Homeخبرونهولسمشر غني: ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي

ولسمشر غني: ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي

تاند، جمعه د سنبلې ۱۴مه: تېره ورځ ناوخته د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه.

په دغه تر سره شوې غونډه کې ولسمشر غني ویلي د سولې خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او د افغانستان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ډاډ ورکړی چې د سولې مذاکرات به ژر پیل شي.

ښاغليغني دکابینې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي سوله د افغانستان د خلکو او حکومت مهمه غوښتنه ده او دی خوښي یې ښودلې چې دسولې هڅې یو مهم پړاو ته رسېدلې دي.

په یاده غونډه کې چې دوالیانو هم د وېډیو کنفرانیس له لارې برخه لرله، په تذکره کې د مور د نوم درجولو په ګډون یو شمېر طرحې تایید او تصویب کړې او د یو شمېر نورو وړاندې شویو طرحو په اړه یې اړوندو دولتي ارګانونو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت مرکچي پلاوي سره خبرو کې ولسمشر غني ویلي وو، چې د افغانستان د خلکو هیله ده چې د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند هوکړه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...