Homeخبرونهد سولې ولسي مجمع پر مرکچي پلاوي او د مصالحې عالي شورا...

د سولې ولسي مجمع پر مرکچي پلاوي او د مصالحې عالي شورا پر جوړښت نیوکې لري

تاند ( جمعه، د سنبلې ۱۴) افغانستان کې د سولې ولسي مجمع غړي وایي، چې حکومتي کړۍ د سولې له پروسې سره سیاسي چلند کوي.

دوی دغه راز د سولې پر مرکچي پلاوي او د مصالحې عالي شورا په جوړښت هم سختې نیوکې کوي.

د یادې مجمع غړي وايي، چې د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې  حکومت داسې کسان ځای پر کړي چې، د سولې سره هېځ لېوالتیا نه لري.

دوی دغه راز د اندېښنو تر څنګ له حکومت او طالبانو غواړي، چې د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او خبرې ګړندۍ کړي.

دوی داسې انګیري، چې په داخل کې ځینې واکمنې کړۍ د سولې له پروسې سره د شخصي ګټو او واک کې د پاتې کېدو په موخه سیاسي چلند کوي او نوي خنډونه ورته جوړوي.

د یادې مجمع د غړو په خبهر دلته د بندیانو وروسته د سولې په مخ کې ملېشو جوړول دي، چې په اړه یې جدي اندېښنې شته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې پر وړاندې لوی خنډ د پاتې طالب بندیانو خلاصون یادېده خو د امنیتی سرچینو د معلوماتو له مخې تېرماښام د بندیانو خلاصون پروسه هم بشپړه شوه او پکار ده چې بین الافغاني مذاکرات ژر پيل شي.

تیره ورځ د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم مشر هم ویلي وو، چې ژر به بین الافغاني خبرې له طالبانو سره پيل شي.

https://taand.net/%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%da%a9%d8%b2%db%8c-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%a8%d9%8a%d9%86%e2%80%8c%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90-%da%98%d8%b1-%d9%be/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...