پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد سالنګ لار د باري موټرو او بسونو پرمخ د سنبلې تر...

د سالنګ لار د باري موټرو او بسونو پرمخ د سنبلې تر لومړۍ بنده ده

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لارې د پاته برخې د ترمیم لپاره به دا لار د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې بنده وي.

د دغه وزارت ویندوی اشرف حق شناس نن (یکشنبې) پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې له کوچنیو موټرو پرته، چې پر نوې فرعي لاره تګ راتګ وکړي، لوی باري موټرونه او بسونه به د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې په دې لاره د تګ راتګ اجازه نه لري.

طالبانو تېر کال د سالنګ تونل ترمیم کړ او ویې ویل چې د دې لارې د بیارغونې چارې یې بشپړې کړي دي.

سالنګ د افغانستان له پلازمېنې، جنوب او ختیځ سره د شمال د ۹ ولایتونو د ارتباط اصلي لاره ده.

1 COMMENT

  1. ددې لارې د جوړیدو تصویرونه او ډنډوره خو ټولې نړۍ ته رسیدلې وه او دا سندرې به ورسره ویل کیدې چې طالبانو هغه تونل جوړ کړ چې چا پدې پنځوسو کالو کې نه و جوړ کړی. دا لکه چې تصویرې جوړښت و لکه د کمپیوتر سکرین سیور. هۍ فیسبوکي ملایانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب