په دين پوه کس هغه دی، چې د دين په افاديت، مقصديت او غايت خبر وي. عمومي ګروهه دا ده حې دينپوهنه له مذهبي متونو څخه د احکامو په راويستو کې مهارت درلودل دي. خو د احکامو راويستو پوهې پخواني اديان هم د انحراف په جاده ودرول او اوسمهال چې اسلام ته هم د احکامو د کڅوړې په سترګه کتل کېږي، دين ورو په ورو له زړونو او عقلونو واټن نيسي او د قانون شکل يې خپل کړی دی.
دين دوه برخې لري: يو شريعت او بل حکمت دی. په دین باندې چې قانون او شريعت غالب شي، بيا ترې هغه څه جوړېږي، چې پخوا ترې يهوديت او مسيحيت جوړ شول او اوسمهال اسلام له دې برخليک سره مخ دی. خو کله چې د دين خپل دروني حکمت او فلسفه غالبه شي، نو بيا د اديانو ابتدايي پېرونه زموږ مخې ته راځي. يهوديت موسی عليه السلام ته په نيژدې وختونو کې، مسيحيت عيسی علیه السلام ته په نيژدې وختونو کې او اسلام په نبوي، صحابي او تابعي دور کې تر نظر در تېر کړئ، بڼه به يې له هغه څه سره مختلفه يا کورټ مخالفه ووينئ، چې نن سبا يې شاهدان ياستئ. د دې وجه دا ده، چې په لومړيو دورونو کې حکمت د دين په شرعي برخه غالبه او حاکم و.
د دې يو مذهبي-تاريخي دليل هم لرو. عيسی عليه السلام ته يو بېل شريعت او قانون ور نه کړل شو، بلکې د شريعت په توګه په موسوي دين مامور شوی و او عيسی عليه السلام ته په انجيل کې يوازې د دين د حکمت برخه ورکول شوه. په دې چې تر دې دمه د دين احکام خو پاتې وو، مګر د دين روح او اصلي هدف ځپل شوي وو. نو عيسی عليه السلام خپل تبليغ په دې ټکو پيل کړ، چې زه د دين (شريعت) بدلولو ته نه يم راغلی، بلکې د حکمت خبرې مې درته راوړې دي. همدا وجه ده، چې په انجيل کې موږ د انسان دوستي، تحمل، صبر، رواداري او په يو مخ له څپېړې خوړلو وروسته د بل مخ د وړاندې کولو خبرې خو وينو، مګر د شريعت احکام نه پکې وينو او د دين اصلي روح همدا دی، چې له تورات وروسته په انجيل کې بيان شوی.
نن ورځ اسلام هم خپل اصلي روح او غايه له لاسه ورکړې او د احکامو يوه داسې ټولګه ګرځېدلې ده، چې سر او پای يې نامعلوم دي. خو دا چې د بل پيغمبر د راتلو امکان نشته چې يو ځل بيا د عيسی عليه السلام په څېر حکمت راته راوړي، نو د اوسني دور ويښ علما اړ دي، چې د اسلام رښتونی روح بېرته را ژوندی کړي.
د اسلام شريعت او حکمت دواړه په قرآن کريم کې بيان شوي دي، نو د دې لپاره چې په اسلامي شريعت هم پوه شو او د حکمت ژورتياوو ته يې هم ورسېږو، اړ يو چې په قرآن کريم ځان پوه کړو.
خو زموږ د ديني طبقې په تعليمي سيسټم کې د اسلام د حکمت تله له يوې لويې تشې سره مخ ده او ټول وزن د شريعت په تله ايښودل شوی دی. تاسو وګورئ چې زموږ ديني طبقه په دې پوهېږي، چې په قرآن کريم کې شاوخوا پنځه سوه د احکامو ايتونه دي، خو په همدې قرآن کې د حکمت د اياتو شمېر نه دی ور معلوم. په دې چې د دوی په تعليمي سيسټم کې ټينګار او تمرکز د احکامو يا شريعت په حصه کېږي.
زموږ د ديني طبقې تر ټولو مشهور نصاب «درس نظامي» دی. درس نظامي په اصل کې د دينپوهنې لپاره د اړينو فنونو او احکامو د زدکړې نظام دی. په دې معنا چې دا نصاب په دوو لويو کټګوريو وېشلی شو: د فنونو برخه او د احکامو برخه.
تاسو د درس نظامي درې واړه دورې په ژوره توګه د تحليل او تجزيې له غلبېل نه وباسئ، لاندې به ترې يوازې د فنونو خزانه او فقهي احکام ومومئ. په ټول درس نظامي کې به مو د دين د حکمت په تړاو يوه لنډه رساله يا ټولګه هم تر سترګو نه شي. په دې چې درس نظامي د دې لپاره ترتيب شوی وو، چې ملايان د قاضيانو او فقهاوو منصبونو ته وروزي او د دين په سر د دندو او پيسو د ترلاسي جوګه يې کړي.
بله مسئله د دې نصاب د تدريس شېوه ده. په دې شېوه کې تمرکز په دې کېږي، چې خپل طلبا څرنګه په دې برلاسي کړي، چې له مذهبي متونو څخه فقهي احکام را وباسي. هغه څه چې په دې تعليمي سيسټم کې يې تبحر بولي، همدا دی، چې متبحر شخص د مذهبي متن بحر ته ور کوز شي او يو نوی فقهي حکم ترې را وباسي.
هغه څوک چې له دغه ډول تعليمي سيسټم څخه فارغ وي، طبعا د دې تمه نه شو ترې کولی، چې د دين په روح او اساساتو دې پوه وي. البته دا تمه ترې حتما کولی شو، چې هره ورځ دې نوي، نوي احکام کشف او اختراع کړي.
ګرانه چې په ډېرو ساده ټکو يې درته ووايم چې افغانستان په ټوله مانا د پاکستان د آی ايس آی منګولو ته ورلوېدلی او دا کار امريکا او انګلستان کړی او افغانستان يې د پخوا په شان د خليلزاد له ليارې باجوه ته ورسپارلې او پاکستان يې اداره کوي.
تا ته ښه پته ده چې همدا پوځ او آی ايس آی د پنجاب په مشهورې او بدنامې هيرا منډي باندې چوپ دی، خو موږ ته شريعت او اسلامي نظام غواړي او زموږ پر ښوونځيو او پوهنتونونو د فحشاء تورونه پورې لګوي، خو د خپلې په فحشاء خونه باندې بيا چوپ دی دا ځکه چې هغه يې زور بادار ورته قانوني کړې ده چې هېڅوک يې مخه نيولی نه شي.