لیکوال: ډاکتر رحمت ربی زیرک یار
۲۱ اپریل ۲۰۱۲
«که په خپله ژبه خبرې کول تعصب وي، نو بیا په نړۍ کې هـیڅوک
بې تعـصبه نه شتـه.» اروا ښاد کاندید اکادمیسن محمد صدیق روهـي
د فکرمندانو سترګې په مغزو کې وي، نه په ککرۍ کې. د هغوي په خبرو کې د فکر ژوروالی او د تجربې پوخوالی ځلیـږي او د دغې غښتلتیا په مټ کولی شي چې فکر وتخنوي او د ککرۍ له سترګو نه د حساسیت چخې لرې کړي. «عالم د دې لپاره لولي چې فکر واخلي، خو عالم وزمه (عالم نما) د دې لپاره لولي چې یاداشت واخلي»(سیدني هریس). ژبه له بابا ادمه تر دې دمه د انسان سره د سیـوري په شـان روانه ده. دغــه بې جسمه واقعــیت د عــلم په شان ورځ په ورځ ارتــیـږي. د ژبې تـنــسته په مغــزو کې غــځـیــدلې ده او هــلته د ازلـي یا ذاتـي ګرامــر یانـې د قــواعــدو په څـیــر دیــره شــوې ده. ژبه نــه یواځې د پـوهاوي راپـوهاوي (افهام او تـفهیم) لوښی دی ، بلکې د انسانانو د پـيژاند او احساس جـرړې پکې هم غـځـیدلې دي
زموږ مشر نــیکه بابا ادم (ع) به د بي بي حـوا ســره غـږیـده او خــپل احساس به یــې ورتـه څـرګنداوه. هغې ته د حوا نوم پخپله د ادم (ع) له خوا ورکړل شوی و. په جنت کې ټول نعمتـونه شته وو، خو شیطان هم پکې اړولي و. هـلتـه ادم (ع) اوبی بي حوا د مـزو او نعمـتـونو ډک ژوند لاره، خو هم مهال دواړه په اراده او اخـتیارهم غښتلي شوي وو. بي بي حوا د شیطان په لمسـون د منع شوې ونې میوه و خوړه او د هغې په ټیـنګار ادم (ع) هم د هـمغـې ونې میوه وخوړه. که له یوې خوا دواړو ته امـر شـوی و چې د یادې شــوې ونې میـوه و نه خــوری، نـو له بــلې خــوا هغـوی دواړه پـه اراده او اخـتیار هـم سـمبال شــوي وو. د فـاروق تمیـز په وینا (۱۳،اپریل، ۲۰۱۲)، ښایي چې بابا ادم (ع) به په جنت کې له نعـمتـونو نه د ډک ژوند په ځای خپـلـــواکي غــوره ګــڼـلې وي؟ بـایـد له دغــې پـیښې نــه انســانـان زده کــړه وکـــړي او د ژبـې هــویتي او احساسي څنــډ و تـــه هــم کلـک پــام وکــړي
ژبه یوه معجزه ده چې په وینا کې نه ځایـیـږي. که ژبه نه وای، دینونه به ناشوني وای او انسانان به یوبل ته پردیان وای. بې له ژبې به استعدادونه پټ وای او فکرونه به شړ وای. کمپـیوټر نیټ(کمپـیوټري جال) نن سبا یو اریانوونکې پرمختیا ده او د پخواني بې جسمه واقعیت (ژبې) سیوری دی. ژبه هغه بې وسلې او بې لښکره امپراتوری (شاهنـشاهـي) ده چې په ټوله نړۍ یې د خپلې واکمنۍ وزرې غوړولې دي. ژبه هغه بې جسمه نړۍ واله امپراتوري ده چې د خپلو اتباعو د معنوي کولتور دیره یې توده ساتلې ده او احساس یې ټکوروي. ژبه د انسان د معنوي (غیر مادي) کولتور چینه ده، د زړه او فکر ارمانونه او رازونه په ټکو(الفاظو) کې رانغاړي او راتلونکو نسلونو ته یې رسوي. لکه په آینه کې چې د انسان مونه لیدل کیـږي، په ژبه کې د انسان د مغـزو او زړه بې جسمه موجودیت (فکر او احساس) لیدل کیـږي. ژبه یواځې د پوهاوي راپوهاوي یانـې افـهام اوتفهـیم لوښی نه دی، بلکې د معنوي هویت چینه ده او له همدې امله ده چې هیوادونه ملي او/یا رسمي ژبې لري. د بیلګې په ډول، برتانوي پاکستان په ۱۳۲۶ لمریز(۱۹۴۷ زیـیز کال) کې د خپلې هویت سازۍ لپاره د مغلو د دربار ژبه (اردو)غوره کړه چې د یوه غیرقابل مــلاحظه اقلیــت(نــږدې ۷٪) ژبه وه، خو په مقابل کې یې پښتو او بلوڅي ژبو ته د دې مجال ورنکړ چې د قدرت او اقتصاد په قـلمرو کې پاپـۍ واخلـي. په اشــغال شوې پښتـونخوا کې پښتانه مجــبور شــوي دي چـې «په اردو یــې وګټــي او او په پښتـو یې وڅټـي». د تاجکستان رسمي ژبه تاجکــي ده. په ازبکستان او ترکمنستان کې رسمي ژبې په ترتیب سره ازبکي او ترکمني دي. په ایران کې تقریبا نیماي خلک فارسي ژ بي دي. پاتي نور خلک یې په بلوڅي، کردي… اوعربي ژبو ګړیـږ ي. د ایــران د اســلامي جمهوریت په اساسي قانــون کې (۱۹۸۹زیـیز=۱۳۶۸ لمریز) داســې راغلي دی: «دایران د خلکو ګـډه ژبه او رسمي خــط فــارسي دی. سنــدونه او مکاتبې او رسمي متـنونه او درسي کتابونه باید په دې ژبه او خـط وي.» وګورئ، عــربي سره له دې چې د سپـیڅلي قرآن او حــدیـثونو ژبــه ده، د ایران په اسلامي جــمهوریت کې رسمي ژبه نــه ده. په هــند کې رسمي ژبه هــندي ده، خــو کـه مــرکزي حکومت کــوم ولایت ته په انګــریزي ژبه لیک استــوي حــتماً به ورسـره هـنــدي ژبــاړه مــل وي
يو چا د تلفون له لارې د حامد کــرزي د یوې مهــمې پـیـښې په جریان په دې ډول خبر کړم چې د نومــوړي د یــوه مـشاور لــه لارې ورتــه رسیــدلې و : کـرزي بـایـد لــه ټــولـــټاکــنې وروســته د ولسمشر کیدا رسمي قسم خوړلـی وي. کله چې موظف شخص ورته په پښتو ژبه کې د قسم متن ور په ګوته کړ، کرزي ورنه غلی شان پوښتنه وکړه چې د رسمي قسـم متن په کومه بله ژبه کې هم شته؟ موظف شخص ور غبرګه کړه چې هو په فارسي کې هم شته. کرزي ورته سم دلاسه وویل چې په همدغه ژبه کې دې ورته رسمي قسم ورکړل شي. ماته دې پیـښې د ارواښاد ښوواند ګل پاچا الفت یو شعـر را په زړه کړ چې پخوا یې پکې د پښــتو ژبـې کرغـیـړنې وضعې ته ګوته نیولې وه او په اوسنئ امپر یالیستي ســقاوۍ کې هـغه غـمځـپلی حالــت منعکــسوي چې غــریـبه پښـتو پکې د قــدرت او اقـتصاد قلـمرو تـه نـشي ورنـنـوتـلـی
سـر او کار د خلکـو دی د ژبې له سـرکار سـره
کــله بــه غــریـبه پښتــو، ژبــه د ســر کا رشــي
دیـته د ژبې سیاسي اقـتصاد (پولیـټیکل ایکانُـمي آف لنګویـج) وایي
Political economy of language
دلته راته د پښتو ژبې یو بل غریب ولسي بورا راپه زړه شو چې په خټـه پښتون نه و خو په ژبه کلک پښتون و، د پـښتون په تاریخ مین و او د ټول افغانستان په درناوي کې لاس په سیــنه ولاړو. نــوم یې محمد امیـن ملنګ جان و(لمریز۱۲۸۷ـ۱۳۳۶= ۱۹۵۷-۱۹۰۸زییز). ملـنګ جان د ننګرهار ولایت مرکز جلال کوټ ته نږدې د بیسودو د سیمې په چمیار کلی کې زیـږیدلی و. ما زیرکیار په ۱۹۹۴ زییز(۱۳۷۳ لمریز) کې داسې لیکلي وو:د ملنګ جان « د نامه د اوریدو سره سم د لاسه د ټـول افغانستان ملي ارمانونه راجوتـیـږي، د پــښتو (ژبې او پښتونولۍ) ، پښتونخوا او پښتونستان ګونګوسی را پیداکیـږي، رټل شوی ملي تاریخ ول په ول راسـپـړل کـیږي، یر غمل شوې ملي شعور راپاریـږي، او له دې امله هغه څوک بوګنیـږي چې له خپل تاریخ نه یې شاګرځ کړی وي ….ملنګ جان هسک څښتن ته په اسرې دی. هـغه په حکومت کې د پښتو چلن، په پښتنـو کې د پښتونولۍ سمـښت او درنښت، او د ټول افغانستان د ملي هویت د ساتنې او ټـینګــونې د پاره پښتونـــستان غـواړي». ( رحمت ربی زیـرک یار[راویستــونکی]، ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملــي شاعــر، خپرندوی: ټـول افغان، امریکه. د چاپ کال: ۱۳۷۳لمریز د کب میاشت= ۱۹۹۵ زییز د فبرورۍ میاشت). ملنګ جان نالوستی و. لیک او لوست اود شاعرۍ چلونه ورته استاد عبد الله بختاني ور وښودل چې وروسته یې د خپل تخلص بختاني سـره خدمتګارهم ورونـښلاوه. د ملنګ جان په شان، ښوواند بختانی خدمتګار هم په وینه پښتون نه و خو په پښتواو پښتنواله مین و او د لر او بر افغانستان د راټولیدا په بهیرکې یې د قدر وړ خدمتونه کړي دي. زه ډیر خوښ شوم چې دروند شخصیت او وتلی څـیـړانـد بختانی خدمتګار مې په جرمني کې د باچا خان فخر افغان په سمینار کې (نومبر ۲۰۰۸) ولید. ما چې ورته خپل کتاب ګوټی (ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعر، ۱۹۹۵ زییز) امریکې د راستنیدا په مهال ورکړ، ډیر ورته خوښ شو. ښـوواند بختانی خدمتګار په اوسني افــغانستان کــې یواځينئ افغان و چې پښتو با با محمد ګل مومند اوباچا خان (فخر افغان) ته ډیرنږدې و. بختانی خدمتګار د باچا خان د «خدایي خدمتګار» په نوم خوځښت غړی و او د ملنګ جان «خوږې نغمې» یې په یو ټوک کې را ټولې کړې وې او چاپ ته یې چمتو کړې وې. اوس به د ملنګ جان د شعرونو یو څو بیلګې وړاندې کړم
هـرسړي ته چې ودریـږم وئ افغان یم خاص لمسی د احمد شاه او خوشحال خان یم
د خوشحال په پښـتو ژبه نه پوهـیـږي بـــلـه ژبــه کې تـوتي غــونـــدې غـــږیـږي
زه دې هسې افـغانیت ته حـــیرانیـږم حیـران څــه خــدایـږو ژړا راځـي ژړیـــږم
*****
مـــلت پــه دې تــرقي مــومــي د مورنئ ژبې چې وکړي عــزتــونه
چې ژبه پریـږدی قام ورکیـږي پښتـنوپریـږدئ د پردو ژبو خـویـونه
*****
زه مـلنګ چې ملنګـــي کړم د پښتون د خـیـر لپاره
خـدایه ډیــر کړې پښتـنو کې ملـنګان د پښـتو ژبـې
نن کاروان د پښتـو ژبې مخکې تلی نـشي په بـیـړه
هر بندر کې ورته ناست دي لوټماران د پښتو ژبې
*****
چې یې مـور وي په دې خاوره زیـږولی چې په هر ژبه ګـویاوي خو افـغـان دی
چې خیر خواه د وطن نه وي ملنګ جانه خلص دا چې نه پښتون او نه انسان دی
*****
د پښـتـون نظـر مدام په ننګ او نــام وي چې نظر یې په پـیسو وي پښتون نه دی
پښتون هر کله طالب د خپل شـــرف دی چې طالب د سپینو سروي پښتون نه دی
په نصیب د ملنګ جان دغه مسرې شوې چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دی
محمد امین ملنګ جان د ټول افغان د یوه کور ارمانجن و. هغه له خپلې مړینې (۱۳۳۶ لمریز د لړم لسمه= اکتوبر ۱۹۵۷ زییز) نه لږ وړاندې د همدغه کال د وږي پــه میاشت کې د استقـلال د جـشن په ویــاړ د «نن وخاندم که وژاړم» شعــر لیکلـې و
نـــن وخــانـــــــدم کـــه وژاړم دلــته داسې هـلته هـــسې
ګیــلمــونــــه دوه خــــواره دي هـم ښـادۍ هـم فاتحې دي
یم حـیران چې کوم خــوا لاړم دلـــته داســې هلته هسـې
تماشې وې ور نــږدې شـوم پـیښوري وروڼه رایاد شول
ژړه غــونـــی شان ولاړ وم دلــته داســې هــلتـه هســـې
افـغاني وریــرې مـې ناز کا پـښتني وریـرې مې کــوکې
زه د کوم نه ځـان ونـغــاړم دلــته داســې هــلـته هــسې
کـله شونـډو کی مسکی شي کلــه تـریو شـي ملـنګ جان
کامـیابـي دې رب نــه غــواړم
دلـــتــه داســې هلــتـه هــســې
اروا ښاد تاریخپوه او ملي سیاست وال قدرت الله حـداد (۱۳۱۰ـ۱۳۹۰لمریز= ۱۹۳۱ـ۲۰۱۱زییز) موږ ته یـوبل شاعـر هم را پیـژني چې د ملنګ جان په شان ژوره ژمــنه یــې لرله. نوم یې بهایې جان و
پښتــونواله ده غیرت بهایـي جـــانه خـوشحال ځکه تابع د اورنګ نه دی
بهایــي جــان د پښتــو په اکلــه داســې ویلــــــي وو
خپل وطن خپله دې ژبه تاته پاتي له پلرو
پښتو ژبه دریاب ده، پکې تل وهـه لامـبو
د افـغان توره معلوم ده د دنــیا په کـنارو
*****
پښـــــــتــو ژبـه خـوږه ده تـکه سپـیـنه تـر شـیدو
مستقبل او ماضي زده کړه د عــرفــان لــه کـتابـو
خـپل وطن خپـلـه دې ژبـه تــاته پاتــی لــه پـلـرو
پاکستان ایـران سیالان دي وشـرمیـږه له تـربـرو
جــوړه وه بــهایــي جانــه ښـې غـزلـې په پـښـتو
تاریخپـوه، لیکـوال،د افــغـان ملت د جــریدې پخوانی مسول مدیر، او ملــي شـخصیت قــدرت الله حـداد په دې هیله و چې: «څومره به ښه وي چې موږ هم ژمنه ولرو. وطن هـغــو ړنګ کړ چې ژوره ژمنه یــې د پـردو سـره وه هغـــوی مـوږ نه ستایـو، مــوږ د هــغـودرنـــاوی کـــوو چې د خپل وطن او کام سره ژمنه ولري.۱۹۹۴ اکتوبر.» د اقتباس لپاره ولولئ: زیرکیار ، ملنـګ جان: د بـې درباره ملي ژبې ملي شاعر، ۱۹۹۵
په افغانستان کې یو غیرتـي مسلمان او فـقیـر وزیر و. نوم یې محمد ګل مـومند و او خلکو به ورته «پښتو بابا» وایه. دغه غیرتي، فقیر او مفکر وزیر د کابل ښار په «اندرابیو» سیمه کې زیـږیـدلی و او په اتیا کنۍ کې د همدغه ښار د «بریکوټ» سیمې په یو عادي خټـیـن کرایـي کور کې په حق ورسید( ۱۳۴۳ لمریز کال = ۱۹۶۴ زیـیـز). ارواښاد عــبدالعــزیز خاورې به د پښتو بابا دغه کور د «پـښتــو ارګ» په نـــوم یــاداوه
پښتو بابا محمد ګل مومند په دې اند و چې د یوه مـلت د ژبــې لری او بری دهغه د ژوند د بــدمرغۍ او نیکمرغۍ سره تړلی دی: «که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبـې ته مغـلوبه شــوه» نو مانا یې دا ده چې « په عین واکدارۍ کې به بې واکه، په عین وطن کې به بې وطنه وي. په خپل وطن کې به غریب او پردیــس وي… خپــل بــه ورته پــردي شي ځکه چې په نامه که څه هم خپــل وي خو افکار، احساسات، اقــوال، اعــمال، او افــعال یې، اغـوستنه او خواړه یــې، ځواک او ژونـد یې بــشـپـړ لیا نیمګــړی د پــردي او د بـل وي…. دغــسې ملت به ورځ په ورځ چو کیـږي تر څــو چــې محــوه شـي.» پــه «لـڼـډ» ډول: « ژبــه د ملي موجودیت، هوساتوب او سعـادت، د لــوړوالــي او جګوالــي سـټـــه ده.» د دغه اهــمیت لـه امــله «ژبه بایـــد وپالـل شي…علمي شي…په هر حیث سره د ملت درستو اړیـنو ته ځـــواب ووایـــي.». د مفکر او فقیر وزیر محمد ګل مـومـند په اند، « پـوه سړی خپل او د بل مال پـیژني …غیرت، لوړ همت، روغه پوهه (عقـل سـلیم) دغه نه مني او نه پریـږدي چې څوک خپل مال خوشې کړي چې وروسـت شي، ورته نقصان ورسي او خلک یې ښکاره لیا په غــلا یوسي او کور تنې لانــدې کــړي»،او پـخپــله د نــوکــر پــه شـان « کـــوڼـډۍ څـټــي. غــیرتمن سړی خپله وچه د پردي په لـنـدو ښه بـولي.» (محمد ګل مومند، د پښتو ژبې لیاره لیا پـښتو صرف او نحوه، ۱۳۱۷ لمریز=۱۹۳۸ زیـیز، د بلخ شرکت [رښـتیا]له خوا په لاهور کې چاپ شو). غیرتــي مسلمان او فقیر وزیر پښتو بــابــا محمد ګل مــومنــد په لانــدینې شعر کې د نــښې منــځ ویــشتلی دی
نــورې ژبــې زده کول که دی کـمال
خــپـله ژبــه هـیـرول بـې کـمالـي ده
دلــته وینو چې مفکــر وزیــر پښتـو بابا محمـدګل مومـند د شلمې پیـړۍ په لومړئ نیمایي کې یواځینئ افـغان و چې د ژبې په سیاسي اقـتصاد پوهـیده او د هغــې هویتــي او احساسي وظیفې ته یې کلک پــام کــړی و
پــه یـوه عـربي مـقوله کې داسې راغلی دي:« قـوة الانـسان فى عـقـله ولـسانه»، یـا نې د انـسان زور په عـقـل او ژبـه کـې دی. خـو معلومه نه ده چې لومړی به ژبــه راغلې وي که عقـل، یا : که دواړه به غـبرګ راغلي وي؟ د دې پـوښــتنې ځــواب به د عــلـم راتـلـــونکې پـر مخـتـیا تـه پـریـږدم. ۲۱ ــ اپریـل ــ ۲۰۱۲