Homeداسې هم شتهساینسپه ۵۰۰ سپوږمکیو د ټولې مځکې ویدیو اخیستل کېږي

په ۵۰۰ سپوږمکیو د ټولې مځکې ویدیو اخیستل کېږي

تاند- د مایکروسافټ خاوند او موسس بیل ګېټس غواړي چې د ۵۰۰ سپوږمکیو په وسیله د مځکې د ټولې کُرې ویدیو واخلي.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، بیل ګېټس د هغه ستارټ اپ ملاتړ کوي چې د مځکې د ټولو برخو د لوړ کیفیت د ویدیويي تصویرونو د اخیستلو لپاره جوړ شوی دی.

د ارت نوی (Earth Now) په نوم ستارټ اپ ۵ سوه سپوږمکۍ پورته کوي چې د مځکې ویدیو واخلي.

د بېل ګېټس ترڅنګ د سافټ بانک ارجاريي ريیس هم غواړي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.

د دې پروژې لګښت یو ملیارد ډالره اټکل شوی خوتراوسه څرګنده نه ده چې څومره پیسې ورته برابرې شوي دي.

د دې پروژې په مرسته د غیرقانوني کب نیونې، د اوبو او هوا د وضعیت او د حیواناتو د لېږد رالېږد په شان مواردو کې مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...