ټولنه او وګړي د يو و بل دي.
نه بې وګړو ټولنه جوړېږي او نه بې ټولني وګړي شته.
د ټولني ښېګڼي او بدګڼي د ټولو وګړو دي.
که وګړي غواړي، چي يـوه پرمختـللې، ارامه او سالمه روزل شوې ټولنه ولري؛ بايد د خپلي ټولني د پرمختګ لپاره سالم فکر او مثبت احساس ولري.
څنګه چي د لوستي او نالوستي انسانانو توپير شته؛ همداسي يوه لوستې او نالوستې ټولنه فرق لري.
په کومه ټولنه کي چي له ليک، لوست، قلم، کتاب او مطالعې سره اشنايي وي؛ هغه ټولنه به هرو مرو د ژوند په ډېرو چارو کي تر نورو پرمختللې او د نورو له احتياجه خلاصه وي.
سم لوري ته د ټولني رهبري د يوه/څو کسانو دنده نه ده؛ دا د هر وګړي وظيفه او مسؤليت دی.
وګړي پر ټولنه او ټولنه پر وګړي حق لري.
ښوونيزي ادارې بايد د ښووني تر څنګ د زدکوونکو پر سالمه روزنه هم ډېر کار وکړي.
افکار او اذهان داسي وروزي، چي هر وګړي ته د خپلي ټولني د پرمختګ او ښه سمون فکر ورکړي.
داسي احساس بايد ولري، چي يوازي د ځان نه؛ بلکي د نورو د خير فکر هم ورسره وي.
وګړو ته بايد داسي فکر ورکړو، چي خپل او د بل حق وپېژني.
چي روزنه نه وي، يوازي ښوونه ټولنيز درد نشي دوا کولای.
فقط په ليکلو، يادولو او لوستلو څه نه جوړېږي.
که سالمه او باثباته ټولنه غواړو، بايد سالم ښوونيز او روزنيز نظام او سيسټم ولرو.
سالمه ښوونه او روزنه وګړو ته سالم فکر ورکوي، چي د ټولني او بشر په خير او ګټه وي.
چي افکار اصلاح نشي او مثبته وده و نه کړي؛ تر هغو د ټولني اصلاح او ترقي هم نه کېږي.
که سالمه ښوونه او روزنه نه وي، افکار به کنګل او ټولنه به همداسي جامده او ساکنه پاته وي.
په کنګلو افکارو نه نوښت کېږي او نه پرمختګ.
جامد افکار، ټولنه هم جامده ساتي.
سالمه ښوونه او روزنه، سالمه او باثباته ټولنه جوړوي.