سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، هیواد ته یې د فیض...

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، هیواد ته یې د فیض حمید د چایو پیاله ګرانه تمامه شوه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پرون (شنبې) د عمران خان پخوانی حکومت د خپلو امنیتي ناکامیو له امله وغانده او ویې ویل چې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو په مهال غلطو اقداماتو په بلوچستان کې د ترهګرۍ په وده کې مرسته کړې ده.

ډار، چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر هم دی، ادعا وکړه چې هغه پاکستاني وسله وال طالبان خوشي شول چې د اشرف غني حکومت د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې نیولي وو. دا کسان اوس په بلوچستان کې د ترهګرۍ اصلي طراحان دي.

 ډان ورځپاڼې د اسحاق ډار له قوله ویلي چې هېواد یې د چای د هغې پیالې بیه پرې کوي چې فیض حمید د کابل په سرینا هوټل کې څښلې وه. ښاغلي ډ‌ار په داسې حال کې د آی ایس ای پر پخواني مشر نیوکه وکړه چې په تیرو څو اوونیو کې په بلوچستان ایالت کې په ترهګرو بریدونو کې د ۱۴ پاکستاني امنیتي پرسونل په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

بلوچ بیلتون غوښتونکي بیا پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۳۰ تنه ښيي.

کله چې پوښتنه وشوه چې ایا ډګر جنرال حمید د کابل د سفر لپاره د هغه وخت له صدراعظم عمران خان څخه اجازه اخیستې وه؟، ډار وویل، «دا به ډېره ګرانه وي چې ووایم هغه دې د صدراعظم له اچازې پرته تللی وي. موږ نن له امنیتي ادارو سره په مسلو کار کوو، دا کارونه د صدراعظم له اجازې پرته ممکن نه دي.»

فیض حمید د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو څو اوونۍ وروسته کابل ته لاړ او لومړنی بهرنی چارواکی و چې د اشرف غني د حکومت له پرزېدو وروسته کابل ته لاړ. په کابل کې د ده د هستوګنې په شاوخوا یوه اوونۍ کې له ارګ څخه د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ کښته شو او د ملاحسن په مشرۍ د طالبانو د حکومت سرپرسته کابینه اعلان شوه.

2 COMMENTS

  1. د چاى د پیاله کثافات کوم چې، افغانستان ته راوړل سول اوس هم افغانستان کې د ګنده او بدرنګه ډیران په څیر د پنجاب برنامي پیاده کوي.

  2. اصل کی دغی پیالی پاکستان ته د غرب څخه د افغانستان په ضد د پروژو اخیستل ستوزمن کړل او اوس حیران دی چه نړی بیا په څه غلطه کړی چه پیسی تر وشکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب