یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېاطمنان | تواب غورځنګ

اطمنان | تواب غورځنګ

هغه وخت چې، هند متحد هېواد نه و، همېشه د بهرنیو تیري کوونکو، تر حملو لاندې و، په شاوخوا سیمو کې، به که چا کوچنی لښکر هم پیدا کړ، پر هند به ورتلل او د دې هېواد په افسانوي معبدونو کې به په غمیو او سکو پسې ګرځیدل. یو حکایت وایي، چې د کریلا په یوه لیرې معبد کې، کوم متروک پیر خوب ولید، چې پر سیمه یې له ختیځې خوا خړ سیلاو راشي او هرڅه نابود کړي. کالونه تېر شي او پرسیمه د ژوند کیسه هېره شي. خو یوه ورځ د رحمت باران شروع شي، باران څو میاشتې ادامه وکړي او پر سیمه د تېر شوي سیلاو نښې ومینځي. تر خاورو او خزلو لاندې  معبد بیا را ښکاره شي، دا ځل معبد ټول طلایی شوی وي، دمعبد قندیلونه ټولې سیمې ته رڼا ورکوي او نور په سیمه کې دتیارو تصور هم ورک شي. متروک پیر له همدې خوب سره ، یو ځل بیا نړۍ ته مخ کړ، د خپل خوب لپاره یې له ټول وجداني زجر سره د دنیا مفاسد وزغمل. هغه خوب چې د اوسني هندوستان د ایجاد تیوري بلل کیږي. دې پیر ته ، ترخوب لیدو دمخه وخت بې مانا وخت وبریښیده، ځکه هلته یې یوازې د مرګ لپاره ژوند کاوه، خو اوس د ژوند لپاره ژوند کوي، دا ژوند له ټولو مصیبتونو سره مقدس ژوند دی او په نړۍ کې داسې وبا نشته چې تر توپان ورسته د ده ژوند پایته ورسوي. دی اوس آرماني انسان شو، طلايي معبد، لوی قندیلونه او د تیارو اواوره کیدل، د ده ارمانونه دي. دی دهمدې لپاره ژوند کوي .

دنورو ورځو په څېر پلی په ښار کې ګرځم ،د ملي پوځ دکوماندو ، ګاډي ګړندي روان دي، غواړي د پیښې ځای ته ورسیږي، څو شیبې مخکې د زورورې چاودنې غږ واوریدل شو، خوهیڅوګ هم ونه ویریدل، ښار ارام دی، خلک ژوندي دي او همدا اوس په جوماتونو کې د ماځیګر اذانونه کیږي، په اذانونو کې خلک فلاح ته راغوښتل کیږي، چېرته چې د فلاح هیلې شته، هلته ورکوالی نشته. مخکې دموټرو سرای  دی ، شاوخوا شپږ کلن ماشوم پکې ، له خپل بل همځولي سره، په ټولې بې پروایۍ کریکټ کوي، شاید غواړي چې ددې لوبې اتل شي، دی په راتلونکې باور لري، خپل دې باور، له چاودنو او بریدونو بې پروا کړی او هېڅ لړې لده د و‌طن د اقبال ستوری نه شي پټولای.په درملتون کې عمر خوړلې ښځه خپل ناروغ زوی ته، درمل رانیسي، دا غواړي چې زوی یې روغ شي،  روغتیا د ژوند لپاره غواړي اوعمر خوړلې ښځه  فکر کوي چې پدې وطن کې  ژوند د تیارسۍ له حالت راوتونکی دی، دې با وقاره ښځې به زرګونه خوبونه لیدلی وي، خو هغه خوب  چې اوس یې ویني ډېر متفاوت دی،اوس د هغه وطن خوب وینې، چې اطرافو ته یې خلک د سیل لپاره ځي او په دښتو کې یې د وسلو د ازمویلو پرځای له بادونو موزیک جوړیږي. زما ترڅنګ دفتر کې څوتنه د ځکمې د خرڅلاو پرسر خبرې کوي، اقتصادي معاملې هغه وخت کیږي، چې خلک په راتلونکې باور ولري، دوی ددې لپاره ځمکې اخلي چې ابادۍ پرې وکړي، ابادۍ په وطن کې د باور ستنې دي. خلک له جوماتونو را ووتل، هیڅوګ هم د ناهیلۍ خبرې نه کوي، ټول د ژوند په اړه خبرې کوي، د ژوند د ښه کیدو لپاره مشورې کوي او د ژوند د ادامې لپاره خاندي، دا خنداوې د چاودنو تر غږونو ډېرې درنې دي او دا خنداوې پر ژوند د باور شاهدې دي. دا د روان وضیعت پر مخ درنه څپېړه ده، دا د جنګ طرفونو ته د افغانانو اصلي پیغام دی ، دا شر خوښونکوته، د یوه کړول شوي ولس پیغور دی ، چې هېڅ مصیبت به دا بې ساری اطمنان پایته ونه رسوي.ولسونه په هیلو ژوندي دي، چېرته چې هیلې مړې شي، ژوند ترخیږي. موږ دیاس او ناهیلۍ له ګردابونو راوتلي یو، او دشنو کروندو د وطن په خوب ژوند کوو.

زه دهغې و‌طن انسان یم، چې ارزښتونه یې محوه کیدونکي وو، خو دتعقل دا پړاو به ، د هندي پېشوا دخوب په څېرد تاریخ بدمرغۍ ومینځي، دا به دنوي پیل پړاو وي. موږ اوس د ورځې په کیسو تر هر بل وخت ښه پوهیږو، قراردادي وژنې  به یوازې ، زموږ هدیرې پراخې کړي. خو زموږ زیږنتونونه به همداسې ودان وي. د ښوونځیو او نور عام المنفعه ځایونو ورانول به یوازې د بیا ابادې پروسه اوږده کړي، خو د سواد او هوسایۍ لپاره به د دې خطې(سیمې) د انسان تنده ونه وژني. د اروایي ځور، ټولې دستوري هڅې دنېکمرغۍ لپاره زموږ خوب دروغ نه کړي. موږ دهمدې خوب لپاره ژوند کوو، هلته چې کروندې مو شنې، بزګر ماړه او دښار ځمکه مو تر اطرافو اسانه شي.

خوست

2012-05-07

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب