښځو په پرتله ډېره ده.