پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدریپه پالیسۍ جوړونه کې د ښځو دونډې اړتیا | ذکیه وردک

په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو دونډې اړتیا | ذکیه وردک

موږ نه یوازی یوه د جګړې نه وروسته جګړه ځپلې ټولنه یو، بلکې د ۱۹۷۸ زکال کال راپدیخوا د یو لړ سیمه ییزو، او جهاني قدرتونو د نیابتي جنګونو ډګر او د دوو ګاونډيو هیوادونو له لوري  د نا اعلان شوي جنګ سره لاس او پنجه نرموو. اوږدې جګړې زموږ فزیکي شتمني تخریب کړې او کابو له نیمی پېړۍ راپدیخوا د مغزونو له فراراو تیښتې سره لاس او ګریوان یوو.

جګړې د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د شمیر، تعلیم او کاري فرصتونو په اړوند طبعي ټولنیز انډول له منځه وړی، د افغاني ټولنې دودیز جوړښت که په بشپړ ډول  لمنځه نه وي تللی، سخت زیانمن شوی دی. په ۱۹۹۱ زکال کال کې د دولت سقوط نه یوازې د افغانستان د اداري سیستم د فزیکي تخریب باعث شو، بلکې په ټولنه کې کلتوري او اخلاقي انحطاط هم رامنځ ته شو او د قانون حاکمیت له منځه ولاړ.

د نیمې پېړۍ دغه انکشافاتو زموږ په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري ودې منفي اغیز کړی او اوس موږ د ژوند په هره برخه کې یوه غیرعادي ټولنه یو. زموږ په بشري جوړښت کې  یوې خوا د نارینه وو په تناسب د ښځو شمیر ډیر لوړ دی او د بلې خوا د جنګ او ترور په نتیجه کې هره ورځ زموږ ځوانان قرباني کیږي، د کونډو او معیوبو هېوادوالو شمیر هم زیاتیږي  چې دغه ظالمانه وده زموږ بشري جوړښت نور هم نا انډوله کوي. همدا اوس افغاني ټولنې ته ممکن د یو میلیون نه زیاتې کونډې او ددغه شمیر نه زیات یتیمان ورپه غاړه وي. د دې ودې ټول اقتصادې، کلتوري او روحي بار او فشار د ښځو په اوږو پروت دی. غربت، وروسته پاتې قبیلوي ذهنیت او کلتوري محدودیتونو د ښځو ژوند، د حرکت ساحه، تعلیمي او کاري فرصتونه او په مجموع کې د ښځو لپاره شرایط نور هم محدود کړي.

ددې حالت نه وتل، د یوویشتمې پیړۍ د غوښتونو سره په سمون، په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا، په کلتوري لحاظ با زغمه، متمدنه او په سیمه کې د یوې سیالې ټولنې جوړول دقیق فکر، لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو او د توپیر نه پرته د هر افغان استعداد او انرژۍ ته ضرورت لري.

ښځې د افغانستان له نیمايي نه زیاته برخه نفوس جوړوي، په پریکړو او د ژوند په هره برخه کې ددوۍ د پراخ حضور نشتوالې نه یوازې زموږ ټولنه بدرنګه کوي، بلکي موږ په اوسنيو جنجالونو او ستوزو کې ښکیل ساتي. نو په پالیسۍ جوړونه، سیاسي، اقتصادي او کلتوري پریکړو کې د ښځو فعالې او متناسبې ونډه ته اړتیا لیدل کیږي او موږ ددغه ضرورت د رفع کولو پرته د اوسني حالت نه شو وتلی.

ما په خپل ټول فعال ژوند کې په مجموع کې د ښځو او په تیره بیا د کونډو او هغوۍ ته د ورپه غاړه یتمیانو د لاسنیوني او حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې کړې. په راتلونکې ولسي جرګه کې به په پالیسۍ جوونه کې د ښځو د ونډې  لپاره هلې ځلې زما د کاري پروګرام عمده برخه وي. 

2 COMMENTS

  1. سلام
    ملا ضعیف دیپلوماسی غواری او تہ پالیسی خو پتہ نہ لگیزی چی کوم دول؟ پہ کومو برخو کی
    زموز فرھنگ ، ھیواد ،ولس یی پیزنی او کہ نہ
    او کہ ھسی نوم یی غور دی

  2. ډیر ښه وردګ صاحبه لیکنه دې په زړه پورې وه خو ورستیو کرښو دې وخندولم هغه ځکه چې ښځې هم اوس چل بازې شوې بې له غرضه خوله نه خوزه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب