Homeداسې هم شتهساینسپه مریخ کې د ژوند نښې

په مریخ کې د ژوند نښې

تاند- څېړونکو د مریخ په ځینو برخو کې داسې غونډۍ موندلي چې د دوی په باور ورڅخه څرګندېږي چې په دې سیاره کې ملیاردونه کاله پخوا بادونه چلېدل او میکروبي ژوند موجود و.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، پر مریخ سلګونه هلالي ډوله غونډۍ لیدل کېږي او له دې غونډیو په دې سیاره کې د ژوند نښانې ښکاري.

دوی وايي چې دا غونډۍ په مریخ کې د اوبو، هوا او د ژوو د موجودیت نمونې راښيي.

ساینسپوهانو په خپله تازه څېړنه کې ویلي، د مریخ غونډۍ د اتشفشاني موادو د جاري کېدو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.

که څه هم امکان لري چې بادونو د دې ځای شګې تیت کړي وي او د غونډۍ سر یې توږلی وي خو اصلي شکل یې په خپل حال پاتې دی.

د مریخ دا په زړه پورې جوړښتونه له مځکې هم لیدل کېدای شي خو د غونډیو عکسونه یې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...