دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکا وایي د سولې له تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ...

امریکا وایي د سولې له تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ دوامداره ساتو

تاند( جمعه، د سنبلې ۱۴) د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر له بشپړېدو سره سم، امریکا په دې تمه ده، چې بین الافغاني خبرې ژر پيل شي.

دوی وایي هیله لري، چې د سولې د خبرو له پيل سره سم په افغانستان کې اوربند ته لاره پرانېستل شي.

په کابل کې د امريکا سفارت مرستياله کرن ډيکر وايي، واشنګټن تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې دوحه کې د افغانانو ترمنځ اوربند د خبرو له اصلي موضوعاتو وي.

ډیکر زیاته کړې د سولې پروسه په ډېرې تېزۍ سره روانه ده او ډېر ژر به مخامخ خبرې هم پيل شي.

د نوموړې په خبره افغان حکومت د سولې خبرو لپاره له تېرو ۵ مياشتو راهيسې ډېرکارونه کړي او د سولې خبرو ته يې بشپړ چمتووالى هم نيولى دى.

په کابل کې د امریکا سفارت مرستایلې زیاته کړې، طالبان بايد پوه شي، چې تر سولې تړون وروسته به هم افغانستان نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

په داسې حال کې چې د هېواد په ځینو برخو کې د حکومت له لوري د ملېشه جوړونې په اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو دغه امریکایي دیپلوماته وايي، واشنګټن له افغان ځواکونو چې د دغه هېواد له خلکو ساتنه کوي خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار وړمه ورځ ویلي وو، چې په کابل او شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړولو هڅې روانې دي.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%ab%da%89%d9%87/

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب