دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد سپکو فلمونو کتل/ ډاکټر ظهير

د سپکو فلمونو کتل/ ډاکټر ظهير

شرعي قاعده ده؛ هغه چار چي د انسان لاندي پنځه ښېګڼي زیانمي کړي؛ کول یې ناسم او ورته اجازه نشته:

لومړی: د دین/اخلاقو ساتنه

دويم: د ژوند ساتنه

درېیم: د نسل ساتنه

څلورم: د سول (عقل) ساتنه

پنځم: د شتو ساتنه (وخت سره زر دی)

دا چي د پورن/سیکس (لوڅو) فلمونو کتل له پورتنیو پنځو واړو ښېګڼو سره په ټکر کي او هره یوه ګواښي؛ نو ځکه په دین کي بند دي.

د اسماني دینونو په ځانګړې توګه اسلام؛ ډېر ټینګار د بشري ټولني پر اخلاقي سمون وي. الله ج د النور سورت په ۳۰م او ۳۱ آیت کي وايي: قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون* وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن*.

ژباړه: (اې پېغمبره!) مؤمنانو ته ووايه چي خپلي سترګي وساتي او د خپلو شرمځیو ساتنه وکړي. د هغوئ لپاره دا ډېره سپېڅلې لاره ده، هغوئ چي څه کوي الله ج ور باندي خبرېږي. (اې پېغمبره!)  مؤمنو ښځو ته ووايه چي مو سترګي وساتئ او د خپلو شرمځیو ساتنه وکړئ.

پدې اړه رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وايي:«احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ». احمد -5/4،3، ابوداود-4017 او ترمذی-2769.

ژباړه: پرته له خپلي ښځي او وینځي؛ نور دي شرمځی له خلګو پټ ساته.

بل ځای داسي وايي: «فزنا العين النظر». (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)

ژباړه: پردي ته کتل؛ د سترګو زنا ده.

ارزوني (سروېګاني) ښيي چي د سیکس/لوڅو فلمونو پرکرښه سوداګري د تېرو درې نیمو لسیزو په پرتله تر ۳۵۰۰ برابره ډېره شوې ده او پرکرښه څه باندي نیم میلیون اووبپاڼي (ویب سایټونه) لري. په ۱۹۷۰ لسیزه کي د لوڅو فلمونو د روهڼي (صنعت) د کلنۍ سوداګرۍ کچه ټوټال تر ۱۰ میلیونه ډالرو نه اوښته خو د ۲۱مي پېړۍ د دویمي لسیزي په لومړیو کي دا کچه ۳،۵ ملیارده ډالرو ته لوړه شوه. یاده دي شي چي د امریکا متحده ایالات په یوه دقیقه کي دوه لوڅ فلمونه بازار ته وړاندي کوي. په چین کي یې کلنی زېږښت (تولید) د ۳۰ میلیارډه ډالرو په اندازه دی.

څېړني زیاتوي چي د بربنډو فلمونو کتل د انسان پر ټولنیزو اندونو، راکړه وکړه او چار چلند ناوړه اغېزه کوي؛ همدا کسان ستړي، بې سېکه، له عصبي ګډوډیو سره مخ او له ټولني څخه ګوښه وي. د دې ډول فلمونو کتل له کسه نوښتیز ځواک اخلي او د اغېږمنو کړنو مخه یې ډبوي.

ډاکټر فلېپ زېمبارډو د څېړني په ترځ کي ثابته کړې چي د ویډیويي ګېم او لوڅو فلمونو کم کارونګ د پېژندني حس او اراده ښه کوي.

د لوڅو فلمونو کتل لاندي زیانونه او ستونزې زېږوي:

  • د لوڅو فلمونو ۹۰ سلنه لوبغاړي د نشي توکیو اوږده روږدتیا لري.
  • د لوڅو فلمونو په لیدونکو کي تر عادي خلګو د ځان وژني کچه ۲۵ سلنه لوړه ده.
  • په لوېدیزه کي پر ماشومانو د جنسي تېري او له محرماتو سره د جنسي اړیکي ستر لامل د لوڅو فلمونو کتل دي.
  • که څوک لوڅ (پورن) فلمونه ګوري؛ د هغوی جنسي تنده په عادي جنسي اړیکو نه خړوبېږي او په پياوړو جنسي لمسونکیو او کږو جنسي اړیکو پسي ځي؛ چي دا چار د طلاق ستر لامل دی.
  • په تړلو ټولنو کي د جنسي مسایلو زده‌کړه نشته ځکه خو ځوانان د لوڅو فلمونو لوبغاړي خپل جنسي الګو ګڼي.
  • خیال‌پردازي او تصور په جنسي اړیکو کي ټاکونکی رول لري مګر د لوڅو فلمونه کتل له کتونکي د تخیل ځواک اخلي.
  • لوڅ فلمونه چي د لیدونکي په ذهن کي کومه (مېخانیکي) ښکلا پنځوي؛ په طبعي ژوند کي یې یو جنسي لوری هم نه شي تر لاسه کولای نو ځکه دواړه لوري یو له بله ناخوښه (ناراضه) او مړېږي.
  • په لوڅو فلمونو کي تر ډېره بریده ښځه د جنسې الې (غودتوکي) په توګه کارول کېږي او له نر سره په بشپړ نابرابر اکر کي وي. چي دا چار د دې لامل ګرځي ترڅو مېړه خپله مېرمن بې ارزښته څیز وګڼي. د هغې په جنسي غوښتنو سترګي پټي کړي چي دا کړنه د ښځي روغتیا او د ګډ ژوند ښېرازه له منځه وړي.
  • نارمله جنسي اړیکه له ۲ څخه تر ۱۰ شېبو (دقیقو) وي خو په لوڅو فلمونو کي څو جنسي اړیکي د مکررو فلمبرداریو په مټه ریکارډ او د یوې اوږدې اړیکي په توګه ښودل کېږي ترڅو د جنسي اړیکي اوږدونکو درملو او کانډمونو (ډګپوښو) ته بازار وموندل شي. چي یاد توکي سخته روغتیا ګواښي.
  • په لوڅو فلمونو روږدتیا د نویو ځوانانو او ځوانانو ډېر وخت نیسي چي پدي سره د هغوي د شخصیتي، ټولنیزي او پوهنیزي وده مخه نیول کېږي. حتی کله نا کله له ډېرو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.
  • د لوڅو فلمونو کتل سوکه سوکه په انسان کي د ډله‌ایزو جنسي اړیکو، له ماشومانو سره د جنسي اړیکو، د نادوده جنسي اړیکو، له محارمو سره د جسني اړیکو او حتی له حیواناتو سره د جنسي اړیکو په وړاندي د اخلاقي، عقلي او عرفي قبحي د ورکېدا لامل کېږي.
  • د لوڅو فلمونو تولیدونکي له هغو نرانو څخه چي جنسي غړي یې په مصنوعي پروتېز غټ کړي وي؛ ګټنه اخلي تر څو عام خلګ داسي تلقین شي چي ګواکي د ده (نر)/د دې د خاوند (ښځي) جنسي غړي واړه دي. یادي کمپنۍ پدې ډول هر کال په میلیارډونو ډالره د تناسلي غړو د غټېدا اوزار پلوري چي هیڅ علمي ارزښت نه لري.

یادونه: هغه نر چي د جنسي الې اندازه یې حتی ۱۰ سانټي وي؛ د هر اړخیزي سالمي جنسي اړیکي جوګه دی.

  • د لوڅو فلمونو اغېز او مېکانیزم هم د نشه‌يي توکیو په څېر دي. یاني د خوند هغه احساس چي په لومړي ځل کتو کي یې وي؛ په بل او بل وار کتو کي نشته ځکه خو کتونکي داسي انګېري چي د راتلونکي فلم/صحنې په کتو سره به یې جنسي تنده خړوبه شي او دې چار ته دوام ور کوي او دوام ور کوي خو چي سر را پورته کړي؛ ملنګ د دنیا وینه!

د کېمبرېج پوهنتانه پوهنیزي څېړني وايي د فحشا کتل او کول د انسان روح او بدن ځپي. څېړنه وايي چي:

لومړی: د پورن فلمونو کتل حافظه زیانمنوي.

دویم: د پورن فلمونو ډېر کتل پر یادو فلمونو د روږدتیا لامل کېږي. چي پدې سره له کسه د پرېکړي ځواک اخلي، مایوسه کېږي، پر ځان بې باوري او له ژونده مړښت یې وروستي زیانونه دي.

  دريیم: د روږدو کسانو سم نیمايي له واده کولو او مخالف نوږي څخه تښتي.

څلورم: د پورن فلمونو ۲۵ سلنه کتونکي له جنسي سړښت، ۱۹ سلنه د انزال له چټکتیا، ۳۱ سلنه له نه انزال کېدو او ۳۴ سلنه له نامردۍ کړېږي.

پنځم: د ډېر وخت لپاره د سیکس/لوڅو فلمونو کتنګ د غوسې او په جنسي چلند کي د ګډوډۍ لامل کېږي.

شپږم: د پورن انځور/فلمو کتونکي د ټیسټو (خصیو) خوږ، د منیو کمښت او نه انزال څخه ځورېږي.

اووم: د لوڅو فلمونو ډېر کتونکي په موټي (استمناء) اخته وي؛ چي دا بیا پر خپل ځای ستر روغتیايي ناورین دی.

اتم: د پورن فلمونو د نیمايي کتونکو ماشومان کمزوري، معیوب او په زېږدیزي ټَلیسیمیا ( ویني د کمښت په یو ډول) اخته وي.

17 COMMENTS

  1. جزاک الله خیر الجزاء فی الدنیا و الآخرة

    باید په ټوله نړۍ او خصوصا افغانستان کې دا مضمون څومره زیات چې ممکن وي، نشر شي

  2. یاره ډاکټرصاحب ارزښتمن معلومات دې وړاندې کړې دی. له دینی، علمی برخې نه علاوه کره پښتو لغات دې پیدا کړې دی ورته مې خندلی او لوستلی می دی. بریالی اوسې

  3. مننه داکتر صاحب واقعا چی اوس مهال تقریبا 80 سلنه زوانان پدی بدمرغی باندی آخته دی اوددی لوی عامل دکار نشتوالی دی ترسو دی ته زمینه برابره کری

  4. thanks mana dr sab nana sa ba der zowanan fa the bay kara amal akhta dy allah fak the zamonga khwar plas ta raham wokray zaka da der bad amal dy zamonga toola zaowana fa dy kofrana amal sara masrof day allah day taso ta khir derky ter so mo dasy maomat zowanano ta woranady kary dy dr sab

  5. مننه کوم ډاکترصاحب ډيره ازښتناکه موضوع موخلاصه کړى ډيرځوانان په دغه ناوړه عمل اخته دى

  6. جزاک الله خیر الجزاء فی الدنیا و الآخرة
    باید په ټوله نړۍ او خصوصا افغانستان کې دا مضمون څومره زیات چې ممکن وي، نشر شي
    په زړه پورې او ښه معلومات دي

  7. جزاک الله ټوله مخلوقات دی الل ج هدایت کړی چی دبد او ناوړه عمل لاس واخلی

  8. !مننه محترم دکتر صاحب
    دیر په زره پوری معلومات الله پاک دی اجر درکری .
    خو لکه چرنگه چی ستاسو نضر دیادو مرضنو مخنیوی کوی مهربانی به مو وی چی دیادو مرضنو داعلاج په بارکی معلومات راکری
    په درنخت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب