کله چې موږ يو او بل ومنو،
کله چې خپل هیواد سره رښتیانۍ مينه ولرو،
کله چې له جګړې لاس واخلو،
کله چی سره یو شو،
کله چې خپل هیواد اباد کړو،
کله چی له هره پلوه ور سره سیال شو،
کله چې له پاکستاني او ایراني اجنټانو څخه ځان وژغورو،
کله چې له خپلو وسله والو ځواکونو کلک ملاتړ وکړو،
کله چې په خپلو پښو ودریږو،
کله چې له خیرات غوښتلو ځان وژغورو،
کله چې نړيوال باوري دوستان او ملاتړي ولرو،
کله چی په خوله څه وایو په زړه مو هم همغه وي.
کله چې ټول واقعي افغانان شو،
کله چې له غورو ځان وژغورو،
کله چې د خدای ج په لاره برابر شو،
کله چی له احساساتو را و وځو،
او لنډه دا
(( چی کله یو ملت شو اود دې بيرغ لاندی را ټول شو. ))