پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeفلسفهلوی کور- ځمکه او د وحشي غرایزو ښکارګرځیدل

لوی کور- ځمکه او د وحشي غرایزو ښکارګرځیدل

عبدالودود بشریار –

یادښت: هیله ده چې لیکنې ته تر ننوتو وړاندې لاندې کلمو سره ځان اشنا کړﺉ:

۱- شتون shtoon

((شتون)) کلمه په دې متن کې په دودیزه معنا (وجود) نده کارول شوې. همداشان د انګلیسي د fact  کټ مټ معنا هم نه ورکوي او نه هم د truth  په معنا کاریدلې ده. شتون ما په یو ځانګړي فکر کارولې چې د ښې روڼتیا لپاره د پوره کتاب هومره لیکنه غواړي. دا کلمه  دهر (دال)  او هر (مدلول) لپاره کاریدای شي او هان داسې څه  هم پکې راځي چې لا تر اوسه نه (دال) دي او نه(مدلول). په بل عبارت ناڅرګندunknown هم پکې راځي.

همداشان شتون د ژبپوهنې په اصطلاح  په کایناتو کې د ټولو ژبو د parole  او langue  هر واحد ته کاریدای شي  او هان تر دې ورهاخوا د parole او langue هغه واحدونه چې لا تراوسه ندي څرګند هم رانغاړي.

همدغسې د(ایډیالیزم او ماټریالیزم) د دوګونیت په داخل کې د بحث هر واحد پکې راځي خو د دوی تر پولو ورهاخوا چې کوم واحدونه پراته دي، هغه هم شتون انګېرل شوی دی.

((شتون)) فکر به  د فلسفې په نړۍ کې یو نوی پړاو وي ، چې ډېرې مسالې، پوچ افکار او ببولالو ته به د پای ټکی کېږدي.

۲- غوښتل شوي wanted: په دودیزه معنا (ښه). دبرترډ راسل مطابق هغه څه چې یو څوک یې غواړي (ښه) دي او چې نه یې غواړي (بد) دي، خو پر دې یو جلا بحث پکار دی، چې غوښتل شوي یعنې څه؟ او چا غوښتلي؟ خو دلته هم دومره لنډه بسنه کوي.

۳. بې عدالتي: د ځمکې پر سر د شتونونو بې تولې وېش او بې توله ګي.

۴. سباني شتونونه: هغه شتونونه چې راتلونکي کې د اوسنیو پر ځای راځي او یا هم نوي رامنځته کیږي.

 ۵. ناغوښتل شوې پایلې: بدې پایلې

۶. پټه دوښمني: د هغو شتونونو ټولګه چې د بل انسان په اړه د یوچا په langue کې شته وي او د بل انسان په مقابل کې نفرت راپیدا کوي.

۸. حق: هغه واک چې یو چا ته پر یو شتون دیو هوښیارترین او عادلترین شتون لخوا ورکړل شوی وي. (قانوني تعریف یې: هغه واک چې یو شخص ته پر یو عین یا شخص د قانون لخوا ورکړل شوی وي.)

۹. انسانولي: ورورګلوۍ کلمې اساس معقول نه برېښي. انسانولۍ اساس به تر ورورګلوۍ ډېر معقول وي. انسانولۍ کې  د اړیکو اساس انسانیت دی خو په ورورګلوۍ کې د اړیکو اساس (وروري او مشترکې ګټې، مشترک افکار) دي چې په انسانولۍ کې باید یوازې انسانیت وي، ګډې ګټې او ګډ افکار په کې مهم ندي، هر څوک چې انسان دی باید احترام یې وشي.

لوی کور – ځمکه  اود وحشي غرایزو ښکارګرځیدل

انسان عجيبه شتون دی، له حيوان سره دومره توپير نلري، بس يوازنى توپير يې دا دى، چې انسان نور شتونونه په خپله ګټه کارواى شي خو نور شتونونه پر انسان منظمه واکمني نشي کړاى. ځکه چې دانسان مغز د ميلونو کلونو په اوږدو کې وده کړې او د حيواناتو مغز لا دومره وده نده موندلې.

انسان ته که له يوې خوا دهوښیارتیاله امله لوړتيا ورکول کېږي نو ترڅنګ يې د همدې هوښیارتیاله امله بدترين شتون  هم ګڼل پکار دي. ځکه کله چې هوښیارتیا دچاپیريال د شتونونو په ساده  عبارت د ځان او بل په غوښتنه وي نو انسان دلوړتيا مستحق ګرځي اوکه د چاپېريال اوپه چاپېريال كې د شتونونو په زيان وي او نه یې غواړي  نو د بدترين صفت adjective ورته کارول، ورسره زیاتی ندی.

د اوسمهال انسان، په تېره د ټيكنالوژۍ او نورو ځواکونو ځيني خاوندان او يو شمېر دین پلوي بدبختانه انسان ته د ورنژدې كيدو پرځاى خپلو لېرې نيكونو(حيواناتو)ته ورنژدې كيږي او داسې چارې ترسره كوي چې په ځنګله كې  بيزوګان ښايي پرې وشرمېږي. او یو څوک اړ باسي چې ووايي انسان له اوله تر اوسه ځانغوښتوونکی دی، په بل عبارت د ځاني اړتیاود پوره کولو په خاطر یې هر څه کړي او د بل شتون هیڅ پروا یې نده کړې. په دې لړ کې يې نه دخپل همنوعه او نه يې هم د خپلو ګاونډيو شتونونو (حيواناتو، بوټو،چاپېريال او ناڅرګندو…) پام ساتلى دى.

هر شتون  يې په دې پلمه چې يوازې د ده  لپاره پيدا شوی کارولی، خراب کړی او هان له منځه وړی دی.

د انسان دې بې عدالتۍخو په څرګند ډول هر څه دانسان لپاره یوڅه ګټمن کړي خو په اصل کې یې د شتونونوترمنځ توله (تعادل) له منځه وړې ده. دا بې تولي (عدم تعادل) له سباني شتونونو( هم د ځمکې پر سر او هم تر ځمکې د باندې) ته ناغوښتل شوې پایلې  ولاړوای شي او سباني شتونونه به له سختیو سره مخامخ کړي.

که مونږ یوازې د ځمکې پر سر ناغوښتل شوې پایلې، چې انسان یې له خپګان سره مخامخ کړی وګورو نو مونږ ته ښکاري چې انسان نور شتونونه لکه(بوټي، کاڼي، اوبه، حیوانات….) خو پرېږدﺉ خپل همنوعه شتون (انسان) څومره پر ناغوښتل شویو پایلو لړلی دی. په ویتنام کې زبرځواکونوترمنځ د وسلو کارولو له امله چې اوس هلته نارنجي نسلی انسان رامنځته شوی، دوی څومره ستونزې او مشکلات ګالي او په څومره ناغوښتل شویو پایلو لړل شوي دي.

همداشان په افغانستان کې د امریکا د اتومي وسلې د اغېزو له لاسه د ډېرو ماشومانو زړونه سوري وي چې ټول عمر به کړیږي.

 همداشان د طالبانو د سخت دریځي فکرونو تر اغېز لاندې ډېر انسانان زغم دوښمني روزل شوي او په افغاني ټولنه او هان په نړۍ کې  د انسانانو ترمنځ پټه دوښمني حاکمه ده.

همداشان په عیسايي او یهودي نړۍ کې د نورو دینونو له لارویانو سره د دوی  پټه دوښمني د انسانانو د جلاوالي او ترمنځ  د دوښمنۍ یو بل ستر لامل دی.

همداشان د نړۍ ډېری حکومتونه ددې وړتیا نلري چې د خپلو هېوادونو د انسانانواړتیاوې ورپوره کړي،خو حاکمان یې بیا هم د خپلو وحشي غوښتنو له امله پر ګدۍ ناست دي او د خپلو هېوادونو شتونونه یې له ناغوښتل شویو پایلو سره مخامخ کړي دي.

که څه هم دا د ځمکې پر سر او په کایناتوکې  یو بشپړتیايي پړاو دی اواندېښنه یې دومره پر ځای کار نه برېښي خو ددې اندېښنه حتمن پکار ده چې هسې نه د انسان او نورو شتونونو د میلونو کلونو ګډ کور(ځمکه او پیولار کهکشان…) د انسان د هوښیارتیا له لاسه هم د ځان او هم د نورو لپاره  له ناغوښتل شويو پایلو سره مخامخ شي.

وروستی پیغام دا دی چې انسان او په ځمکه کې نور شتونونه د یوې ټولګې په ډول  حق لري چې په خپل کور(ځمکه) کې  غوښتل شوی [i] ژوند وکړي.

نور انسانان بدبختانه هغوی چې لا تر اوسه پرې په بېلا بېلو ډولونو خپل وحشي غرایز د(جګړې، نفرتونو، حسادت، بې عدالتۍ….) په بڼوحاکم دي، باید وپوهول شي او یا هم په نړۍ کې د انسانولۍ د پلویانو لخوا تر فشار لاندې راوستل شي، تر څو دا لوی ګډکور(ځمکه) د وحشي غرایزو ښکار ونه ګرځول شي . (پای)

 وروستی سمون (۲۰ زمری ۱۳۹۴)، د لیکوال د لیکنې ګڼه 🙁  ۵۲۶ )

3 COMMENTS

  1. سلامونه؛
    .ورور(انسان!)عبدالودود بشریار صاحب، ډیره ښه لیکنه مو کړې.
    د (شتون )د کلمې یا ګړې په باب به ستاسو نوی فلسفي فصل نه پوهیږم څنګه او څه وخت وي؟ خو د شتون په اړه ما قاموسونه ډاټ.کام ټول وکتل. دا لاندینۍ مانا ګانې ترینه راووتې:
    شته والی؛سوبتيا
    موجود،موجودیت؛حضور
    هست وبود
    Existence; Presence

    With kind regards. Dr. Safi

  2. ډاکتر صیب، لکه څنګه چې ما د لیکنې نه وړاندې په سر کې ځیني کلمې معنا کړې دي. کومې کلمې چې په متن کې راغلي ډېرتر عادي هغو بدلې دي. نو که سریزه کې یې وګوری نو ډیره به ښه شي.
    پاتې شوه دا چې تاسو (شتون)پ قاموس کې کتلی او ماناوې مو ورته موندلي. زما هیڅکله له شتون نه دغه معناوې هدف ندي، البته په یوه کورنۍ یا لیکسیم کې یې راوستلی شو.
    شتون- نوی فکر دی او پېژندل یې پوره بله لیکنه غواړي.په دې اړه مې څو کاله فکر کړی دی. که په لنډو یې تاسو ته ووایم، هرواحد چې په کایناتو کې شته که ذهنی، فزیکي، حالت… په ډول وي هر یو یې شتون بلل شویدی. قلم درې شتونونه دي، یوا دا چې په ذهن کې دی، بل د تلفظ په ډول او دریم د فزیکي وجود په ډول، همداشان انسان درې شتونونه دي، یو په مغز کې د کانسیپټ په ډول، دویم انسان کلمه د تلفظ په ډول او دریم انسان د وجود په ډول، ځينی شتونونه شته چې دغه درې واړه حالتونه نلري،
    د اوس لپاره همدومره بسنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب