یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+د افغانستان او افغانانو تاریخي لرغونتوب

د افغانستان او افغانانو تاریخي لرغونتوب

لیکوال: دوکتور نور احمد خالدي

ژباړن: تمهید سیلانی

لعلزاده د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ باندي ملنډې وهي او یاد تاریخ تر پوښتنې لاندې راولي. آیا موږ ریښتیا هم پنځه زره کلن تاریخ لرو؟ واضحه ده چې هو، نننی افغانستان د پنځه زره کلونو تمدنونو او تاریخي سلسلو، لکه: پیشدادی، کیاني، اوستایي، ویدي، یوناني-باختري، ساکایي، کوشاني او یفتلي، بلا منازع وارث دی.

دا تمدنونه او سلسلې په ننني افغانستان کې غوړېدلي دي. یاد تمدنونه د فارس او د هند په نیمه وچه کې د واکمنو تمدنونو او سلسلو څخه په خپلواکه توګه موجودیت درلود. ایرانیان او هندیان نشي کولی پر دې تمدنونو دعوې وکړي، ځکه هغوی هم په هماغه وخت کې خپل ځانګړي تمدنونه او سلسلې درلودې.

دا یو حقیقت دی چې د اوسني افغانستان خاوره او  وګړي یې د فارس په لوېدیځ، د هندوستان په ختیځ او سویلي برخه کې او د ماورا النهر ترکستان په شمال کې پنځه زره کلن خپلواک تاریخ درلود. د بېلګې په توګه، په هغه وخت کې چې هخامنشیانو او مادانو په اوسني ایران او عراق کې واک ته رسېدلي و، د افغانستان په خاوره کې د بلخ او بخدي افسانوي سلسلې، لکه: پیشدادیان،کیانیان او همدارنګه یما او جمشید واکمني درلوده.

دغو افسانوي سلسلو له هخامنشیانو او د هغوی له تمدن سره هېڅ تړاو نه درلود، لکه څنګه چې یې د هند نیمې وچې د شپږ زره کلن تمدن او تاریخ سره هم هېڅ تړاو نه درلود.

همدې اساس ته په کتو سره، کله چې زردشت او اوستایي تمدن په افغانستان کې راپورته شو او وده یې وکړه، په فارس کې عیلامي تمدن واکمني درلوده او فارس مېشتي د دجلې او فرات د اسوریانو د تمدن یوه برخه ګڼل کېده. د لرغوني وختونو آریانا او باکتریا د افغانستان خاورې او خلکو پورې اړه لري. د سترو پوهانو په تأیید سره، د ویدي تمدن له ارغنداب او هلمند سیندونو څخه شمالي هند ته لېږدول شوی او هندي آریایي تمدن یې رامنځته کړی دی (راجیش کوشهار، د بنګلور د استروفزیک انستیتوت، هند). د آمو، مرغاب، او هریرود د حوزې تمدن (BMAC) ۱۶۰۰ کاله د میلاد څخه مخکې تاریخ لري.

نو لکه څنګه چې نننی مصر د نیل سیند د تمدن وارث ګڼل کېږي او عراق چې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو، د دجلې او فرات د تمدن وارث دی، همداسې نننی افغانستان د هغو تمدنونو وارث دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې په دې سیمه کې شتون درلود. هغه مهال چې په لرغوني فارس او اوسني ایران کې سلوکيانو واکمني درلوده، په ننني افغانستان کې د یوناني-باختري دولت واکمني درلوده. په همدې ډول، په فارس یا اوسني ایران کې دپارتیانو یا اشکانیانو  ۴۰۰ کلنه واکمني د یوناني-باختري دولت او وروسته د کوشانیانو د واکمنۍ سره په ننني افغانستان کې هم مهاله وه. په همدې اساس، د ساسانیانو واکمني په فارس یا اوسني ایران کې چې د ساساني خراسان استراپه یې هم رانغاړله (هرات هم پکې شامل و)، له یفتلیانو سره چې د افغانستان په پاتې برخو کې یې واکمني درلوده هم مهاله و. له همدې کبله، د افغانستان اوسني سرحدونه له میلاد څخه دمخکې دورو راهیسې تر ننه پورې په لویه کچه خپلواک تاریخي تکامل درلود، چې له فارس او هند څخه جلا دي او نننۍ افغانستان د دې تاریخي سلسلو مستقیم وارث دی.

په دې توګه، د افغانستان اوسني سرحدونه په پراخه کچه د میلاد څخه مخکې وختونو څخه تر نن ورځې پورې له فارس او هند څخه خپلواک تاریخي تکامل تجربه کړي دي، چې وارث یې ننی هېواد او افغانستان دولت دی. که د اسلامي دورې سلسلې په نظر کې ونیسو، د هرات د طاهریانو، د نیمروز دصفاریانو، غزنویانو، غوریانو، د شاهرخ د تیموریانو سلسله او بابر، ټولو د افغانستان له مرکزیت څخه واکمني کړې او پراخ نړیوال فتوحات یې کړي دي. چې هم مهاله، په شمال، لویدیځ او ختیځ کې نورې سلسلې او تمدنونه هم شتون درلودل. په همدې توګه، د هوتکي او ابدالي/دراني امپراتورۍ هم د یادولو وړ دي. له همدې امله، نننی افغانستان د دغو تاریخي سلسلو بلامنازع وارث دی او دا ټول د دې هېواد د تاریخي میراث یوه نه بېلېدونکې برخه جوړوي.

د خالق لعلزاد د بلې ادعا رد

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

«که د انګلیس دوه جګړې له فارس سره (1838-1857م) د هرات د محاصرې او اشغال لپاره نه وی شوې، نن به نه هرات موجود وی او نه هم افغانستان!» (لعلزاد، ص ۲)

خالق لعلزاد د کوم انګلیس-ایران جګړې په اړه خبرې کوي او دا مطلب یې له کوم ځایه اخیستی دی؟ د 1838م کال (!) جګړې په اړه په آزاد دایرة المعارف کې د ایراني تاریخپوهانو له خوا راغلي دي: «لومړۍ جګړه په ۱۲۵۴ هـ ق (۱۸۳۸م) کال کې وشوه، په داسې وخت کې چې محمد شاه د ایران پوځ هرات ته ولېږل او هغه یې کلابند کړ. د دې پېښې په تعقیب، ایران د برتانوي ځواکونو له جدي ګواښ سره مخ شو. په دې ترڅ کې، برتانیا د ایران د ګواښلو لپاره پنځه جنګي بېړۍ خارک ټاپو ته ولېږلې او دا ټاپو یې ونیوه.»

د ایران پوځ د ناچارۍ له وجهې په ۱۲۵۴ هـ.قکال یا د جمادی الثانی په ۱۸ (۸ سپتمبر ۱۸۳۸م) نېټه پرته له دې چې د هرات له محاصرې څخه کومه نتیجه ترلاسه کړي، لاس په سر شول او د بریتانیا ټول شرایط یې ومنل. د حاجي میرزا آقاسي کمزورتیا او د هغه ناپوهي په هغه وخت کې د ایران په ماتې کې لوی رول درلود… اوسنی افغانستان د انګلستان د پوځ لخوا د جیمز اوټروم په مشرۍ په دوه جبهه یي جګړه کې د ایران په سویلي ساحلونو یعنې د بوشهر تر څېرمه او د منځني رودونو په جنوب کې رامنځته شو. د دې جګړې پایله له هرات څخه د ایرانیانو وتل او د هغه نوي تړون لاسلیک کول و چې په هغه کې د ښار په اړه د دوی د ادعاوو څخه شاتګ او له سویلي ایران څخه د برتانیاوي پوځ وتل شامل و. (د ایران او انګلستان جګړې، ویکي پیډیا آزاد فارسي دانشنامه). اوس څرګنده شوه چې د ښاغلي لعلزاد د معلوماتو سرچینه ایرانی بیان دی، یعنې هغه بیان چې په هغه کې د ایران برید په هرات او د افغانستان د دولت د جوړیدو په اړه دی(!) دا هغه خبره وه چې موږ د دې نقد په لومړۍ برخه کې څرګنده کړې وه او اوس یې د ثبوت سند وړاندې شو.

خو آیا په رښتیا هم ایرانیان او انګلیسان په ۱۸۳۸م کال په جګړه کې ښکېل شوي و؟ حقیقت څه و؟ واقعیت دا دی چې په ۱۸۳۸م کال کې د پنځو انګلیسي بېړیو راتګ خلیج فارس ته د جګړې په معنا نه وه او په دې پیښه کې د یو ایرانی وینه هم تویې شوې نه ده! ډاکټر مهدي ابوالحسني ترقي د ایران د پوځ د ماتې لاملونه د هرات محاصره او فتحه کې داسې لیکي: «که روسانو له ایرانه ملاتړ کړی وی، پرته له شکه د ایران نظامي ځواک به بریالی شوی وی چې هرات ونیسي او د برتانوي هند پولو ته ګواښ وکړي او حتا دغه سیمه فتحه کړي، خو د افغانانو سرسخته مقاومت… د دې کار د ترسره کېدو مخه ونیوله… د ایراني قوماندانانو ناتواني، ناسم رهیریت او د هغوی غیر منظم بریدونه د هرات په محاصره کې د ناکامۍ لوی لامل و.”

انګلیسان د ایرانیانو متحدان و او د انګلیس وزیر مختار، سره له دې چي ایران سره د هرات پر برید مخالف و، د قاجاري پاچا ترڅنګ د هرات په شاوخوا کې خیمه وهلې وه او موجود و. هغه، وروسته له دې چې د ۱۴ میاشتو بې پایلې محاصرې او د زرو ایرانی او بهرنیو سرتیرو او افسرانو د تلفاتو شاهد و چې د هرات د خلکو د زړور مقاومت په پایله کې رامنځته شول، هڅه وکړه چې د ځوان قاجاري پاچا د بې عزتۍ او بې اعتباري مخه ونیسي. ځکه دا پاچا تازه پر تخت ناست و او له انګلیس سره یې په خلیج فارس کې ډېرې ګټورې سوداګریزې اړیکي درلودې. د همدې لپاره، انګلیسانو د پنځو بېړیو په لیږدولو سره، پرته له جګړې د ایران پاچا ته یوه پلمه برابره کړه چې د ایران د ناکامه پوځي محاصرې د ماتې توجیه وکړي او هغه ته یې دا موقع ورکړه چې له هرات څخه له لاس اخیستلو وروسته، تهران ته ستون شي.

که د هغه وخت د پنځو بېړیو راتګ د جګړې یو ګواښ وبولو، نو بیا د ایران د شرمناکې تسلیمۍ توجیه به څنګه وکړو؟ د ایران حکومت چې د یوه لوی پوځ او د روسانو دمستقیم ملاتړ سره سره ونه توانېدل چې د ۱۴ میاشتو محاصرې وروسته د هرات ښار ونیسي، ایا دا وړتیا به یې لرله چې ټول افغانستان اشغال کړي؟ ښاغلي لعلزاد څنګه دا هېرکړي دي چې د دې پوښتنې ځواب ایرانیانو څو کاله وروسته له هغه ترلاسه کړ چې د هرات په محاصره کې یې ماتې وخوړه؟

که د ایران پوځ د پنځو انګلیسي بېړیو په وړاندې پرته له دې چې یو ډز وکړي تسلیم شول، نو هغه ځواکمن انګلیسي پوځ چې له زروګونو سرتیرو، توپونو، توپخانو، فیلونو او فیلوانانو سره یو کال وروسته، په ۱۸۳۹م کال له دوو جبهاتو څخه پر افغانستان برید وکړ (د افغان-انګلیس دویمه جګړه)، داسې یوه درنه ماته یې وخوړه چې په ۱۸۴۳م کال کې یې له لوی یرغلګر پوځ څخه یوازې څو کسان پاتې و. له ۴۵۰۰ کسانو څخه چې له کابل څخه د جلال آباد او بیا د هند پر لور روان و، یوازې یو افسر د ډاکټر برایډن په نوم ژوندی پاتې شو (صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ص ۳۲۴). افغانستان ته بې دلیله د امپراتوریو هدیره نه دي ویلي. اوس ښاغلی لعلزاد بیا هم ادعا کولی شي چې ایرانیانو توان درلود چې هرات او ټول افغانستان اشغال کړي؟

په پورته بحث کې مو ثابته کړه چې د افغانستان خپلواک هېواد او دولت له اتلسمې پیړۍ څخه، په ځانګړې توګه د احمدشاه ابدالي (دراني) د پاچاهۍ له اعلان سره سم په ۱۷۴۷م کال د یو خپلواک افغاني هویت سره په نړیواله کچه د ایران، هندوستان او ترکيې له هویت څخه جلا ثبت شوی دی. دا حقیقت په سلګونو معتبرو تاریخي کتابونو کې د نړۍ ستر سیلانیانو، سیاستوالو، پوهانو، ډیپلوماتانو او د مشهورو جغرافیه پوهانو لخوا تایید شوی دی.

باید په یاد ولرو چې د میرویس خان هوتکي (غلزایي) له اقدام وروسته چې په ۱۷۰۹م کال کې یې کندهار د صفوي واکمن ګورګین خان له خونړۍ ولکې څخه آزاد کړ، په همدې سیمه کې د یوه خپلواک دولت بنسټ کېښود. هرات د عبدالله خان ابدالي په مشرۍ په بریالیتوب سره د فارس د صفوي واکمنۍ نږدې دوه سوه کلنې ولکې پر وړاندې د استقلال غوښتنې قیام وکړ او د ابدالیانو خپلواک حکومت یې په هرات کې جوړ کړ (۲۶ جولای ۱۷۱۷م). له ۱۷۴۷م کال وروسته، هرات د هغه خپلواک هیواد په سیاسي جغرافیه کې شامل شو چې نن ورځ افغانستان نومیږي.

سربېره پر دې، شاه زمان له ایران څخه غوښتي و چې د خراسان ولایت چې د ایران تر ادارې لاندې و، افغانستان ته وسپاري. همدې هدف ته د رسېدو لپاره، کامران میرزا د هرات حاکم، د شاه زمان په لارښوونه کله نا کله د خراسان د الحاق لپاره پوځيان لیږل (۱۸۳۵-۳۶). په پای کې، په احتمالي توګه د ۱۲۵۲ ق کال په وروستیو کې یو تړون د هرات حاکم کامران میرزا او د محمدشاه قاجار ترمنځ لاسلیک شو، په دې تړون کې کامران میرزا ژمنه کړې وه چې له نښتو، جګړو او د ایرانیانو د اسیر کولو څخه به لاس اخلي، د ایران د شاهنشاه رعیت ته به زیان نه رسوي او د ایران د خراسان په سرحد کې به ګډوډي او بغاوت نه کوي.

ددې تړون پر وړاندې د ایران دولت هم ځینې ژمنې منلې وې، چې په هغو کې د ایران د شاه لخوا له کامران میرزا سره د ورورګلوي چلند، د ایران د دولت د چارواکو له لوري د هرات په چارو کې مداخله نه کول او د هرات د چارو  واک خپله هراتیانو ته پرېښودل، شامل و. سربیره پردې، د غوریانو قلعه به شیر محمدخان ته وسپارل شي، د ایران شاه به هرات ته پوځ نه لیږي او خپلو اتباع به منع کوي چې د دې صوبې پر وړاندې پوځيان واستوي. د ایران په غوښتنه، د انګلستان دولت د دې تړون د ښه تطبیق  دناظر په توګه ټاکل شوی و (نصیری مقدم، ۱۳۷۴، ۳۳-۳۴).

ایرانیانو د کامران میرزا او انګلیسانو سره د توافقاتو برعکس، له فرانسویانو سره ژمنه کړې وه چې د روسانو په مرسته به هرات ونیسي او ناپلیون ته به یې وسپاري. همدارنګه، دوی پلان درلود چې په هرات کې ۴۰ زره کسیز ځواک ځای پر ځای کړي او د فرانسې مرسته وکړي (محمود محمود، ۱۳۴۴، ج ۱، ۷۷-۷۰؛ دوما، ۱۳۶۱، ۶۷-۶۲). په همدې اساس، محمد شاه قاجار پرېکړه کړې وه چې پر هرات برید وکړي. په دې وخت کې د انګلیس د استازو هڅې د دې لپاره چې د محمد شاه له پریکړې څخه مخنیوی وکړي، بې نتیجې پای ته ورسېدې، ځکه چې له یوې خوا محمد شاه په شخصي توګه غوښتل چې هرات یوې خواته کړي او له بلې خوا هغه د روسیې د استازي لخوا ددې پوځي یرغل لپاره هڅول کېده.

دا دریځ د بریتانیا استازي مستر الیس د جولای په اتمه نېټه خپل راپور کې لرد پالمرستون ته روښانه کړې وه. په دې راپور کې د بریتانیا استازی څرګندوي: «د روسیې دولت او د هغوی استازي شاه ته د هرات په لور د پوځ دلېږدولو هڅونه کوي. په مخکینو راپورونو کې مې د ایران دولت ته د سولې د ساتلو په اړه خپل یادښتونه وړاندې کړي دي، خو د روسانو ټینګار بالاخره جګړې ته لاره هواره وي.» په وروستۍ مذاکره کې چې د حاج میرزا آقاسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر، میرزا مسعود، په حضور کې ترسره شول، ما هغوی ته یادونه وکړه چې د افغانستان پر لور د ایران د دولت د پوځیانو لیږل به د ایران دولت د انګلستان د ناخوښۍ او غوښتنو ته نه پاملرنه په ډاګه کړي.

رسېدلې معلومات ښيي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، میرزا مسعود، د روسیې د دولت له پروژې څخه ملاتړ کاوه. هغه لیکلي: «یوازې دا نه و چې «سیمونتیچ» (د روسیې استازی) شاه ته د هرات د نیولو هڅونه او تشویق کاوه، بلکې هغه چمتو و چې په ځینو پوځي خدماتو کې په شخصي توګه ګډون هم وکړي.»

ښاغلي الیس چې د انګلستان د حکومت استازی و په 1836م کال د فبرورۍ په میاشت په تهران کې شاهزاده کامران میرزا ته د هرات په اړه پخپل لیک کې لیکلي دي: «د برتانیې لویه امپراتوري غواړي او خپل نفوذ به په دې برخه کې وکاروي ترڅو په دغه سیمه کې سوله او امنیت وساتي. د برتانیا حکومت چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او اړیکو له امله تل دا هیله لري چې د هغه ځای حالت آرام او ښه وي. زه تاسو ته یادونه کوم، لکه څنګه چې ما شاه (محمد شاه قاجار) ته د جلسې پر مهال یاده وکړه چې باید په ختیځ ایران کې سوله وساتئ او له جګړې ډډه وکړئ. په دې اړه د ایران چارواکو موږ ته ژمنه کړې ده.» (مستر مک نیل)

د انګلستان د حکومت هڅو او د کامران میرزا د استازي اقداماتو د محمد شاه په اراده کې خنډ را نه وړ او په پای کې د قاجار محمد شاه ایرانی پوځ د هرات پر لور لښکر کشي وکړه او له تهران څخه وخوځېدل. د ایران د پوځ یرغل د هرات د نیولو لپاره په 1836 میلادي کال د نومبر په 20مه نېټه پیل شو. په دې یرغل کې لسګونه زره سرتېري، توپخانې او پوځي تجهیزات شامل و. دغه برید د غوریان پر ولسوالۍ وشو چې د افغانستان او ایران په پوله کې موقعیت لري. دغه یرغل د قاجار محمد شاه په مشرۍ پیل شو او د ایران لوی پوځ وتوانېد چې د غوریان د کوچنۍ کلا مدافعینو مقاومت د درې ورځينۍ شديدې جګړې وروسته مات کړي، کلا یې ونیوله او بشپړه یې ویجاړه یې کړه. ورپسې دغه پوځ د هرات په لور حرکت وکړ.

یو انګلیسي جاسوس چې پاتینجر نومېده او د آس د تاجر په توګه هرات ته تللی و، په خپل راپور کې د هرات په اړه لیکي: «هرات د افغانستان په تر ټولو معتدله سیمه کې موقعیت لري، چې هر ځای کې د بید او سپیدار ونې ښکاري. بهېدونکې اوبه د شاړو او شاوخوا کلیو کرنیزې ځمکې خړوبوي.” دغه ښار د خښتو په یوه لوړه کلا کې محصور و چې په هر څلور ګوټ کې یې یو لوی دفاعي برج او د هغو تر منځ کوچني برجونه ځای پر ځای شوي و. دغه کلا د 60 فوټو په لوړوالی د یو کندې پر سر جوړه شوې وه. د دې کلا د بهرنۍ برخې په ښکته اړخ کې دوه پټ تونلونه یو پر بل جوړ شوي و، چې د لاندې تونل په وړاندې کنده کندل شوې او خاوره اچول شوې وه. که څه هم کنده ډېر پراخه نه وه، بیا هم هېچا نشوی کولی چې د دواړو خواوو له سراشیبۍ څخه ورته لاسرسی پیدا کړي.» (پاتینجر، 1379، 52) د روسیې استازی په دې اړه لیکي: «هغه کلا چې د امیر ماڼۍ په کې موجوده وه، کوم ځانګړی اهمیت یې نه‌ درلود. د ښار کورونه د هغو دیوالونو په سیوري کې و چې د توب په ګولۍ سره به بشپړه توګه ویجاړېدلی شو.» (سیمونیچ، 1353، 146)

د برتانیا د حکومت لخوا ماک نیل ته لارښوونه وشوه چې د ایران د حکومت له اقداماتو څخه د خپل حکومت اعتراض او مخالفت په جدي توګه محمد شاه او د ایران چارواکو ته ورسوي. په همدې موخه سرهنګ سټوارت له شاهروده د محمد شاه پوځ ته چې د هرات په شاوخوا کې مېشت و، واستول شو ترڅو د ایران پاچا ته پیغام ورکړي. په دې پیغام کې برتانیا د هرات پر ضد عملیات د هند لپاره ګواښ ګڼلی و او یادونه یې کړه وه چې دا اقدام د هغه تړون د مواردو پر خلاف دی چې د ایران او انګلستان تر منځ د مودت په نامه لاسلیک شوی و.

په همدې وخت کې د برتانیې استازي یادونه وکړه چې د اعتراض په توګه پنځه انګلیسي کښتۍ د فارس خلیج ته رسیدلي او د خارک ټاپو هم د انګلیسي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. په دې توګه، انګلیسانو د پنځو کښتیو په لیږلو سره د ایران شاه ته پلمه په لاس ورکړه چې د څوارلس میاشتني ناکامو عملیاتو او د هرات د محاصرې د پای ته رسولو توجیه وکړي او خپله رسوایي په فارس خلیج کې د برتانیا د کښتیو د حضور په بهانه پټه کړي.

دوکتور مهدي ابو الحسني ترقي د هرات په محاصره کې د ایراني پوځ د ماتې لاملونه په دې توګه لنډیزوي: «که د روسانو له مرستې او ملاتړ څخه ایران برخمن شوی وی، پرته له شکه د ایران پوځ به بریالی شوی وی چې هرات ونیسي، د برتانوي هند پوله وګواښي او حتی دا سیمه فتحه کړي. خو د افغانانو کلک مقاومت … د دې کار د ترسره کېدو مخه ونیوله.» د ایرانی قوماندانانو ناتواني او ناسم رهبریت او د دوی ګډوډ بریدونو د هرات په محاصره کې د ناکامۍ مهم عوامل و. دا د هغه وخت د واقعتونو یوه برخه وه، خو په حقیقت کې … ایراني چارواکو د تزاري روسیې پر ژمنو او وعدو اتکا وکړه او کله چې د ایران پوځ ملاتړ ته اړتیا درلوده، روسیې د هغوی ملاتړ ونکړ، چې د دې حرکت د ناکامۍ اصلي لامل وګرځېده… د ایران حکومت حاجي خان بهادر جنګ، چې د هرات په جګړه کې د ایران د پوځ قوماندان و، له خپلې دندې ګوښه کړ» (ډاکټر مهدي ابوالحسني ترقي، چې د تهران د سیاسي مطالعاتو او څیړنو د موسسې، پایگاه جامع تاریخ معاصر ایران). توجه وکړئ، لږ تر لږه دا لیکوال، برعکس د ډېرو نورو ایراني تاریخ‌لیکوونکو، د برتانیا د پنځو جنګي کښتیو ګواښ د بوشهر بندر په وړاندې د ایران د نږدې ۱۴ میاشتو جګړې او محاصرې وروسته د هرات په شاوخوا کې د ماتې لپاره پلمه نه ګڼي!

د ایران او بریتانیا دویمه جګړه چې لعلزاد یې په ۱۸۵۶ کال د پېښېدو ادعا کوي، کومه جګړه ده؟ له ۱۸۳۸ کال څخه وروسته، کله چې محمد شاه قاجار په هرات کې له ۱۴ میاشتنۍ محاصرې وروسته ماتې وخوړه، هغه ګواښ کړی و چې پر هرات به بیا برید وکړي. په دې اړه موږ بیا هم د ایراني سرچینو له لارې (دانشنامهٔ آزاد) کې لولو چې: «د بریتانیا بیا برید د ۱۲۷۳ هجري قمري کال (۱۸۵۶ میلادي) په لومړیو کې د ناصرالدین شاه د واکمنۍ پر مهال رامنځته شو. د ایران پوځيانو هرات… محاصره کړ. په همدې پلمه برتانوي ځواکونو پر جنوبي ایران برید وکړ… د برتانیا د سمندري ځواک د فشار او د هغې د وروستۍ غوښتنې له امله، ایران مجبور شو چې د هرات محاصره پای ته ورسوي، چې په پای کې په ۱۸۵۷ کال د مارچ په میاشت کې د پاریس د تړون په لاسلیک کولو سره په پاریس کې سوله ټینګه شوه.»

«دې موضوع په تدریجي ډول له ایران څخه د افغانستان د جلا کېدو مقدمات برابر کړل، تر دې چې په ۱۲۷۳ هجري قمري کال کې له ایران څخه جلا شو.» (اخیستل شوی له کتاب اطلاعات عمومی پیام، شابک: 978-964-8481-03-7). واقعآ د ایرانیانو سپین سترګيتوب حد او حدود نلري. له یوې خوا دوی خپله لیکي چې په دوو جګړو او د هرات په محاصره کې او د ۱۸۳۸ او ۱۸۵۶ میلادي کلونو په بهیر کې مجبور شول چې شاتګ وکړي. خو په عین حال کې وایي چې په پایله کې افغانستان له ایران څخه جلا شو! هرات، چې د افغانستان تر ټولو زیات لوېدیځ‌ طرف ته پروت ښار دی، له ایران سره په ۱۰۰ کیلومتري سرحد کې پروت دی.

که ایرانیانو هرات پخپل قلمرو کې نه درلودی، نو څنګه ټول افغانستان دوی پورې اړه درلوده چې اوس جلا شوی دی؟ ایا د نادرشاه افشار تر وژل کېدو وروسته، په ۱۷۴۷ میلادي کال کې، کله چې احمدشاه دراني په کندهار کې خپله پادشاهی اعلان کړه چې د افغانستان د خپلواک دولت د جوړېدو تاریخ ګڼل کېږي، کوم ایراني واکمن په افغانستان کې واکمني درلوده؟

په داسې حال کې چې د زمانشاه تر واکمنۍ پورې خراسان د افغانستان تر واک لاندې و، مراجعه وکړئ د جورج فورستر سفرنامې ته (۱۷۸۹م). له همدې امله، د ۱۸۵۷م کال د مارچ له ۴ نېټې یعنې د پاریس له تړون څخه ۱۰۹ کاله مخکې، هرات د افغانستان د قلمرو برخه وه او افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه شتون درلود. دا چې ایرانيان په دې تړون کې رسماً له افغانستان څخه د خپلې واکمنۍ ادعا پرېږدي، د افغانستان له ایران څخه د بېلتون په معنی نه ده، بلکې د هغه وخت د موجوده واقعیت رسمي منل دي. ددې تړون په شپږمه ماده کې ویل شوي دي: «… اعليحضرت ژمنه کوي چې له دې وروسته به د افغانستان په داخلي چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي.» (صدیق فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ۱۳۵۸، نولسم چاپ، تهران، ص ۳۴۲)

دا سند همدارنګه تاییدوي چې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د افغانستان د سیاسي واحد د جوړېدو ادعا بلکل بې‌اعتباره ده، ځکه ایرانيانو ۲۳ کاله مخکې د افغانستان د خپلواک دولت شتون منلی و. په لنډ ډول، انګلیسانو دوه اړخیز اهداف د افغانستان په وړاندې خپل کړي و. له یوې خوا، دوی پوهېدل چې تر هغه وخته پورې چې یو موټی او متحد افغانستان د دراني حکومت تر واک لاندې وي، د افغانانو له لوري د هندوستان د یرغل خطر تل موجود و او د انګلستان د پلانونو عملي کېدل ناشوني و. خو له بلې خوا، د یو کمزوري مرکزي حکومت لرونکی افغانستان چې د انګلیسانو ملګری وي، ضروري وه. ترڅو پر هندوستان د ایران او افغانستان له لارې د ناپلیون او د تزاري روسيې د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

دا دریځ چې د انګلستان له مستعمرو د ساتنې لپاره و، د هغوی د لوی استعماري سیاسي لوبې وضاحت کوي، خو هېڅکله دا معنی نه لري چې د افغانستان د خپلواک دولت او هېواد شتون د انګلستان مرهون دی. برعکس، انګلیسانو له پيله دا غوره بلله چې افغانستان هم د برتانوي هند د امپراتورۍ برخه شي، خو وروسته له دې چې یې د افغانستان او انګلیس دوو جګړو کې (۱۸۳۸-۱۸۴۲م او ۱۸۷۸-۱۸۸۰م) په دې هدف کې ناکامي ولیده، اړ شول چې افغانستان د هند برتانوي او تزاري روسیې ترمنځ د یوې حایلې سیمې په توګه د یو د فکتو بدیل په توګه ومني. ایران پخپله د دې وړتیا نه درلوده چې افغانستان او برتانوي هند ته کوم جدي خطر پېښ کړي، خو د تزاري روسیې او ناپلیون سره په اتحاد کې دا خطر موجود و.

د دویمې برخې پای

د افغانستان له تاریخ څخه دفاع: د خالق لعلزاد د جعلیاتو ته رد

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب