جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست: په پنځو ولسواليو کې د ځنګلونو د بیا رغونې پروژې پیلېږي

خوست: په پنځو ولسواليو کې د ځنګلونو د بیا رغونې پروژې پیلېږي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د خوست ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ځنګلونو د جوړولو لپاره د بوټو کینولو کار پیلیږي.

د خوست د کرنې رئیس انجنیر حفیظ الله شاه نوري وايي چې دا نیالګي په قريه جاتو کې ځای پرځای کیږي چې ساتنې او روزنې وروسته به د سیمو په ځنګلونو کې کېنول شي.

خو په خوست کې لویه اندیښنه داده چې له تېرو دوو لسیزو راپدې خوا پدې ولایت کې ډیری شنه ځنګلونه وهل شوي او پاتې کمه برخه يې هم د له منځه تلو په حال کې ده.

د خوست والي محمد صديق پتمن پدې برخه کې سيمه ييز چارواکي په ناغيړۍ تورن کړل چې ګني پخپلو سيمو کې د ځنګل وهنې په مخنيوي کې پاتې راغلي.

هغه وويل د ولسوالیو ولسوالان بې تفاوته شوي او د ځنګل وهنې د مخنیوي پرځای خوبونه کوي.

د سيمې خلک هم ددې پروژو په تطبیق سره خوښي ښکاري او وايي چې له يوې خوا به ددوی غرونه په ځنګلونو وپوښل شي او له بل لوري به د غرييزو سیمو اوسېدونکو ته د عوایدو دوامداره سرچينې پیدا شوې وي.

په ورته مهال د کرنې ریاست او سیمه ییزو ځنګلوالو ټولنو ترمنځ یو تړون هم لاسليک شو، چې له مخې به يې یاده پروژه ددې ټولنو په واسطه تطبيقېږي او هم به دا ټولنې د ځنګل وهنې په مخنيوي کې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب