یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدرېیمه ناهيد، ستره کارنامه او اسلامي شريعت!

درېیمه ناهيد، ستره کارنامه او اسلامي شريعت!

نجیب الله احمدزی

الاهه دلاورزۍ د طالبانو د مشهور مطبوعاتي مبلغ قاري سعید خوستي د ذلالت او وحشت په رسوا کولو د‌‌ درېیمې ناهیدې مقام وګاټه.

لومړۍ ناهيد: ناهيد صاعد يوه ۱۹ کلنه افغانه نجلۍ وه،چې کابل کې ېې ښوونځی لوست او د ۱۳۵۹ کال د ثور په نهمه د سلګونه نورو نجونو په ملتیا یې کابل ښار کې د شوروي ځواکونو د یرغل خلاف لاریون وکړ.

ناهيد د رابعه بلخي ښوونځي زده کوونکې وه او د نورو نجونو په ملتیا د شوروي ځواکونو په ډزو شهیده شوه.

دويمه ناهيد: دويمه ناهيد ۱۴ کلنه وه. هغې د ځينو روايتونو په اساس د کابل ښار په زړو مکرویانو او د ځینو نورو په اساس په درېيمو مکرویانو کې په کال ۱۹۹۳ هغه مهال،چې جهادي تنظیمونو تازه کابل کې د واک په سر جګړې پيل کړې وې، د مکرویانو د یوه لوړ پوړ له کړکۍ ځان وغورزاوه او شهیده شوه.

د ناهید د عزت لوټلو لپاره د جمعیت اسلامي ګوند د شورای نظار جنګيالي وو ورغلي وو،خو هغې ځان شهیده کړه او د اسلام او وطن ګټلو د مردارو موجوداتو هوس ځپلي ېې خپلې ناوړه موخې ته په رسیدو ناکامه کړل.

د شهیدې ناهيد مزار اوس هم د کابل په زړو مکرویانو کې موجود دی او په تېرو کلونو کې ېې کورنۍ او عیني شاهدانو رسنيو ته د دې تاریخي جنایت په مورد کې مفصل معلومات وړاندې کړل.

درېیمه ناهيد: دا ناهيد ژوندۍ ده، خو په مرګ حساب او سرنوشت ېې له وحشت او دهشت څخه ډک!

دا ناهيد ۲۴ کلنه ده، پلار ېې د افغانستان د ملي امنیت د با افتخاره ارګان ډګر جنرال پاتې شوی او دلاور تخلص کوي.

د دغه دلاور او متقاعد ډګر جنرال په لور د اسلام او وطن ګټلو د اوسنيو دعوه دارانو(طالبانو) يوه وياند قاري سعید خوستي د شوې دعوی په اساس اول د طالبانو په یوه زندان کې جنسي تېری کړی او بيا ېې جبرآ ځانته په نکاح کړې ده.

ادعا کیږي،چې ناهيد دلاورزۍ د تېر کال په هغو مياشتو کې چې طالبان تازه پر کابل مسلط شوي وو، لومړی تېری کړی او بيا ېې ځانته واده کړې ده.

ناهيد د ډګر جنرال لور وه، په کابل کې ېې ژوند کړی، د طب پوهنځي د دويم کال محصله وه او څېرې نه ښکاري،چې يوه ښايسته او د لوړ ژوند او اجتماعي مقام څښتنه وه.

اوس قاري سعید دعوه کوي،چې د دغې نجلۍ په غوښتنه ېې هغه نکاح کړې وه او بيا ېې د هغې د عقیدوي مشکل د مخې طلاق ورته ورکړی او هیڅ ډول شکنجه ېې نه ده ورته ورکړې.

قاري خوستی دا هم وايي،چې ناهيد که د طالبانو په محکمې باور لري، عارضه دې شي، تر څو تور و سپين معلوم او شریعت ورباندې تطبيق شي.

تاسې او خدای کوم عقل به دا ومني،چې ناهيد به هغسې خصوصياتو سره قاري سعید خوستي نه، هغه هم په ډېر ګومان په بنه د واده غوښتنه وکړي ؟

قاري سعید د حقاني شبکې غړی پاتې شوی، بګرام زندان کې د تروريستي فعاليتونو له کبله زنداني و او ناهيد به د يوې کابلۍ نجلۍ او د ملي امنیت د یوه ډګر جنرال د لور په حیث هغه نه په همدغه قواره او خصوصياتو ېې د واده غوښتنه کوي ؟!

اوس قاري سعید او طالب پلوو ته ښه ټاپه په لاس ورغلې، چې هغه د خپلو مخالفانو او د جنايتونو د متضررینو لپاره د کفر مهر لګول دي.

الاهه،چې اوس هم د سعيد خوستي په نظر بند کې ده او له هغه ځايه ېې په پټه د تر لاسه کړي انټرنټ او موبایل په وسيله نړۍ په دې وحشت خبر کړي، له مخکې ویلي وو چې سعید خوستي پرې د کفر ټاپې د لګولو نیت کړی او دلیل هم دا دی چې هغې د جمهوريت په نظام کې کابل کې استوګنه لرله.

طالبانو باندې دا اول،دويم، درېیم او لسم اتهام نه دی، چې د فحشاء او جنسي تیري په اړه لګول کېږي.

دوی په بلخ کې د څو ښځینه مدني فعالانو او ژورناليستانو په جنسي تیري او وروسته ېې په وژلو هم تورن شوي وو، په کابل کې د پاسپورټ ریاست د رييس ملا حقاني ورور خو مستندې ويډيو سره ولیدل شو،چې په یو هوټل کې نجونې ګډوي، شراب څښي او پيسې ېې د پاسپورټونو له کميشن کارۍ تر لاسه کوي.

د طالبانو د مشرانو څووم ودونه، په دې اړه يې د لوی مشر ملا هبت الله فرمان چې څو ودونه به نه کوئ او نور ډېر موارد هم شته.

البته که رسنۍ زندۍ شوې نه وای، د ټولنیزو رسنیو استعمالونکي په درو وهل شوي نه وای، خبریالان وژل شوي، زنداني شوي او تبعيد شوي نه وای، د هوس او وحشت د حاکمو لېوانو ډېر نور وحشتونه به هم مستند شوي او رسنيز شوي وای.

اوس،چې ناهید دلاورزۍ سر په لاس کې نیولی، ورسره د شوي جنایت مستندې ويډيو ګانې ېې خپرې کړي، طالب مشران ولې د شريعت د تطبيق غږ نه کوي ؟

آيا شریعت وحشيان او خلاف کاران په طالبانو او غیر طالبانو وېشلي او که طالب مشرانو او مفتیانو خپلو جنګياليو ته فتوا ورکړې،چې افغانستان کې په لاس ورغلي هر څه د دوی غنیمت دي، د وسلو او پيسو د ډیپو ګانو په شان دې ښځې هم ځانته وينځې کړي او هر څه ورته روا دي ؟

اوس به طالبانو سره د نړیوالو د چلند اندازه هم معلومه شي،چې افغانستان ته خپل راوستي ارزانه نیابتي لښکر سره د داسې مستندو اسنادو په لیدو څه کوي؟

ولیدل شي،چې زموږ طالب پلوه خلک څه توجيه لټوي، د پردي او خپل عزت لوټل کیدو ته څومره په تفاوت قایل دي او وجدان ېې د طالب د ملاتړ او که مخالفت فيصله کوي ؟

ټولو نه مهمه موضوع د ناهید دلاورزۍ برخلیک دی،چې د داسې سترې تاريخي کارنامې او افشاګرۍ نه وروسته نړیوال بشري حقونه، زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه او د اسلامي او شرعي نظام د قایمولو مدعيان څه ورسره کوي؟!

آخره کې یاد ولرئ،چې الله تعالی عادل ذات دی، څنګه چې د افغانستان د پخوانيو جهادي تنظیمونو د مشرانو کورنۍ د نورو په کافر ګڼلو وشرمیدل، همداسې به د طالبانو مشران او لابي ګران د يوه مسلمان ملت په کافر ګڼلو او د وژلو په فتواوو يو بل پسې شرميږي.

5 COMMENTS

  1. محترم احمدزې صیب زمونږ سلامونه اونیکی هیلی ومنه
    پدی لیکنه کی دی د تالبیزم د اصلی څیری نه چی ددین او مذهب په پوستکو کی وحشی ځناور او لیوان دی پرده پورته کړی

    خو زه باور نه لرم چی زمونږ عام ولس به ددوۍ اصلی څیری وپیژنی بلکه تل به یی ددین او مذهب په نوم تیرباسی او د تیارو او جهالت کندوته به يی واچوی. او دا وحشی ځناور به د خپلو هوسونو لپاره نوری څومره افغان میرمنی او نجونی بی عزته کړی
    زمونږ د خپل پښتون ولس نه ډیره زیاته ګیله ده چی دوۍ دا هرڅه په خپلو سترګو وینی خو بیا هم یا ددې وحشی جاهلانو په مذهبی دعوو او یا د ژبی په فریبونو تیروځی.
    خو باید په یاد ولری چی تالبیزم د پښتونولۍ او پښتون ولس تر ټولو ستر دښمن دی او د پښتنو نسلونه به د تباهۍ او تیارو کندو ته واچوی.
    ستاسو اخری خبره می ډیره خوښه شوه او دا زمونږ د امید یواځینۍ مرجع ده چی انشاء الله دا وحشت، جبر او ظلم به خپل انجام ته ورسوي.

    “آخره کې یاد ولرئ،چې الله تعالی عادل ذات دی، څنګه چې د افغانستان د پخوانيو جهادي تنظیمونو د مشرانو کورنۍ د نورو په کافر ګڼلو وشرمیدل، همداسې به د طالبانو مشران او لابي ګران د يوه مسلمان ملت په کافر ګڼلو او د وژلو په فتواوو يو بل پسې شرميږي”

  2. درمند افغانه زه د مذهبی لېونیانو ملتیا نکوم ! دا خو د ستاسو د باغ مېوه ده چې غلا مو وکړ ه اولس مو وږی یواځې پرېښوود !! خبرې مه کوه پټه یې ونیسه !!!!

  3. نجيب الله احمدزیه تا خو هم په ملی امنیت کې څڼې واچولې او دالر د ووهل ! د ا د ستمیانو پروپاګنده څوک نه مني او په داسې د ژمي دپيتاوي په خبرو به احمقان باور لري دا خو یوه نده په سلګونو نورې یې هم خارج غواړي او هره ورځ په میدیا کې پرو پاګنده کوي ! خبره داده چې په ارګ کې پښتو وېیل کیږي ! که فاړسو راغله بیا به هیڅ خبرې نه وي ! غول پښتونه !!

  4. د قاري سعید په شان جاهلانو ته خوشحال بابا څه ښه ویلي دي :
    چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا
    هر حلال حرام پۀ ځان باندې روا کا
    کتابونه په سر کېږدي، ځان ملا کا
    په هر کلي محلت ګرځي، ټګي، غلا کا
    کېني شرع پرېکوي په رشوتونو
    ځان قاضي کا په غلط روایاتونو
    و هر چاته مسلې د سخاوت کا
    خپله خونه ډکوي، بله غارت کا
    په مسجد راځه، پنځه وخته اذان کا
    چې زکات سرسایه نه وي مسجد وران کا

  5. Lopar ته
    ما تاته مخکی هم ویلی چی ته یو کوڅه ډب ټیزن پستکی سپی يی او ټوله ورځ خلپو ټیزونو ته غاپی.

    ما د پښتنی مور شیدی څکلی او دداسی مرده ګاوۍ او بی ناموسۍ کلک مخالف یم او چی وس می ورسی دداسی بی ناموسانو له منځه وړل راباندی فرض دی.

    ما خپل ټول عمر د خپلو لاسو حلال رزق پیداکړی او الحمد لله د نورو بی وزلو افغانانو سره می هم تر خپله وسه چی یادول يی هم بد کار دی مرسته کړی.
    که غواړی ته هم خپل اسناد ددې اداری یوکس ته چی تا ته د قبول وړ وی راولیږه او زه به يی هم راولیږم چی د تور او سپین پته ولګیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب