سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپخواني ولسمشر حامد کرزي د هیواد د ستونزو د حل کولو لپاره...

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هیواد د ستونزو د حل کولو لپاره د نجونو او هلکانو زده کړه ضروري وبلله

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې په ټول هېواد کې د واکسین د کمپاین د تطبیق لپاره ښه شرایط برابر کړي.

حامد کرزي پرون (شنبې) په یوه پیغام کې، چې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) یې خپور کړ، یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

ده په ​​هیواد کې له بېوزلۍ، ناروغۍ او نورو ننګونو سره د مبارزې لپاره د تعلیمي موسسو پر اړتیا، چې نجونې هم پکې شاملې وي، ټینګار وکړ.

پخواني ولسمشر د سواد او پوهاوي ټیټه کچه په هېواد کې د روغتیايي ستونزو لوی علتونه په ګوته کړل.

ده د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي ځکه چې دا پر دغو ستونزو د لاسبري لور ته مهم ګام دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس محوه شوي نه دي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له هلوځلو سره سره په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان هم د ۱۸ مثبتو پېښو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب