جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ د پوهنې پر آمر وسله وال برید کې...

د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ د پوهنې پر آمر وسله وال برید کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ د پوهنې پر مدیر نن مازدیګر وسله وال برید شوی.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویلې، چې په دې برید کې د پوهنې آمر فضل الله په ګډون درې تنه ټپیان شوي او د یو تن وژل شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي وژل شوی کس د ننګرهار دپوهنې ریاست د نظارت غړی وو.

د پېښې علت لا نه دی معلوم خو د والي ویاند وایي، چې ولایتی ادارې امنیتي ځواکونو ته جدي لارښوونه شوې،چې قضیه په جدي ډول تعقیب او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. هر چا چې کړی د تعليم او افغانستان دښمن دی، په ننګرهار کې يو ځل بيا وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي او چارواکي کرار ويده دي يا د خپلو غلاوو نه خلاصېږي ترڅو د ملت ستونزې واوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب