دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې سبا د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي

کابل کې سبا د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي

تاند ( شنبه، د کب ۱۶)  د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي، د افغانستان سولې او اوربند په تړاو سبا په کابل کې د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس پیلېږي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې  کنفرانس کې د ګډون په موخه ۴۰ میلمانه له پښتونخوا څخه کابل ته را رسېدلي دي.

خبرپاڼه وایي، په دې کنفرانس کې به ټول ګډونوال پر افغان سوله او اوربند بحثونه وکړي، تر څو یوې دایمي سولې ته د رسېدو په موخه هڅې لا ګړندۍ شي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د دې کنفرانس موخه په افغانستان کې دوامدره سوله او د تېرو ددو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه ده، چې ګډونوال به پرې بحث او خبرې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امن او ثبات ملي کنفرانس به سبا نهه نیمې بجې په کابل سټار هوټل کې پیل شي چې په‌کې به د داخلي سیاسي مشرانو، مدني فعالانو، فرهنګیانو او قومي مشرانو سربېره د پښتونخوا فرهنګیان او قومي مشران هم ګډون ولري.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي، هڅه یې دا ده، تر څو د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو قبایلو ستونزو حل لپاره کار وکړي او یو ځل بیا خپل پخوانی ځای پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرو سره سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړو زور اخستی او په ترڅ کې یې هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب