جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: طالبان دې هم د خبرو پلاوي کې ښځو ته ځای...

ملګري ملتونه: طالبان دې هم د خبرو پلاوي کې ښځو ته ځای ورکړي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۴) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاينز د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د پنځو ښځو د غړيتوب هرکلی کړی او له طالبانو يې هم غوښتنه کړې چې خپل پلاوي کې د ښځو استازو ته ځای ورکړي.

نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د وينا پر مهال وويل:

موږ لا هم د طالبانو مرکچي پلاوي کې د ښځو استازې نه لرو، هیله لرم چې هغوی د ښځو حضور ته اغېزناکه لار برابره کړي.

لاينز وايي، د سولې بهير کې د ښځو ګډون دې ته زمينه برابروي چې دوی په ښه ډول له خپلو حقونو دفاع وکړي.

نوموړې دغه راز ويلي، د دوحې بين‌الافغاني خبرو کې به د ښځو د حقونو پر مسئله ډېر بحثونه کېږي، هغه څه چې تر دې وړاندې نه دي شوي.

د يادولو ده چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي کې پنځه ښځې؛ فاطمه گیلانی، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، شهلا فرید او شریفه زرمتۍ شاملې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب