Homeروغتیاد سرطان خبرداري ورکوونکې وسیله جوړه شوه

د سرطان خبرداري ورکوونکې وسیله جوړه شوه

تاند- په وروستیو کلونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې زیات پرمختګ شوی خو لا هم د دې ناروغۍ مخه نه ده نیول شوې، په تېره بیا هغه وخت د سرطان درملنه ناشونې شي چې پرمختللي پړاو ته ورسېږي.

له همدې کبله ډېرې څېړنې په دې کېږي چې د سرطان عوامل وپېژندل شي یا مخکې تر دې چې دا ناروغي په بدن کې وده وکړي، وپېژندل شي.

په لومړي پړاو کې د سرطان تشخیص د درملنې امکان خورا زیاتوي.په سویس کې څېړونکو یو ډول سیستم جوړ کړی چې د انسان تر پوست لاندې د ایمپلینټ په بڼه اېښودل کېږي او که د چا په بدن کې د سرطان لومړنۍ نښې رابرسېره شي، خبرداری ورکوي.

هرڅومره چې سرطان ژر تشخیص شي ژر او اسانه یې درملنه کېدای شي.

په سویس کې د زوریخ (ETH Zurich) انستیتیوت څېړونکو د ۴ ډوله سرطانونو مخکې تر مخکې خبرداري ورکوونکی سیستم جوړ کړی دی.

دا سیستم د وینې د کلشیم اندازه څاري او ناروغ ته خبر ورکوي.

د خبر ورکولو طریقه یې دا ده چې پر پوستکي یې یو خال پیدا کوي. د خال معنا دا ده چې سرطان په پیلېدو دی.

د دې سیستم په وسیله خال تر دې ډېر مخکې چې په نورو وسایلو د سرطان څرک ولګېږي، پر پوستکي پیدا کېږي.

دا سیستم د پروستیت، سږو او سینې د سرطان په تشخیص کې زیات بریالی ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...