Homeخبرونهشمالي وزيرستان کې ۷ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شمالي وزيرستان کې ۷ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(جمعه، دسنبلې ۱۴) د پاکستان، شمالي وزیرستان په ګړیوم نومې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي په دغو پوځیانو هغه مهال چاودنه شوې کله، چې دوی د سړک جوړونې د کارکوونکو امنیت ساته.

په دې پېښه کې څلور نور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي هم دي.

امنیتي مسولان وایي پاکستاني ځواکونو د پېښې په اړه په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې پر پاکستانیو پوځیانو د بمې چاودنو پېښې ډیرې شوي او عام خلک یې وایي دا پېښې پاکستان کې میشتې دولت ضد ډلې کوي.

د دغې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...