دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاځيني عادتونه چې ښايي مضر وي

ځيني عادتونه چې ښايي مضر وي

ژباړن : محمد طاهر (ابشار) /هلمند

انسان کله نا کله داسي عادتونه خپل کړي چي په زيان يې وي. او په غير محسوس ډول يې هغه د ژوند برخه وګرځي، طبي کارپوهان وايي که هغه عادتونه پرې نښودل سي ممکن روغتيا ته زیان ورسوي.

پلتۍ وهل:

د يوې څيړنې له مخې پلتۍ یا پرلتۍ وهل (چارزانو) د وينې فشار لوړيږي. پوهان وايي چي د دې چارې په ترسره کولو سره لږ تر لږه۲ سلنه او زياته اندازه يې ۷ سلنه د وينې فشار لوړيږي. نو د دې لپاره اړيڼه ده چې تر ۱۵ دقيقو اضافه (پلتۍ) مه کښېنئ. د هډوکو د ډاکټر فيډ له قوله چي پر يوه ځای په پر له پسې ډول مه کښېنئ او په هرو ۴۵ دقيقو کې يو قدم ووهئ.

کله چې درېږئ نو زنګنونه مو يوڅه قات پريږدئ:

کله چي دريږئ نو زنګونونه مه بندوئ د دې له امله پر بندونو باندی وزن او زور ډيريږي. نو د دې لپاره اړينه ده چي کله هم دريږئ نو زنکونونه يوڅه کاټ کړئ د دې له امله ستاسو د بندونو په شا اوخوا چې کومې عضلې دي هغه فعاله ساتي او کله چي زنګونونه بندوي نو دا عضلې کار نه کوي.

پړمخي (چپه) مه پرېوځئ:

د ډيرو وګړو دا عادت وي چي کله ويديږئ نو پړمخي پرېوځئ اوخوبونه کوي دا کار ځکه ښه نه ديی چي د دې له امله نس غټيږي. کوم کسان چي پر ملا نه پريوځي (ستوني ستغ پرېوځي) د هغوکسانو غاړې په غير عادي  شکل کي وي او د وينې تګ راتګ جريان هم تر اغيز لاندي راولي.

 کمربند ټينګ مه تړئ:

ډيری کسان د دې لپاره چي ښه معلوم سي نو پر ملا باندي ډير ټينګ کمر بند تړي، پر خيټې کمربند ټينګ تړل ځکه نه دي ښه چي د هاضمې سيسټم تر اغيز لاندي راولي. ډاکټر نوپر کريشنا وايي د ډير ټينګ کمربند تړلو له آمله نس کشيږي او دا د ګيډې پر دنننی برخې هم اغيز کوي. د همدې ټينګ تړلو له امله د هاضمې سيسټم سم فعاليت نه کوي او د معدې د تيزابي کيدو امکان هم وي. کمربند بايد داسي وتړل سي چي په اسانی سره وکولای شي چي ساه واخيستلای سئ او په اسانی سره کښېنئ .

2چي کله د خوبه کښېنئ نو ډيره غځونه مه کوئ؛

کله چي انسان د خوبه پاڅيږي او د عضلو کش خوړولو ورزش شروع کړي پر ملا يې ډير اغيز کوي، د دې لپاره چي کله د خوبه پاڅيړئ نو يو څه نور کارونه ترسره کړئ لکه د غاښو وينځل او يا يو څه وګرځئ د هغه څخه وروسته ورزش وکړئ. رنځ پوهان وايي چي کله د خوبه پاڅئ او ورزش کوئ نو د ملا د درد او دغاړې د درد په ستونزه د اخته کيدو ډير امکان وي.

پر له پسې ژاولې مه ژووئ:

ډاکټران وائي د ژاولو ژوولو مسلسل عادت پريږدئ ځکه چي د دې له امله ستاسو د غاښونو او ژامي عضلو ته زيان رسيږي.

 په يو اړخ درندې بستې مه اخلئ:

د سرجن ټيجاس له قوله کله چي يو بسته اخلئ نو پر يوه وږه او يا بغل يې مه اخلئ، که چيري تاسو تل پر يوه بغل يعني پر راسته بغل دروند وزن واخلئ نو په عضلو کي مو د برابرولي نشتون پيدا کيږي او کيدای سی چي د ملا او يا مړوندونو په درد مبتلا سئ. دی وائي چې که چيري تاسو په راسته اوږه بار يوسئ نو داوږې عضلې مو کشيږي نو د دې له امه بايد کوښښ وسي چي لومړی خو لږ وزن واخلئ او که بيا هم اړينه وه چي ډير وزن دې پورته کړئ نو په دواړو اوږو يې اړوی را اړوی.

ډيري تنګي انګياوي (زير پيراني) او پتلون مه اغوندئ:

د ډيرو تنګو او چسپو پتلونونو د اغوستلو له مله د صحت لپاره ډيرې ستونزې پيدا کيدای سي، د تنګو پتلونونو د اغوستلو له امله د بدن حرکتونه کميږي او د وينې جريان هم کمزوری کوي.

د خپل ژوند په تيرولو فکر وکړئ:

پوهان وائي کوم خلګ چي د خپل ژوند پر طرز باندي نظر ساتي او هغوی خپل ژوند لا ښه کوي هغوی نه يواځي چلاک، تندرست او ځوان معلوميږي حتي د ډيرو جسماني ناروغيو څخه هم خلاص وي.

د پورته لارو چارو په عملي کولو سره تاسو کولای سئ چي خپل صحت ښه وساتئ او همدارنګه د ورځني وړو وړو تکليفونو څخه هم ځان ژغورلای سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب