سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان: TTP په افغانستان کې پټنځایونو او عصري وسلو ته لاس رسی...

پاکستان: TTP په افغانستان کې پټنځایونو او عصري وسلو ته لاس رسی لري

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)  د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د اډو له قوماندانانو سره په کتنه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو پټنځایونو او عصري وسلو ته لاس رسی لري.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “په دې غونډه کې په ګاونډي هېواد (افغانستان) کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ورته ډلو ترهګرو ته د پټنځایونو او د فعالیت پر ازادۍ او د ترهګرو لپاره د وروستیو وسلو پر موجودیت خبرې وشوې. دا ټکي، په پاکستان پر امنیت د اغېزلرونکو اصلي لاملونو په توګه یاد شوي دي.”

د پاکستان پوځ ته نږدې خپرونې “ایکسپریس ټریبیون” هم د دغې غونډې په اړه د سرچینو په حواله لیکلي دي: پوځي سرچینو، په بلوچستان او پښتونوخوا کې د وروستیو ناکراریو اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان په کنټرولولو کې د افغان طالبانو بې کفایتي بللې ده.

په کابل کې د طالبانو رژیم د دغې په ردولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د امنیتي ستونزو پړه دې پر افغانستان نه اچول کیږي؛بلکې پاکستان کې دې وموندل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې که اسلام اباد د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستلو په اړه شواهد شریک کړی، نو کابل به اقدام وکړی.

1 COMMENT

  1. دا ټول د پاکستان بی کفایته او د امریکا مزدور پوځ پوچ فکرده اوسی غواړی چی په دی پلمه افغانستان کښی شل کاله نوره جګړه اوږده کړی د افغانستان دا بیسواده او خر ځیله طالب ته په کار ده چی ډیر مضبوط ځواب ورکړی دا یې وخت ده چی خینزیر له غاره ووځې او افغان ملت ته ثبوت کړی چی د ای اس ای سپی نده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب