Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ ادعا کوي جې د ځاځي میدان - کورمې په نښته...

پاکستاني رسنۍ ادعا کوي جې د ځاځي میدان – کورمې په نښته کې ۸ طالبان وژل شوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۸ مه) پاکستان ادعا کوي چې د شنبې په ورځ د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دوو خواوو د ځواکونو په نښته کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په شمول اته تنه وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې نن د پاکستان د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې په دې نښته کې، چې د دوی په ادعا افغان طالبانو پیل کړه، ۱۶ نور طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.

ډان ورځپاڼه وايي، دوو سرچینو ورته وویل:«بل لوري (افغان) ته سخته مرګ ژوبله اوښتې. تراوسه پورې د پاکستاني ځواکونو په ځوابي برید کې ۸ افغان طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.»

دا په داسي حال کې ده چې مخکې رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښته هغه وخت پیل شوه چې طالبانو غوښتل ۲ پوستې جوړې کړي او پاکستانیانو یې مخه نیوله. همداراز په افغانستان کې ځینو سرچینو اعلان کړی چې په دې جګړه کې د طالبانو یو امنیتي سرتېری وژل شوی او پنځه پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي دي.

سرچینو همداراز ویلي چې د یکشنبې په ورځ هم په ورته سیمه کې نښته روانه وه خو د یکشنبې د ورځې د مرګ ژوبلو کوم راپور نه شته.

د پاکستان پوځ یا نورو چارواکو په دې اړه تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو له کبله د ډیورند په دواړو خواوو کې ګڼ خلک مجبوره شوي چې له خپلومېنو ووځي.

په همدې حال کې په خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې “پر افغان خاوره هر ډول یرغل ته ځواب ورکړي”.

ډان ته امنیتي سرچینو دا هم ویلي چې پرون د کورمې په مرغان سیمه کې د وسله والو مخالفانو په برید کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او ۳ نور ڼپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...