سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeسپورتد افغانستان او نیوزیلنډ لومړنۍ ټیستلوبه

د افغانستان او نیوزیلنډ لومړنۍ ټیستلوبه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې سبا (دوشنبه) په لومړنۍ ټیست مسابقه کې له یو بل سره مخامخ شي.

دا سیالي، د افغانستان په کوربه توب د هند په ګرېټر نویدا لوبغالي کې کېږي.

د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلو تر دې وړاندې په خپل منځ کې ټیست سیالي نه ده کړې.

افغانستان په تېر نړیوال شل اوره جام کې نیوزیلند ته ماته ورکړه خو دې ته په کتو چې د افغانستان ټیم له ۲۰۱۷ څخه، چې د کرکټ نړیوالې شورا د ټیستلوبو ټیمونو په کتار کې راوستی، یوازې څو ټیست سیالۍ کړي، نیوزیلنډ په دې فارمټ کې ډېره تجربه لري.

د افغانستان او نیوزیلنډ ټیستلوبه به د افغانستان د ماښام په شپږ نیمې بجې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب