یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهځلاندد عندلیب د ګورګرو ځونډی / ډاکټرفیض محمد ځلاند

د عندلیب د ګورګرو ځونډی / ډاکټرفیض محمد ځلاند

عندلیب د کوزې پښتونخواه د دیر د تالاش د سيمې هغه شاعر دى چې په خپلو شاعرانه خيالونو او فكر ونو يې د نړۍ د هر ګوټ د پښتون رنځ، درد او غم د شعر په خوږه ژبه وړاندې كړى دى، كه څه هم عندلیب فارمیسست دى، خو شاعرې يې هم له مسلک سره نښتې ښکارې، داسې ښکارې چې د کلماتو او ګړنو په دارو درملو غواړي د خپل خوړین زړه او خپل دردېدلي او کړېدلي ملت ( پښتون) هر درد ته دوا او کوشیر جوړ کړي.
د عندليب د شاعرى لومړۍ ټولګه د ( ګورګري ) په نوم په ۲۰۰۴ کې خپره شوې ده چې د خپلې سیمې د غرو رغو او ښکلا څخه په اغېزه هره کلمه داسې سندریزه کړې ده لکه د شپانه د شپیلې غږ چې په صحرا او شنو درو كې هرڅه په ګډا راولي.

چا مې کشمیر په زړه کې ځای نه کړلو
زما د دیر نه څه ښایسته خو نه دى

د عندلیب لومړۍ ټولګه د شعر د هنر هره څانګه غزل، څلوریزه، نظم، هایکو په تول او تال برابره وړاندي کوي. عندلیب د خپلو همزولو شاعرانو په كتار كې ښه او بريالى شاعر دى، هغه په شعر کې یواځې د جانان ښکلا نه ستایي، بلکې د ټولنې نیمګړتیاوي، د نننى ورځې پښتون ویر او د خپلې سیمې ستونزې هم رانغاړلې دي

مشر ويده دى او په کشر فحاشي سوره ده
څنګ به د دواړو ګناهونو کفاره کوومه

عندلیب په شعر کې د اجمل خټک، قلندر مومند او غنی بابا پیروي کوي، هغه باغې دى او شاعرې يې له بغاوته ډکه ده :

که څوک خفه شي که خوشاله پرواداره نه یم
د حق خبره به ښه توغ په نغاره کوومه

نوموړي د امن نغارچي تر عنوان لاندې په يوه نظم كې د وخت ظالمو واكمنانو ته ويلي دي:

ای د امن نغارچي
ته سیزي زموږ بچي
ستا بمونو زورورو
څه لنډیان کړل څه بوچي
ای د امن نغارچي …

تر پایه

عندلیب په شاعرې کې ځانته له کنایو ډکه طنزیه شاعرې هم کړي ده او ښه په کې ځلېدلى دى، د ټولنې ډېرې ناخوالې یې په طنزیه ډول په ډېره ښه توګه را نغاړلي دي :

په حرامو حج تر عنوان لاندې ليكي:
د غریب حقونه خوري موږه یې وینو
د الله غوره مخلوق ته ګوري بد
دلته ورانې کړي کعبې د زړونه لاړ شي
هلته ښکل کړي سل پیرې حجر اسود

دیته ورته په لس ګونو څلوریزې او شعرونه یې په ګورګورې ټولګه کې لوستلای شي.

شاعرې په ریاضت او مطالعې سره وده کوي، خیال ورسره پخیږي، له تکراري او کلیشي ترکیبونو، تشبیهاتو، قافیو او ردیفونو شاعر لري کوي او پدې توګه شاعر ته د شعر لیکلو او ویلو نوې لارې چارې په ګوته کوي.دغه بدلون د عندلیب په دویم کتاب ځونډی کې چې په کال ۲۰۱۰ کې په ښکلي صحافت کې چاپ ته رسیدلى ښه په ګوته کېږي.

که د عندلیب صیب د ګورګرې او ځونډي پرتلیزه مطالعه وشي، نو د عندلیب ژوره مطالعه او ریاضت به په ښه توګه په کې تر سترګو کړو، ګور ګورې چې د عندلیب د ځوانى ډېر شعرونه په کې نغښتې د ټولنې ستونزې، د خیال او فکر ژور والى په هومره غښتلتیا چې په ځونډي کې را نغاړل شوي نه لري، د دې ترڅنګ چې د کلماتو په شعرې کولو او د شعریت کومه ستونزه په دواړو ټولګو کې نه په ګوته کېږي، خو د فکر ژوروالي، د عندلیب صیب بغاوت د رواجونو، دودونو او نړیوالو سیاسي زولنو څخه په کې له ورایه تر سترګو کېږي، لکه په لاندي شعر کې چې له ځونډي څخه را خستل شوي دي:

دې بې جنونه بې جانانه فــــــــــــکر
ژوندون ته ډېرې ناخوالۍ راوړې
دسرمــایې نظام دځـــــــــــــــانه سره
داخـــــــــــــلاقي زوال ډالۍ راوړې
اویاهم دا :
حیابه د اظهار مـخې ته جـوړ کړلــــــــو دېوال
له شرمه پټــــه پټــــــه لويیـــــــــــدله مجـبوري
که سل ځله مې ستوني کې ساتله مجـبوري
له سترګومې بې واره څڅېـــــــدله مجبوري

عندلیب په ځونډی که خپل بغاوت څخه نقاب پورته کوي، هغه د خپلې ټولنې ستونزې نورې په پټه خوله او په پردو کې نه وړاندي کوي، بلکې د خپل بغاوت اعلان په وار وار سره په ځونډي کې په داسې توګه کوي:

که شونډې راله وګنډي اوژبه راله پرېکړي
پیغام زما قلم دخپلـــــــــــواکۍ ورکړی دی

اویاهم :
چې تندی ږدمه نوځمکه رانه تښتي
باغي سر مې ددنیا دتماشې شـــــــو
======
غلامي راته پېغورښکاري پښتون یم
دادنیا رانه په دې ټکي خفــــــــــــــــه ده
===
رنګ دبغاوت دومره لرمــــــــــــه چې
داغ دغلامۍ به دې پرې وران کړمه

عندلیب په پښتو شاعرې او ادب کې د زیات ریاضت او مطالعې له مخې اوس د ځان د پاره خپل سبک او مکتب جوړ کړى دى چې هغه به په دې لاره کې ډېر نوي نوي ګلونه او ځونډي پښتون ادب ته ډالۍ کړي، هغه نازکخیالې د کلاسیک شاعرې څخه په اغېز را اخیستې ، خو د وړاندي کولو طرز یې خپل دى، هغه پخپلو شعرونو کې پردى خبرې او پردى انځورونه نه وړاندي کوي، د یو نوښتګر کلال په توګه د کلمو له خټو د ادب نوي نوي لوښي په نوي طرز وړاندي کوي:

یادې ساقي جامــــونه نه کړنګــــوي
یا دې سپرلی په پښتونخـــــواراشي
دتن لمبې مې پکې نه وینې څوک
ښارکې به څنګه اوس رڼا راشي
======
دلته خـــــــــــــــــــــــــدایان په زمکه ډېر شو ربه
دوی نه مې خلاص کړه چې دې خواله درشم
=====
چې حـــالات راته دغنوبالښت کیږدي
ستایادونه راله سرپه غېږ کې واخلي
====
دخیالــــونورنګینۍ چې پرې بوج کیږي
یاره څـــــه وکړم په زړونوتنګو تنګــــــــــو
که په اوړي کې به ښې یخې شوملې وې
په جړۍ کې به پیتي وه دمشنګـــــــــــــــو
=====
کوه بالغ ته پـــــــــــه دلیل خبره
خودماشوم دپاره پند ښه دی
=====
په سر کې که مې مینه د پښتو او پښتنو ده
دازړه مې دیثرب یخې هـــــوا ته ایښی دی
====
چرته پرې دامـــــــــــــن سحر رانغی
یاره زمونږ ښه سپیره کورونه دي

د ځونډى د ټولګې توپیر د ګورګورې سره دا هم دي چې په ځونډی ټولګه کې ډیري برخه یې غزلې جوړوي او ځاى ځاى يې څلوریزې او هایکو ګانې وړاندي کړي دي، دارنګه د ګوتو په شمېر یو څو ښکلي نظمونه په کې وړاندي شوي دي.

زه عندلیب د پښتون د روان ادبې بهیر هغه پیاوړ او مخکښ شاعر بولم، چې خپل فکر، خپلې خبرې او خپل پیغام د شعر په خوږه ژبه خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته وړاندي کوي، هغه پدې کار څومر بریالى دى، دا قضاوت تاسو ته پرېږدم او د دې قضاوت د پاره دا لاندې غزل د مشت نمونه یې خروار په توګه وړاندي کوم:

دا د زړه د درد کيسه، یاره ځکه نه کړمه
مینه پښتنه به مې، چاته سپکه نه کړمه
دومره بې وفا نه یم، خورمه ترې هم څښمه ترې
ځکه د اسمان صفت، زه په زمکه نکړمه
څوک يې په تهذیب تلي، څوک يې د دولت په تول
یاره چې انسان وي نو، زه ترې کرکه نه کړمه
ته د حورو ذکر کړه، زه به د خاورین حسن
مینه د خوبانو به، ورپه ورکه نه کړمه
یو د خودۍ پیټى دى، بل د عندلیب اوږې
مړ له تندې ښه یمه، قرض څکه نه کړمه
تر بیا !

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب