دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سوداګرۍ وزارت : په افغاني صادراتو کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی

د سوداګرۍ وزارت : په افغاني صادراتو کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی

تاند ( جمعه، د سنبلې ۱۴) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولان وايي، چې د افغانستان صادرات د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله ۲۸ سلنه کم شوي دي.

د یاد وزارت ویاند جواد دبیر وایي،د هېواد صادرات د کورونا ویروس د خپرېدو له امله کم شوي و.

نوموړ زیاتوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې غالۍ، دمرمر ډبرې، د ډبرو سکاره او وچه مېوه په کمه اندازه صادر شوي و.

هغه وایي، چې اوس یو څه صادرات عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

د هېواد دصنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند زیاتوي، چې په یاده موده کې د افغانستان واردات هم ۲۳ سلنه کم شوي و، خو په خبره‌ یې اوس د افغانستان صادرات او واردات عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د کورونا وبا له ویرې په ټوله نړۍ کې اقتصادي سیستم له سختو ستونزو سره مخ شو او عامو خلکو ته یې هم په اقتصادي برخه کې ډیرې ستونزې رامنځته کړې.

که څه هم کورونا وبا لا په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې خو خلک هیله لري، چې ژر به حالت عادي کیږي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d8%8c-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%b2%d8%a8%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b2%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب