Homeداسې هم شتهساینسپه لاره تلونکي الیکترونکی موټر به په خپله چارجېږي

په لاره تلونکي الیکترونکی موټر به په خپله چارجېږي

تاند- د بریتانیا پر سړکونو د الیکترونیکي موټرو د تګ په مهال د هغو د چارج کېدو لپاره د ۵۳ ملیون ډالري پروژې وړاندیز شوی دی.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به پر سړکونو داسې پډونه نصب کېږي چې الیکترونیکي موټر پر هغو د تېرېدو په ترڅ کې په بې سیم یا وایرلس ډول چارج کېږي.

پډونه به د موټرلاندې برښنا یا انرژي لېږدوي او د بېټرۍ چارج به ورزیاتوي.

دې ته ورته میتود د (Scalextric) د لوبو په موټرونو کې کارول کېږي.

د دې بې سیم طریقې ښېګڼه دا ده چې د موټر او سړک ترمنځ فزیکي تماس ته هیڅ راز اړتیا نشته. بې له شکه چې ټایر برښنا نه شي انتقالولی.

اکثره پرمختتلي هیوادونه د دې لپاره چې د تېلو له شره ځان او خپلې ټولنې خلاصې کړي د الیکترونیک یا برښنايي موټرو ملاتړ کوي.

په تېلو چلېدونکي موټر نه یوازې چاپېریال بلکې د انسانانو روغتیا ته زیات زیانونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...