سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو...

پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) په “خوست” ولایت کې ځايي سرچینې وايي، پر دیورند کرښه د پاکستاني پوځیانو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه له څو ساعتونو وروسته پای ته رسېدلې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه شخړه تېره شپه د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ونښته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوری ادعا کوٍي چې د نښتې لامل په دې سيمه کې د طالبانو له خوا د امنيتي پوستو جوړول و.

څرګنده نه ده چې پاکستانی لوری، چې په خپله یې په یو اړخیز ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې ازغن سیم نصب کړی او بې شمېره پوستې یې جوړې کړي، ولې د افغانستان له لوری د پوستو له جوړېدو سره مخالفت کوي.

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو پر اساس د ۵ پوځیانو ټپي کېدا تایید کړې او ویلي چې دوه یې مرګي حاله دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی خو په افغانستان کې ځینو سرچینو اعلان کړی چې په دې جګړه کې د طالبانو یو امنیتي سرتېری وژل شوی او پنځه پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې په خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې “پر افغان خاوره هر ډول یرغل ته ځواب ورکړي”.

قانت دا خبره د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او سرحدي ځواکونو سره په کتنه کې وکړه او ویې ویل چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره تېرى وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوې ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب