سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پیلولو ته...

ترکمنستان د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پیلولو ته چمتو دی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په یوه ویډیویي کنفرانس کې وویل، ترکمنستان چمتو دی چې په افغانستان کې د ټاپی پروژه پیل کړی.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، په دې ویدیويي کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي د ګازو د پایپ لاین په پروژه کې د ټیمي کار، د افغانستان په تورغونډۍ بندر کې د ریللارې پراختیا، او ترانزیتي او ترانسپورتي اړیکو ته د ودې ورکولو په شمول د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

ملا برادر د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پر قوي سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې اوسنی چاپیریال د دغو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دی.

ملا برادر یادونه وکړه چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره او له سیمې سره اتصال ته ژمن دی او په دې لړ کې له ترکمنستان سره لا نژدې اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

پر ټاپی پروژې سربیره، ترکمنستان د افغانستان د بریښنا او ریللارې په سکتورونو کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړ چې ورسره د دواړو هیوادونو ترمینځ ملګرتیا نوره هم وده کوي. دواړو لورو د دوه اړخیزو ګټو لپاره له فرصتونو څخه د اعظمی استفادې لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

مخکې، د ټاپي نللیکې شرکت د مدیرانو بورډ د ترکمنستان په عشق اباد کې غونډه کړې وه چې د پروژې روانې چارې وارزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب