یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې ۴...

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې ۴ افغان سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې او لا هم دوام لري.

د تورخم کمیسار تائیدوي چې شخړه د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ د اغزن تار د غځولو پر سر رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.

نوموړی وايي افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په ځواب کې د پاکستاني لوري ۰۲ پوسته هم ویشتلې ده.

په ورته مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې د دواړو لوریو تر منځ جګړه اوس هم روانه ده.

د سیمې خلک وايي، پېښه د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې رامنځته شوې او ډیری خلک او کورنۍ له سیمې څخه د تېښتې په حال کې دي.

د نورو جزیاتو لپاره له تاند سره پاتې شئ او خپل بروزر بیا بیا تازه کړئ…

دوهم تعقیب:

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، پاکستاني لوري د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د مومندرې ولسوالۍ غوړکي سیمه کې د تاسیساتو جوړولو په موخه خپلسري تحرکات پیل کړل چې له امله یې د افغان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته پیل شوه.

نوموړی زیاتوي د پاکستاني ځواکونو د دغو تحرکاتو په غبرګون کې افغان ځواکونه برید ته اړ شول.

د ښاغلي امرخېل په خبره اوسمهال وضعیت ارام دی او سیمه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده.

په ورته مهال د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نننۍ نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي، خو پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

8 COMMENTS

  1. د ننګرهار غيور ولس بايد همدا اوس تورخم ته ځانونه ورسوي او د افغان ځواکونو سره يوځای د پنجابي غلام پر ضد جهاد کې برخه واخلي.
    دعا کومه چې الله‌ج افغان ځواکونه کاميابه او سرفرازه کړي.
    مرګ د انګريز په جوړ شوي هېواد، مرګ د پنجاب په مرتد پوځ.

  2. د افغانستان د سرحدی ځواکونو قوماندان باید ډیر زیرکه او هوښیار اوسی، یو دم د احساساتو څخه کار وانخلی. کله چه پنجابیان غواړی ځمونږ د خاوری په موهیمو ځایو کی تاسیسات جوړ کړی، نو هغوی مخکی له مخکی خپل ځانونه حملی ته جوړ کړی وی، حتی خپل کماندویان او پوځیان یی د ملیشو په جامه کی راغوښتلی وی او په سمڅو کی د جنګ لپاره ناست وی، او ځمونږ سربازان یی مخکی له مخکی د اتومات راداره ماشینونو او ټوپکو په دایره او نشان کی راوستی وی.
    نو خپل سرحدی ښاغلی قوماندان صاحب ته خواست کووم، کله چه داسی حالات درک کوی چه کیدایشی څو ساعته بعد جګړه پیښه شی؟ نو سمدلاسه د افغانستان د وسله وال پوځ ته خبر ورکوه، چه ستاسو سره دنیږدی او وړاندی څخه پوځی قوی کمک وکړی، ځمونږ د سرحدی قطعاتو سره قوی او مجهزه وسلی نشته او نه یی قوی تریننګ اخستی دی.
    پنجابی دښمن د انګریز په چلونو او دوکو ګذار او حمله کوی، ځمونږ سرحدی سرباز شهید او زخمی کړی او بیا په سمڅو کی پټ ناست وی. وروسته چه یی مونږ تر حملی او شدیدو توپخانو لاندی نیسو په هغوی هیڅ تاثیر نکوی، ځکه د غلو پشانته پټ په سمڅو او سوړو کی ناست وی.
    پنجابی عسکر د ټینګی او جګړی نه دی خو ټول کارونه په دوکو او چلونو کوی.

    الله ج دي ځمونږ دغه شهید سرتیری وبښی، دوطن، ګرانی خاوری او د ټول ملت لپاره یی خوږ ځان قربانی کړو. زخمی شوو ورونو سرتیرو ته شفاه غواړم.

  3. د غني پټو معاملو څومره افغان زړور پوځيان تر خاورو لاندې کړل، جنرال زړور، جنرال رازق، نن دغه ځوانان قرباني دوی غيرت وکړو مګر غني به بيا هم معامله کوي بيا به د دوی وينو سودا کوي، د افغانستان په تاريخ کې د غني په څېر ناکام، مفسد، ډارن او معامله ګر ولسمشر نه دی تېر شوی.
    مرګ د پنجاب پر غلام پوځ او مرګ د پنجاب په معامله ګرو.
    شهيد جنتونه او تپيانو ته دې رب متعال بېړنۍ روغتيا په برخه کړي.

  4. وطنوالو سلاموعلیکم دا وطن د چوکیو خاوندانو نه دی بلکه دا زمونږ او ستاسی
    افغان غیور مات دی وطن ناموس دی معامله ګر دسولی تر مخه پنجاب ته پټ
    امتیازات منلی د خپل هیواد ساتنه فرض ده۰
    مننه

  5. زه د پښتو او پختو وېلو ځخه نفرت لرم ځکه چې ټول یې ددالرو سپي را وختل او دا ټول یې دتاند په مرداره بي ننګه بې ناموسه پآ ڼه کې یو ځای کیږي او خپل غول خوري ! ازغن تار په سر حد هیڅوک نه پریږدي خو غني فاسد او ملګرو یې پرېښود تف لانت د بیغیرته زامنو !

  6. امظلوم وروه زه پوهیږم چه ستا تبصره ستا د بیشانه درد احساس دی( دخپلو خلکو او خاوری سره).
    ښاغلی غنی یو بی ګونده، بی تنظیمه او بی ډلی ولسمشر دی، هغه خپلی انتخاباتی ژمنی او د افغانانو ځینی هیلی پوره کړی. هغه د انتخاباتو په لمړی ورځ ویلی وه چه ټول زندانونه به د طالیبانو څخه تش کړم، نن مونږ په سترګو وینو چه دغه وعده یی پوره کړه.
    ښاغلی غنی دا هم ویلی وه چه پاکستان به سر ټیټی کووم. لمړی یی دپاکسان ۵۰۰ میلون ډالره مرسته ونه منله، او هم یی د پاکستان هغه خواست چه افغان عسکر به په پاکستان کی ترینینګ شی و نه مانه. چه د ښاغلی غنی د دغو کارو سره پاکستان په کوردننه او دباندی ښه وشرمیدو. د پاکستان څخه د خوراکی موادواو سامان الاتو پر ځای یی هند، تاجکستان، ازبکستان، ایران، ترکمنستان او نور هیوادونه انتخاب کړل. د کالدرو چلښت یی تر یو اندازه بند کړه. ډیر قوی دوستی یی د هند سره شروع کړه، د هند ولسمشر یی نریدا مودی یی تر ټولو نیژدی ملکری دی.
    داچه په افغانستان ځینی پښتانه لکه همایون همایون، مطیع الله او نور په تلویزونو کی دښاغلی غنی پر ضد تورونه لګوی دا دوی د خپلی چوکی په لټه کی بدرد وای.
    لنډه دا چه د پاکستان سیاست دادی چه د سرحد دواړو خواوو ته پښتانه اوسیږی غواړی دغه پښتانه ورونه په جنګ واچوی چه که خداې ناخواسته د پښتنودغه جنګ و نښلی نو د پنجابستان پکی ډیر غټ خیر او ګټه ده. د پخوا څخه د افغانستان ولسونه او حکومتی مشران په سرحد کی خپلو عسکرو ته د جنګ اجازه نه ورکوی. د افغانستان اوسنی مشران که کرزی وه او که اوس اشرف غنی دی هیڅکله به د جنګ اجازه ورنکړی، کرزی پخوا او اشرف غنی اوس خپلو عسکروته قومانده کړیده چه فقط د پاکستان عسکر او پوستی په سرحد کی په شدیده توګه تر حملو توپخانو لاندی راولی، نه د سرحد خوا کی د پښتنو کلی او کورونه، ځکه په دغه کار سره د پنجاب حکومت ګټه کوی.
    مننه

  7. ښاغلی امظلوم وروه د تاند ویب پاڼی په هکله:
    تاند په هیواد دننه اودهیواده دباندی یواځینی معتبره او د پښتنو سوچه او سپیڅلی ځای او ویب پاڼه ده.
    تاند د پښتنو حجره اودیره ده. همدغه د تاند ویب پاڼه ده چه دپښتنو کلتور، ستونزی، اواز او نور کړه وړه خپلو ورونو، چارواکو او د نوری نړی غوږونو ته رسوی.

    تاند یواځینی پاڼه ده چه د تبصرو برخه یی تر ټولو ویب پاڼوغوره ده، زما د دقیقومعلوماتو په اساس ځمونږټول لوړپولی چارواکی په تیره بیا ښاغلی کرزی او ښاغلی غنی د دغی پاڼی ډیر لیدونکی اولوستونکی دی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب