یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتېره شپه تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ ګډه...

تېره شپه تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ ګډه ناسته تر سره شوې

تاند، جمعه د سنبلې ۱۴مه: افغان او پاکستاني ځواکونو د پنجشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د نوو تاسیساتو جوړولو پر سر نښته کړې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پاکستان غوښتل په دغه سیمه کې اغزن تار تېر کړي چې افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، پاکستاني ملېشو هڅه کوله څو ددغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ اړوند غوړکي سیمه کې نوي تاسیسات ورغوي، خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او جګړه پیل شوه.

https://taand.net/%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b1/

د خوګیاڼي په خبره په دې جګړه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او پینځه سرتیري او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

که څه هم خوګیاڼي دا نه دي ویلي چې افغان او پاکستاني ځواکونه کومې پرېکړې ته رسېدلي یا نه خو زیاتوي چې تېره شپه د دواړو لوریو تر منځ ګډه ناسته تر سره شوې ده.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر نښتو وروسته په سرحدي سیمو کې ناستې تر سره شوي، خو بیا هم پاکستاني ملېشې د څه وخت په تېرېدو سره ورته کړنې تر سره کوي.

1 COMMENT

  1. د تېر په څېر بيا هم معامله کېږي د افغان ځواکونو وينې د څو ډالرو بدل کې پنجاب ته ډالۍ کېږي، د ګران هېواد اوسني تش په نوم مشران همدومره د افغانستان دښمنان دي لکه پنجاب چې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب