(لومړۍ برخه)
سوله، (روغه جوړه) چې اصلاً عربي کلمه صلح ده، څو ماناوې او ډېرې بڼې لري، سوله له څو اړخونو پېژندل کیدای شي چې موږ یې یوازې له دیني او فرهنګي پلوه څېړو، سوله د اوربند په مانا نه ده، اوږد مهالي، لنډ مهالې او منځ مهالي سوله د جګړو د درولو په موخه رامنځ ته کیږي، د یو تړون په دننه کې شرایط ټاکي چې له امله یې آرامي او ډاډینه رامنځ ته شي.
سوله او جګړه دوه متضاد نومونه دي، سوله د هر انسان، هر ساه کښ، ونو، بوټو، د ژوند کولو لپاره اړینه او د ښارونو، کلیو، کورونو او هر ډول ودانیو ساتلو وسیله ده، په سوله کې ژوند دی، په سوله کې سوکالي ده، په سوله کې هره ښېګڼه او خوشالي شتون لري، سولې ته هر هېواد، سیمه، کلی، هره کورني او هر کس اړتیا لري، سوله د هر دین او مذهب بنسټ او مهمه برخه ده، له سولې سره تقوا او عبادت مله دي، که سوله نه وي نو پر ځای یې ورانوونکي، ویحاړوونکي شېطاني جګړه ده، هر ډول جګړه بدې او ناوړه پایلې لري، جګړه بې له وژلو، ورانولو، د خلکو بې ځایه کیدلو، وېرې او خواشینۍ بل څه نه راوړي، هر څوک چې ژوند غواړي د جګړې مخالف، د سولې پلوي کوي، ځکه چې په سوله کې ژوند دی او په جګړه کې د سر او مال زیانونه دي. سوله په درې ډوله ده:
ــ لومړۍ ډول عادلانه او پتمنه سوله ده.
ــ دوه یم ډول ویاړلي او سرلوړي سوله ده.
ــ درېیم ډول ذلیله او شرمولي سوله ده.
۱ــ عادلانه او پتمنه سوله: هغه چې د جګړې دواړه لوري د درېیم ګړي د مداخلې پر بنسټ سوله وکړي یا دا چې پرته له درېیم ګړي څخه په یوه بله وسیله او یا په خپل منځ کې روغه وکړي، جګړه ودروي او شرطونه د دواړو لوریو تقریباً یو شان دواړه خواوې راضي وي.
۲ــ سرلوړي او بریالۍ سوله: هغه سوله ده چې د جګړې یو لوري بری ترلاسه کړی وي او بل لوری مغلوب وي، څه چې بریالی لوری وایي مغلوب لوری یې مني، لکه دوه نړیوالې جګړې چې په دواړو کې متحدین یا محور هېوادونه (جرمنیان او نور) مغلوب شول. (۱۹۱۴- ۱۹۱۸ز)، متفق هېوادونه (امریکا، شورویان، انګرېزان او…) (۱۹۳۹- ۱۹۴۵ز) برلاسي وو.
۳ــ ذلیله او شرموونکي سوله: هغه ډول ده چې د جګړې کمزوری لوری د اوربند او روغې جوړې وړاندیز وکړي یا تسلیم شي چې بېلګه یې بیا هم دوه نړیوالې جګړې دي په ځانګړي توګه وروسته له هغې چې امریکایانو د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې آټومي بمونه وغورځول جاپانیانو د سولې وړاندیز وکړ د خپلو دښمنو هېوادونو ټول شرطونه او غوښتنې یې ومنل چې دا د جاپان لپاره ذلیله او شرموونکي سوله وه.
خو د نوبل د سولې جایزې ګټونکی مارتین لوتر کینګ سوله داسې راپېژني:«د جګړو، زورونو، وېرولو، یا منفي ځواکونو پروړاندې سوله ده، بلکې د مثبتو ځواکونو: عدالت، ښه نیت او د خدای د پاچاهۍ د قدرت وسیله ده.»
دغه شان (یوهان وینسنت گالتونگ) ناروژی چې اوس مهال د سولې د نړیوالو مطالعاتو د پلار په نوم یادیږي په ۱۹۹۶ز کې د مثبتې او منفي سولې نظریه وړاندې کړه. نوموړی مثبته او منفي سوله په دې ډول تعریفوي:«په منفي سوله کې د جګړې او تاؤتریخوالي درول پوره ډاډمن نه وي او د جګړې بیا پیل کیدو وېره په کې وي. مثبته سوله هغه ده چې په هغې کې: د ټولنیزو اړتیاوو، د ښه اقتصاد رامنځ ته کول، بیا رغونه، د فساد کچې ټیټول او نورې ښې ګنې په کې پلي کیږي.»
په نړۍ کې ډېرو هېوادونو او نامتو کسانو د نړیوالې سولې په هره برخه کې خپلې هلې ځلي کړي دي چې د ټولو یادول اړین نه دي، په ۱۹۸۰ز کې د بریتانیا کاتولیکې کلیسا وړاندیز وکړ چې د اتیایم کال وروستۍ یکشنبه، وړاندې له کریسمس څخه دې د سولې ورځ ونومولی شي.
د ملګرو ملتونو سازمان وروسته د دوه یمې نړیوالې جګړې څخه په نړۍ کې د سولې او نړیوالې سولې په موخه رامنځ ته شوی دی، دغه سازمان په ټوله نړۍ کې د سولې د پلي کولو په موخه ډېرې هلې ځلې ترسره کړي دي چې د ځینو پایله ګټوره او نورې یې بې نتیجې وې. ملګرو ملتونو د سپتامبر (۲۱) نیټه د نړیوالې سولې ورځې په نوم د ۱۹۸۱ز کال د نوامبر په ۳۰مه اعلان کړه، تر څو د دغې ورځې له امله د نړۍ اوسیدونکو سره د سولي ټینګولو انګېزه رامنځ ته شي. دغه شان ملګري ملتونه د نړیوالې سولې نښه (سمبول) هم لري، دغه نښه د انګرېزۍ د (N) او (D) څخه جوړه شوي ده دا دوه انګرېزي ټکي د اټومي وسلو د خلع سلاح مانا لري.
سپینه کوتره چې د ښؤنه (زیتون) څانګه یې په مښوکه کې نیولي ده د نړیوالې سولې نښه ده چې د یهودو له دیني کتاب، د نوح (ع) توپان څخه په الهام یې اخیستي ده چې اوس مهال د نړۍ په ډېرو سیمو او ادیانو کې د سولې سمبول ګڼل کیږي په دې اړه د تورات د پیدایښت په کتاب کې راغلي:
«… نوح د کښتۍ پنجره خلاصه کړه، … بیا یې کوتره خوشي کړه ترڅو وګوري چې کوتره کولی شي وچه ځمکه د ناستي لپاره ومومي. خو کوترې کوم ځای ونه موند، ځکه چې تراوسه د ځمکې مخ اوبو نیولی ؤ. کله چې کوتره بیرته راغله، نوح خپل لاس اوږد کړ کوتره یې ونیوله کښتۍ ته یې د ننه کړه. نوح لس ورځې نور صبر وکړ او بیا یې هغه کوتره خوشي کړه، دا ځل چې لمر په ډوبیدو ؤ، کوتره په داسې حال کې رغله چې په موښکو کې یې د ښؤن ډکی (وړه څانګه) نیولي وه، د نوح خوا ته راغله. نو نوح پوه شو چې د ځمکې په ډېرو برخو کې اوبه ټیټې شوي دي. (پیدایښت: ۸ باب، ۹- ۱۰-۱۱-۱۲ آیاتونه)
د نړیوالي اسلامي ټولنې د سولې نښه میاشت او د سپینې کوترې انځورونه دي، میاشت د ترکانو د عثماني امپراتورۍ اسلامي نښه وه.
دغه شان په جګړو کې د سپین ټوکر رپي (بیرغ) پورته کول د سولې نښه ده او د جګړې درولو د غوښتنې مانا لري، په جګړو کې د سپین رپي پورته کول هغه مهال ترسره کیږي چې د جګړې کمزوری پلو له جګړې لاس واخلي او کله چې محاصره شوي ځواکونه د جګړې توان ونه لري نو سپین رپی پورته کوي چې دا ډول یې د تسلیمۍ مانا لري، ډېر کلونو پخوا موږ ولیدل چې د کوم جهادي تنظیم او ډاکټر نجیب الله د حکومت تر منځ د وژل شویو کسانو د جسدونو د تبادلې پر مهال دواړو خواوو سپین رپي له ځانونو سره درلودل. د ځینو هېوادونو لکه: د کلمبیا، گینه استوایی، اکوادور او نور د سولې سپین رپي (بیرغونه) لري.
د نوبل له پنځو جایزو څخه یوه یې د سولې جایزه ده، د نوبل د سولې جایزه په ۱۸۹۵ز کال کې آلفرد نوبل چې د سویډن اوسیدونکی کیمیاپوه او د بې لوګی باروتو مخترع ؤ، د هغه د وصیت پر بنسټ هر کال وړ کسانو ته د سولې جایزه ورکول کیږي، نوموړي جایزه یو د سرو زرو مډال او (۹۳۵٬۳۶۶) امریکایي ډالر امتیاز لري.
د افغانستان د سولې نښه د هېواد درې رنګه رپی (بیرغ) دی چې په ۱۳۰۷ل، ل کال کې د پغمان په لویه جرګه کې د غازي امان الله خان له خوا د پخواني تور رنګه رپي پر ځای جرګې ته وړاندې او د جرګې له خوا منظور شو، غازي امان الله خان د رپي د درو رنګونو په اړه روښانه کړه چې: تور رنګ د استعمار د تورې دورې نښه ده؛ سور رنګ د افغان ملت جهاد او مبارزو نښه او زرغون رنګ د آزادۍ او سولې نښانه ده.