چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهافغان شاعر: هغه بېچله په زر يورو اخلم،چې مېرمنې یې قاري خوستي...

افغان شاعر: هغه بېچله په زر يورو اخلم،چې مېرمنې یې قاري خوستي پسې پورته کړی و

تاند( چار شنبه، د سنبلې نهمه) په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني وياند قاري سعید خوستي هغو ویډیوګانو پراخ انعکاس کړی،چې پر نوموړي يوې تورونو لګونکې مېرمنې خپرې کړي او دې سره پکې د سعید خوستي زور زياتی او ناندرۍ ښودل کېږي.

له دې ویډیوګانو څخه په یوه کې ياده مېرمنه

(الاهه دلاورزۍ) او سعید خوستی ليدل کيږي،چې مېرمن دلاورزۍ پکې خوستی په بېلچې غواړي له خپل کور څخه وباسي.

د افغانستان يوه مشهور شاعر او د طالبانو منتقد جلال امرخیل،چې په بیلجیم هېواد کې ژوند کوي وايي دغه بېلچه غواړي د دلاورزۍ جرئت ته د درناوي په دود په زر يورو وپیري او يادګاري يې وساتي.

امرخېل د يوه مشهور خبریال حفیظ الله معروف پر یوه ټویټ په دې اړه داسې لیکلي:«هغه بیلچه، چې د قاري سعید کوناټیو ته برابره شوې، زه یې په زر یورو اخستلو ته تیار یم.

غواړم دا بیلچه وساتم او هرکله چې موږ شرعي نظام قایم کړ…»

ګڼو نورو طالب منتقدینو هم د بېلچې عکسونه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او ويلي،چې بېلچه به د طالبانو د یوه ناوړه يادګار په توګه د خلکو په ذهنونو کې ژوندی پاتې وي.

ادعاوې څه دي؟

الاهه دلاورزۍ،چې ځان د کابل اوسیدونکې،۲۴ کلنه، د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال محصله او د افغانستان د ملي امنیت د یوه پخواني متقاعد جنرال لور ګڼي، وايي د تېر لمريز کال د دلوې په مياشت کې تر هغې وروسته،چې قاري سعید خوستي د طالبانو زندان کې جنسي تېری پرې وکړ،د نوموړي له لوري جبري نکاح ته اړ ويستل شوه.

د‌ هغې په وينا، په هماغه دلوې مياشت کې د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د طالبانو یوه چیک پینټ د دوی د موټر پلټلو پر مهال د دې موبايل وپلټه او له افغان جمهوري ځواکونو سره ېې د عکسونو په لیدو زنداني کړه.

هغه زياتوي،چې د طالبانو په زندان کې قاري سعید خوستي سره هغه مهال مخ شوه،چې نوموړي له زندانیانو څخه ويډیو ګانې ثبتولې.

الهه دلاورزۍ زياتوي،چې قاري سعید خوستي هملته زندان کې پرې جنسي تېری وکړ او له خوشې کيدو څخه دوه ورځې وروسته ېې کور ته له طالبانو او يوه ملا سره ورغی او په زوره ېې ځانته نکاح کړه.

د‌ هغې د معلوماتو په اساس، قاري سعید خوستي دې ته د جنسي تېري په اړه د څه نه ویلو او کورنۍ ته ېې د نکاح د نه ردولو په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه زیاتوي،چې قاري خوستي سره ورغلي طالب ملا د دوی د جبري نکاح پر مهال په مهر کې پر قاري خوستي د نوې مېرمنې د حج ته وړلو او دغه راز ورته د قرآن کريم د تدريس شرطونه کیښودل.

الهه دلاورزۍ ادعا کوي،چې طالب ملا نوموړې له دې کبله چې د جمهوري نظام تر سیوري لاندې ېې ژوند کړی و، مرتده شوې ګڼله.

دغه نجلۍ زياتوي،چې د روان کال په اسد میاشت کې ېې د قاري سعید خوستي له اسارتي کور څخه د تېښتې هڅه وکړه،خو په تورخم کې طالبانو ونیوله او بیرته یې کابل ته یوړه.

نوموړې د خپلې کورنۍ په اړه وايي،چې یو بل طالب ته ېې د کشرې خور د جبري نکاح د مخنيوي لپاره له هېواده وتې ده.

د قاري سعید خوستي په اړه دغه مدعي مېرمنه وايي،چې په تورخم کې د طالبانو له لوري تر نیول کیدو وروسته څو ورځې بيا د دوی په زندان کې وه او تر هغې وروسته د کابل په ګلبهار سنټر بلاکونو کې نظر بنده ده.

د هغې د ادعا په اساس، قاري سعید خوستي په ځلونو شکنجه کړې او اوس ځیرک موبایل او انټرنټ ته له لاسرسي سره ېې ځینې ويډيو ګانې او خپلې څرګندونې له رسنيو سره شرېکې کړې.

هغه خبرداری ورکوي،چې دا څرګندونې به ېې د وژل کیدو سبب شي، خو دا له هرې ورځې مرګ څخه داسې مرګ او افشا ګري غوره ګڼي.

سعید خوستی څه وايي ؟

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی وياند قاري سعید خوستی،چې اوس ېې د یتیمانو د پالنې د مرکزونو په جوړولو د خلکو پام ځانته اړولی، د الاهه دلاورزۍ له لوري ور پورې شویو تورونو ته غبرګون ښودلی.

ښاغلي خوستي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«۶میاشتې وړاندې مې د الاهه نومې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ،وروسته مې ولیدل چې نوموړې دعقیدې،باور مشکل لري. هڅه مې وکړه دنصېحت،بحث له لارې یې عقاید سم شي،مګر نتیجه يې ورنکړه،تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته»

قاري سعید خوستی زیاتوي:«‏نه می وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، د طالبانو مجاهدینو او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي.»

ښاغلي خوستي په يوه تازه ټویټ کې داسې ويلي:«‏په رب العالمین قسم هغه ته حتی ما څپیړه نه ده ورکړې.که هغه د اسلامي امارت په محاکمو باور لري رادې شي په ما دې عریضه وکړي که زه مجرم شوم محکمه دې ماته سزا راکړي که د امارت په محاکمو باور نه لري هرې محکمې ته دې تګ غواړي زه ورسره تیار یم.لطفاً له فاميلي موضوع سياسي استفاده مه کوئ»

د طالبانو یو شمېر منتقدینو له طالب مشرانو غوښتي،چې دا موضوع د اسلامي شريعت له مخې په علني ډول ېې وڅېړي او پايلې ېې خلکو سره شرېکې کړي.

د سعيد خوستي ملاتړي څه وايي ؟

د طالبانو يوه اروپا مېشتي مدافع او سياسي کارپوه ډاکټر هاتف مختار بيا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«‏‎قاري صاحب ‎سعید ‎خوستي ته د الهې به نوم نجلۍ نیږدې کېدل او بیا د واده مطالبه کول، د یوې لویې استخباراتي دسیسې پېچلی اړخ و، چې دوه موخې یې درلودې:

۱- د ټولنیزو رسنیو د ځلانده ستوري بد معرفي کول

۲- د ااا د مشرانو او کادرونو سپکاوی.

مګر مونږ په دې ټولو دسیسو پوه یو، مطمین اوسئ!»

د طالبانو ځينو نورو ملاتړو هم د سعيد خوستي ننګه کړې او ویلي،چې دا قضيه د نوموړي او طالبانو خلاف پلان شوې دسيسه ده.

هغوی دې مسلې ته د قومي رنګ ورکول کيدو نوم هم ورکړی او ویلي،چې د طالبانو غير پښتنو منتقدینو په جمهوري نظام کې د فوټبال فدراسيون د رييس کرام الدين کريم له لوري د فوتبال پر يو شمېر ښځينه لوبغاړو د جنسي تېري ادعاوو ته د قومي اړيکو له مخې د پردې اچولو هڅه کوله.

د طالبانو ځينو منتقدینو بیا د دوی په ځواب کې ویلي،چې طالبانو له کرام الدين کريم سره هم ملګرتيا وکړه او هغه ېې له بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني سره د اختلافاتو له امله ځانته نیږدې کړ.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو د سعيد خوستي د قضيې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

3 COMMENTS

  1. زما په آند دا تاریخی بیلچه دی مزایدی ته وړاندی شي زه اطمینان لرم چی دا بیلچه چی د یو جیګ پوړی طالب اخلاقی فساد مقابل کی د یو باشهامته افغان میرمنی مبارزه او مقابله ښکاره کوي ، لکه چی د یوعراقی وطنپال هغه بوټ چې ورباندی یی د امریکی پخواني جمهور رئيس بوش ویشتلی و بیه لسګونه زره ډالرو ته جیګ شي ، دا بیلچه به ژر طالبی وحشت مقابل کی د افغان میرمنو د مقاومت په سمبول وارړي .

  2. د سعيد خوستي ملاتړي څه وايي ؟
    د طالبانو يوه اروپا مېشتي مدافع او سياسي کارپوه ډاکټر هاتف مختار بيا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«‏‎قاري صاحب ‎سعید ‎خوستي ته د الهې به نوم نجلۍ نیږدې کېدل او بیا د واده مطالبه کول، د یوې لویې استخباراتي دسیسې پېچلی اړخ و، چې دوه موخې یې درلودې:
    ۱- د ټولنیزو رسنیو د ځلانده ستوري بد معرفي کول
    ۲- د ااا د مشرانو او کادرونو سپکاوی.
    مګر مونږ په دې ټولو دسیسو پوه یو، مطمین اوسئ!»
    د طالبانو ځينو نورو ملاتړو هم د سعيد خوستي ننګه کړې او ویلي،چې دا قضيه د نوموړي او طالبانو خلاف پلان شوې دسيسه ده.
    =-=
    دا لينک وګورئ خپله به پوی شئ.
    https://www.facebook.com/massihullla/posts/706069834085897/
    هغه څوک چې ځان تر نورو ډېر مذهبي معرفي کوي له نورو پکې ډېر مذهبي ناسپېڅلتيا وي.
    اجباري نکاح، ناسم سلوک، له واکه ناوړه ګټه پورته کول او نوی واده کول هغه هم د زور زياتي له ليارې او لا نالوستی هم وي، نو هغه ته له مذهبي تور پورې کونې بل څه ورپاتې نه وي چې يې وکاروي.

  3. تاسې ټول د چاودې زامن یاست ! دا معما ده زه طالب نه یم خو د تاجک بازانو یوه لویه دسیسه ده ! په زور واده او نکاح دا نو څه مانا لري که دا غټ کارې مقصد وي را چپه کړې به یې وه په زور به یې داکار ورسره کړی وو ! د ډاکتر هاتف په برخه کې خبرې بې اساسه دي ! طالبآن مذهبي لېونيان او دانور د خوشې غله مذدور د خرې زامن دي ! که داسې د کابل په نجونو خپل چریپخ ګران وي نو ولې یې له فرهاد دریا او محمود فضلي څخه ونه ساته !! هغوی خو داسې مزې پرې وکړې لکه د میږې وری د مور په شيدو ! دا ټول حرامیان مفتخواره دي نالت پر دوی غوااړې چې خارج ته لاړې شي او یوه سیاسی لاره پيدا کړي ! نه هیواد دوسته او نه انسان دوسته دي دوی خوشې د خرې اولادونه دي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب