Homeخبرونهد‌ بهرنيو سرتېرو د وتو کليزه؛مجاهد: نړيوال دې زموږ په اړه معقول...

د‌ بهرنيو سرتېرو د وتو کليزه؛مجاهد: نړيوال دې زموږ په اړه معقول سياست غوره کړي

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې نن د وږي نهمه ( له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو لومړۍ کلیزه) د‌ پراخو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

په دې ترڅ کې ټولو نه پراخ مراسم د کابل په شمال او د پروان ولايت اړوند په بګرام پوځي اډه کې ترسره شول.

ياده اډه،چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز و، په مراسمو کې ېې د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او ډېرو نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن اخند په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې پر شل کلن حضور له نیوکو سره وويل،چې په افغانستان کې ېې اساسي کارونه نه دي کړي او دوی ته د پام وړ څه په میراث ترې نه دي پاتې شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر نړیوالو غږ شوی، چې د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« نړۍ دې افغانانو ته اجازه ورکړي څو خپلواک اسلامي نظام ولري او له افغانانو سره اړیکې عادي او مثبت تعامل وکړي.»

‏په ورته مهال په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې پر امریکا غږ کړی چې باید په افغانستان کې خپله ماتې ومني.

دا په داسې حال ده،چې د طالبانو منتقدینو د دوی له لوري د بریا په نوم ېې د نننۍ ورځې په نمانځلو نیوکې شوي او ويل شوي،چې طالبان له یوه وږي، بې برخلیکه او دوی نه په تېښته ملت سره کومه بريا نمانځي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...