پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونپه کاڼو ولي زیارتونه | استاد سعدالدین شپون

په کاڼو ولي زیارتونه | استاد سعدالدین شپون

کافر خو یې نشم بللی ځکه یو لمونح هم نه قضا کوي، بلکه لسیزې دمخه چې دواړه د امریکې غږ  نطاقان وو هم یې د خپلې وړوکې قفسچې په ګوټ کې جالماز پروت و چې تل یې یوه پیڅکه اړولې وه چې، د ده په وینا، شیطان پرې اود سماتی ونه کړي. مسلمانۍ کۍ ېې شک مه ګڼه خو دې پېرته یې خبرې عجیبه غوندې وې. د جومات له ملا یې پرېمانه شکایتونه کول. هسې خو هر سړی د خپل ملا پسې حق نا حق خبرې او ټوکې کوي، خو دا رنګ غیبت د کلي د نايي، ملک، مصلي ، ډم او سودخور پسې هم کوي، مګر حاجي دا ځل له ما داسې پوښتنه وکړه چې تراوسه ورته ځواب نه لرم. ویل یې چې ملایان دې په پوښتنې هم تکفیر وي. تازه بیان یې د پرونۍ  ورځې د جومات کاوه چې د روژې مبارکې په دویمه د مازیګر لمانځه ته تللی و. هلته مولوي کیکاووس وردګ، د حاجي په وینا یوه دا ناپړیته وویشته چې له لمانځه وروسته یې دعا وکړه چې د دې پاکې روژې له رویه دې امریکا د وسلو ګرځولو د حق قانون ختم کا چې په یوې سینما کې یې  یو درځن بېګناه خلک سټ او دېرش نور عیبي  کړل.

جي بیا یې ملا کیکاووس پوښتلی و چې آیا د روژې برکت به په عیسايي ملک کې هم تاثیر وښندي؟ حاجي ویل، ما ورته ووې چې هر دین  یو مستقل سیستم دی چې نه د ځانه بهر سړی دننه پرېږدي نه د ده سکه بهر چلند لري. خو وردګ ملا د کوډو او جادو او پیرانانو مثال ورکړی چې بهر او دننه اثر لري. پیریان هم هندو مسلمان لري او د نظام الدین اولیا او هندو جادوګر د مقابلې کیسه یې راته وکړه چې هندو خپل کشکول هوا ته کړ چې لکه باښه یې هوا کې غوټې کولې. بیا د خواجه واری شو.  هغه خپلې مبارکې کڼاوې، چې ملا ورته نعلینې ویل، ورخوشې کړې چې باښه یې تر هغو په سر سر وهله چې ډب د نظام الدین اولیا پښو ته پرېوته. د موسا علیه السلام او فرعون  مقابله هم همداسې وه.  وردګ ملا ویل چې :

 سحر با معجزه پهلو نزند دل خوش دار       سامري کیست که دست از ید بیضا ببرد.

ملا ویل چې دینونه خامخا یو د بل سره تګ راتګ لري، په تېره وچې یو د بل ګاونډ کې راغلي، مثلا زموږ، د اهل کتاب والا سره، د یهودو د لاس غوښه مسلمانان بېدریغه خوري. موږ یو بل ته سلام وایو، هغوی شالوم. دا چې موږ یې قصیده بولو په اصل کې هماغه د هندوانو جوګ او کوډې دي. پاړسي کې وايي چې جادو حق است، عمل کردنش کافر مطلق.  ښه مثال یې بیا د نظام الدین اولیا درکوم چې په یوه هندوګي مین و. هغه یوه ورځ  په غوسه شوی و، نظام الدین اولیا یې ترټلی و چې «نظام الدین اولیا! نه اولیا او په همدې باندې اولیاتوب له نظام ادین نه کوچ کړی و» . حاجي ویل چې ملا کیکاووس بیا توبې اېستلې، لاسونه یې غوږو پورې نښلولي نارې یې وهلې: تور مار یې تازینه وه په زمري یې ایښی زین و، خوجه نظام الدین.

ما او حاجي په ګډه وخندل. بیا حاجي جدي شو چې دا زموږ ملایان هم عجیبه ساده ګان دي، دین یې داسې له خرافاتو سره اغږلی چې ستاسو پښتنو په ژبه، دو ړنګه دا دو ړنګه، قروت و روغن یو رنګه.

حاجي ویل چې د عیسویانو پادریان زموږ له ملایانو کم نه دي، بلکم اضل. داسې حکمونه به کوي چې د خره ورته تبه شي. د یکي یوه خدای سره  یې دوه بچګي غبرګ کړي، عیسا د خدای زوی او روح القدس جبراییل  یا مقدسه اروا. مګر دوی یو هم ګرم نه دي، خوجه حافظ ښه ویلي چې:

 جنګ هفتاد و دوملت، همه را عذر بنه        چون ندیدند حقیقت ره افسانه زدند

آخر کې نوره حوصله راپاتې نه شوه، ومې ویل چې حاجي جانه، که یې نیولی نشې بې هغې هم شېخ فاني یې او د سرطان دانه دې هم بهانه ده، مه یې نیسه. په تا څه شوي چې لکه سلمان رشدي کفریات وایې؟ هغه وخندل

«  کفر چو منې ګزاف و آسان نبود        محکمتر از ایمان من آیمان نبود

 در دهر چو من یکي و آنهم کا فر؟        پس در همه دهر یک مسلمان نبود»

 ما وویل، ستا د شاعرانو سزا ګوډ تیمور ښه درکوله چې قریب یې حافظ په دارځړولی و.

حاجي په خوش طبعۍ  په کړکیچو پښتو په لوړ آواز د غني خان دا نظم  را ته تکرار کړ، یا یې کوشش وکړ: نه زه فلسفي یوم اې خلقه نه زه لېونی یومه+یو مریض سلی د انصاري د کورنی یومه. هسې دا څو میاشتې سودا رالوېدلې چې په بل هر دین کې خلک له عالمانو سختې پوښتنې کولی شي خو په اسلام کې دې په اندک خبرې د کفر ګړنګ ته ورټېل وهي. ما ویل حاجي، شکرونه کاږه. څلورو امامانو، محدثینو، مفسرینو او فقهاو موږ نورو ته کار آسانه کړی، د هر شي حکم یې راته په عقلي ډول را اېستلی، بیا یې د شک او تردید د ازالې له پاره د اجتهاد ور تړلی دی، چې بېغمه هغه تعقیب کړو. موږ باید له هغو مننه وکړو او د استدلال په ځای د حافظې او نقل پسې لاړ شو.  حاجي یې راسره نه مني، وايی چې بنیادم چې په نورو افضل دی په ماغزو دی، چې دا ورنه واخلې نو د نورو ځناورانو سره یې فرق نشته، آس ترې ښه منډه کوي، پیل پرې غښتلی دی، له زمري نه یې له ډاره زاره چوي. چې ماغزه ترې واخلې نو غرق دې کړ. ما وویل، اسلام ماغزه ترې نه دي اخیستي، د حافظې قوه یې شته، خو حاجي ویل، نو ګویا نقلي علوم یې ورپرېښي، عقلي یې ترې اخیستي. همدا وجه ده چې علم له عالم اسلام نه کوچ کړی، ملایانو مسلمانان لکه د ورېښمو چینجي په غوزې کې ایسار کړي، د تفکر مجال یې ترې اخیستی، یواځې نقلول او زوتول یې ور پرېښي. داسې یې ماغزه ورمینځلي چې په خپلې خبیثې دایرې کې خوشاله دي. وايي علم دوه ډوله دی، اسلامي او کفري. اسلامي زموږ علماو کرامو یاد کړي، او چې د اسلام له دایرې وتي وي، موږ ته په کار نه دي.

کتل مې چې حاجي د خبرو په موډ کې نه دی، د روژې تاثیر و که سړی په بله اوښتی، نو مې ترې راخپلې کړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب