Homeخبرونهد مومند په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر لوی مرکز برید...

د مومند په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر لوی مرکز برید شوی

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۶ مه) په پاکستان کې د ناامنیو په دوام کې د دولت وسله والو مخالفانو د مومند ولسوالۍ (پخوانۍ قبایلي ایجنسي) په مرکز غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر اډه برید کړی دی.

ځايي اوسیدونکي وايي چې په اډه کې یې د پر له پسې چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي او د اور لمبې ورڅخه پورته کېږي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

خو ټي ټي پي ویلي چې دوی نن سهار وختي د پوځ پر یوه لوی مرکز برید کړی دی.

د سیمې اوسیدونکو ځینو رسنیو ته ویلي چې سهار شاوخوا ۴ بجې ډزې او چاودنې بیل شوې چې لا هم روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...