سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر د بامیان محصلانو ته په وینا...

د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر د بامیان محصلانو ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري، د بامیان پوهنتون د محصلانو د فراغت په مراسمو کې په افغانستان کې د ملی یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.

ده وویل: «د افغانستان ځوان او لوستی نسل په دې وضعیت کې جدي مسوولیتونه لري، نو دا باید د ساینس او ټکنالوژۍ مخکښ وي او د ملي یووالي په پیاوړتیا ټینګار وکړي.»

نظري زیاته کړه: «په هیواد کې جګړه پای ته رسیدلې او افغانستان خپل ملي حاکمیت لري، خو نرمه جګړه روانه ده او دښمن نرم او ځیرک (سمارټ) جنګونه پیل کړي دي، نو دا د ځوان نسل دنده ده چې دښمن ته اجازه ورنه کړي چې د دې هیواد خلک له دننه څخه ویجاړ کړي.»

د طالبانو د حکومت د اقتصاد مرستیال وزیر وویل: “موږ باید د دې جګړې پر وړاندې خپل تاریخي، ملي او هویتي معلومات وکاروو او خپل هېواد خوندي کړو.”

ښاغلي نظري د خپلو خبرو په دوام کې وویل: “د ملي یووالي پیاوړتیا د تعلیم یافته ځوانانو دنده ده، او موږ له چارې څخه په استفادې تر ټولو لویو زیرځواکونو ته ماتې ورکړه، او اوس دښمن اراده لری چې د بې اتفاقۍ په خپرولو سره زموږ ملي یووالی له منځه یوسي.”

نظري همداراز وویل: «که موږ خپل ملي یووالی پیاوړی کړو، هیڅ پراختیاغوښتونکی دښمن افغانستان نیولی نه شي.»

عبداللطیف نظري د طالبانو په حکومت کې یوازینی جګپوړی هزاره دی. ده د تهران له پوهنتونه په سیاسي علومو کې دوکتورا اخیستې ده او د ۲۰۲۱ د دشمبر له ۲۶ څخه د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دی.

1 COMMENT

  1. د دغه هوښیار ، باشعوره هزاره افغان بلا دې پرملا خرپټ ، ملا باقي ، ملا حسن ، ملا نډیم ، ملا چټل او ټولو نورو وګرځي .
    یو د وي ، داسې باشهامته ، هوښیار او با شعوره دې وي .
    هغه متل دی : یو مې په یو ، سل ( جاهله ، بېکاره او بېعقله ) دې هېڅ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب