پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهتېر کال یو میلیون او ۷۸۰ زره افغانان خپل هیواد ته راستانه...

تېر کال یو میلیون او ۷۸۰ زره افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې شاوخوا یو میلیون او ۷۸۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، دا شمېرې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر مولوي محمودالحق احدي نن (یکشنبې) په کابل کې په یوه غونډه کې وړاندې کړې.

پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پروسه پیل کړه.

ایران هم په وروستیو کې د افغان اتباعو د ایستلو بهیر چټک کړی دی، او په دې هیواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند او ځورونې ډېر راپورونه ورکول کېږي.

په وروستیو ورځو کې د ایراني پولیسو له خوا د یوه افغان زلمکي د شکنجې ویډیو په خواله رسنیو کې ګڼو خلکو شریکه کړه، او ډېر غبرګونونه یې وپارول.

ایراني چارواکي وایي، د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ زیات شوی دی.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (د اګست ۶ مه) د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په تېرو درېیو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د کډوالو د نړیوال سازمان یا “آی‌او‌ایم” هغه راپور هم رد کړ چې ویلي یې وو، له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له افغانستانه وتلي دي.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې له دغو افغانانو څخه یو میلیون یې له اروپايي هېوادونو د پناه غوښتنه کړې او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې سرپرست عصمت الله حکیمي د چهارشنبې په ورځ د اګست په اومه “د امارتي اداراتو د یو کلنو لاسته راوړونو د تشریح” په نوم خبري غونډې ته وویل چې په ١٤٠٢ کال کې شاوخوا ۹۳،۵۰۰ کسه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ١٤٠٢ کال کې له ١٦ زره ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې دې شمېر ته په کتو د ١٤٠٢ کال د راستنېدونکو شمېر د ١٤٠١ کال په پرتله شپږ برابره لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب