سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهامریکا له تاجکستانه مننه وکړه چې د افغانستان الوتکې طالبانو ته نه...

امریکا له تاجکستانه مننه وکړه چې د افغانستان الوتکې طالبانو ته نه سپاري

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحدوایالتونو سفارت د تاجکستان له حکومت څخه په دې مننه وکړه چې د افغانستان د پخواني حکومت الوتکې او څرخکې یې طالبانو ته نه دي سپارلی.

د امریکا سفارت، چې د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي، دا هم روښانه کړه چې دا الوتکې او څرخکې د متحدوایالتونو د پوځ دي او د هغو د برخلیک په اړه له تاجکستان سره خبرې روانې دي.

تر دې مخکې تېره د اګست میاشتې په وروستیو کې د امریکا متحدوایالتونو او ازبکستان موافقه وکړه چې د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي هیلي کوپترونه او الوتکې ازبکستان ته پرېېښودل شي.

په ازبکستان کې د متحدوایالتونو سفیر جاناتن هنیک ازبک کان خبري اژانس ته وویل چې متحدایالتونه او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

خو د طالبانو حکومت د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ چې ازبکستان ته د افغانستان د هوايي ځواک تښتول شوې الوتکې دې په ازبکستان کې پاته شي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سنبلې په شپږمه پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته یوازې دومره ولیکل چې دا پرېکړه د منلو نه ده.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، افغان پېلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي څرخکې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې چې لا هم په دغو دوو هیوادونو کې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۱ په اګست کې ۴۶ الوتکې ازبکستان او ۱۸ نورې تاجکستان ته وتښتول شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب