سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهمک کال: د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه

مک کال: د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو او زلمي خلیلزاد تر منځ د دوحې هوکړه د افغانستان د جمهوري حکومت پر ضد یو ګوزار و.

مایکل مک کال وویل، د دوحې هوکړه، چې د ده په وینا د افغانستان د حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ، د زلمي خلیلزاد تېروتنه وه.

ده د امریکا سي بي ایس تلویزیوني شبکې ته په مرکه کې وویل، خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې وکړې او د افغانستان حکومت ته یې شا واړوله. دا د هغوی پر مخ څپېړه وه او د دوی روحیه یې خرابه کړه.»

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په دې مرکه کې چې پرون (یکشنبې) خپره شوه، وویل، له افغانستانه وتلو د امریکا لپاره نړیوالې منفي پایلې لرلې.

هغه وویل، «د افغانستان د حکومت له پرزېدو دوې میاشتې وروسته، پوتین پر اوکراین یرغل وکړ او له پیکینګ سره یې بدورغه ايتلاف جوړ کړ چې ارام سمندر ګواښي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په میاشت کې چین ته سفر وکړ او له شي جین پینګ سره له لیدنې وروسته یې وویل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیکې همکارۍ لا پیاوړې کړې دي.

مک کال دا خبره رد کړه چې ګنې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د ده له لوري څېړنې سیاسي انګېزه لري، ویې ویل چې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به په دې اړه پلټنې وکړي.

مک کال، چې د ټرمپ په شان د جمهوریپال ګوند غړی دی، زیاته کړه چې بایډن او ټرمپ دواړو غوښټل چې له افغانستان څخه ووځي، خو د ټرمپ وتل مشروط و، مګر بایډن بایډن بې له دې چې د افغانستان وضعیت په پام کې ونیسي، ځواکونه وایستل.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه نن (دوشنبه) له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازی زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې هغه ادعا رد کړه چې وایي، د امریکا پوځ له طالبانو سره د امریکا د وتلو او د سولې له خبرو خبر نه و.

خلیلزاد وویل، هغه مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر د دوحې له خبرو څخه په بشپړه توګه خبر و او د هغه استازی په خبرو اترو کې شامل و.

مکال وویل، طالبانو د داعش ډلې زرګونه غړي د بګرام له زندانونو خوشي کړي دي.

متحده ایالات او اروپا داعش، په ځانګړې توګه د خراسان څانګه، د دغو هیوادونو او نړۍ امنیت ته ګواښ بولي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان دَ جمهوری حکومت آه نسکوریدو پوره ٦ مياشتي او یوه هفته وروسته يعني دَ ٢٠٢٢ کال دَ فبرورۍ په ٢٤ نېټه ر.سیې پر اوکراین یرغل وکړي.
    خو په دې خبر کي دَ طالبانو له واک ته رسیدو دوه مياشتي وروسته روسیې پر اوکراین یرغل وکړي.
    نه پوهیږم تیروتنه دَ چا ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب